• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اروپايي پارلمان مشره وايي، د خپلو حقونو په ترلاسه کولو کې افغانې ښځې بریالۍ دي

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۰ GMT+۱

د اروپا د پارلمان مشرې روبرټا میټسولا د سې شنبې په ورځ د دغه پارلمان ناستې ته یو شمېر افغانې مېرمنې وربللې وې. هغې له دغو افغانو فعالو ښځو سره په خبرو کې د خپلو حقونو لپاره د هغوی د مبارزې ستاینه کړې او ویلي یې دي: «ستاسو مبارزه به له پامه نه غورځول کیږي.»

د اروپا پارلمان یو شمېر افغانې ښځینه فعالانې د سې شنبې په ورځ (وږي ۲۷مه) خپلې غونډې ته ور بللې وې.
په هغه انځور کې چې د اروپايي پارلمان مشرې روبرټا میټسولا په خپله ایکس پاڼه خپور کړی، څرګندیږي چې په دې غونډه کې شکریه بارکزۍ، پروانه ابراهیم خېل، پرستو یاري، فرح القا اونچي‌زاده، فرزانه کوچۍ او تهمینه سالک ګډون کړی وو.
هغې واندې لیکلي. د ویاړ ځای دی چې افغانې فعالې ښځې د خپلو حقونو (عزت، ازادۍ او برابرۍ) لپاره په ګډه او پر ځای مبارزه کوي.
د اروپایي پارلمان مشره وايي، دا مهال پخوانۍ وكيلانې، سناتورانې، ديپلوماټانې، ډاكټرانې، لوبغاړې او فعالانې له ښځو او نجونو سره په افغانستان کې د طالبانو د ظلم، شکنجو او پرې د بې شمېره بندیزونو پر وړاندې ولاړې دي.
هغه وايي، اروپايي پارلمان له افغان ښځو سره د مبارزې دغه غږ په ګډه بدرګه کوي.
څو ورځې وړاندې په البانیا کې افغانو مېرمنو په یوې درې ورځنۍ ناسته کې یو پرېکړه لیک خپور کړ، چې په کې راغلي و، د افغانستان د ښځو اوسنی وضعیت چې له سیاسي مشارکت څخه اېستل شوې، سیاسي او مدني بې باوري رامنځته کړې ده.
د افغانو ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري نن چهارشنبه په خپله ایکس پاڼه په البانیا کې د افغانو ښځو وروستۍ ناستې ته په اشارې ویلي، د طالبانو د سختو تګلارو په وړاندې د افغانو ښځو ګډه مبارزه دا ښيي چې ټول یې له حقونو د دفاع په برخه کې ځواب ووايي.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته له تېرو درېیو کلونو راهیسې طالبانو افغانې مېرمنې او نجونې له ټولو حقونو په ځانګړې توګه له سیاسي او مدني مشارکت، ازادۍ، کار، لوړو زده‌کړو او ښوونځیو منعه کړې دي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۴

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۵
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي