• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جمهوري غوښتونکو مېرمنو شبکې له م.م غوښتي، چې په دایکنډي ولایت کې دې وروستۍ پېښه وڅېړي

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۱ GMT+۱

د جمهوري غوښتونکو مېرمنو شبکې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو څخه غوښتي، چې په دایکنډي ولایت کې دې وروستۍ پېښه وڅېړي او پایله دې هم له ټولو سره شریکه کړي.

دغې شبکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دایکنډي ولایت کې د ۱۴ تنو وژنه غندلې ده.
په خبرپاڼې کې راغلي:« له بده مرغه دا لومړی ځل نه دی، چې زموږ هزاره هېوادوال په نښه کېږي او په بې رحمۍ سره وژل کېږي.»
دغې شبکې ویلي، د طالبانو تر بېرغ لاندې دغې پېښې یو ځل بیا دا په ډاګه کړه چې طالبان د قومونو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ دښمنان دي.
خبرپاڼې وړاندې کاږلي، چې طالبان تل په ټول افغانستان کې د بشپړ امنیت د ټینګښت خبرې کوي؛ خو دغه ډول وژنې چې د دوی په واکمنۍ کې ترسره کېږي، ولې یې د لاس لرلو په تور څوک نه نیول کېږي؟
خبرپاڼه زیاتوي:« له همدې امله ناشونې ده، چې په دغه ډول وژنو کې د طالبانو لاس لرل بابیزه وګڼو.»
دوی د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې له زبرځواکونو هم غوښتنه کړې، چې د طالبانو له ترهګرې ډلې سره دې له هر ډول تعامله ډډه وکړي او د خلکو ترڅنګ دې ودرېږي.
تېره ورځ سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې نامعلومو کسانو په دایکنډي کې لږ تر لږه ۱۴ هزاره ټبره ولسي خلک وژلي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې څلور نور کسان ټپيان شوي هم دي.
ورته مهال داعش - خراسان وسله‌والې ډلې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې د دایکنډي او غور ولایتونو تر منځ پر لاره د لږ تر لږه ۱۴ هزاره ټبرو د وژلو پړه منلې وه.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

امرالله صالح اسحاق ډار ته؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟