• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۳۷۳ کورنۍ راستنې شوې

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۲۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۳۷۳ کورنۍ راستنې شوې دي.

دغه اژانس پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغو کډوالو کورنیو له ډلې پرون ۲۷ یې د تورخم له لارې، ۲۰ یې د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۹۰ یې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۲۳۶ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې.
دغه اژانس لیکلي، چې له دغې ډلې ۲۳ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو نورو کورنیو ته بیا مرستې وېشل شوې دي.

دغه اژانس دا نه دي ویلي، چې کورنۍ په خپله خوښه راستنې شوې که په جبري توګه راستنې کړای شوې دي.
دغه اژانس تېره ورځ هم ‏هېواد ته د ۳۳۸ کورنیو له راستنېدو خبر ورکړی و.
په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د افغان کډوالو سره ناسم چلن او د هغوی په کار او ورځنیو فعالیتونو محدودیتونه دغه کډوال د ایران پرېښودو ته اړ باسي، چې په پراخه کچه هره ورځ افغانستان ته ستانه شي.

ډېر لیدل شوي

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي
۱

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۲

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۳

څېړنه؛ د طالبانو د بندیزونو سربېره افغان نجونو لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی

۴

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۵

د اوبو کمښت او د کرنیزې سرې د بیو لوړوالی افغانستان ګواښي