د فوټسال نړۍوال جام کې افغانستان نن ماښام د ارجنټاین پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن چهار شنبې ماښام د ارجنټاین فوټسال ملي لوبدلې په وړاندې د خپلې دویمې لوبې په موخه د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. افغانستان خپله لومړۍ لوبه له انګولا څخه ګتلې وه.