د کرېکټ بورډ ویاند: د مجیب الرحمن د ښي لاس ګوتې زیانمنې شوې او توپ اچونه نه شي کولی

د افغان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات د سې شنبې په ورځ د (وږي په ۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د مجیب الرحمن ځدراڼ د ښي لاس د ګوتو انساج تخریب شوي او توپ اچونه نه شي کولی.