• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو د لبنان له یو میلیون کسانو سره د بېړنیو مرستو عملیات پیل کړل

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د خوړو نړۍوال سازمان د لبنان له یو میلیون زیانمنو کسانو سره د بېړنیو مرستو د عملیاتو د پیل خبر ورکړ. دغه سازمان اوسمهال پر هغو بې ځایه شویو د خوړو بستې وېشي، چې په پنډغالي کې دي.

یاد سازمان همداراز زیاتوي، چې تر اوسه یې لږ تر لږه له ۶۶ زره کسانو سره مرستې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان وایي، چې د خپلو حیاتي عملیاتو لپاره د روان کال تر پایه ۱،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې اړمنو کسانو ته د مرستې لپاره د همکارۍ او ملاتړ زمینه برابره کړي.


دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي بیا ویلي دي، چې د اسراییل د هوایي عملیاتو په پایله کې به یو میلیونه کسان بې ځایه شي.
الجزیرې د میقاتي له قوله لیکلي، چې دا به په لبنان کې د بې ځایه کېدو تر ټولو لوړه کچه وي.
نوموړي دغه راز د ترینګلتیاوو د کمېدو لپاره ویلي، چې له ډیپلوماتیکو حل لارو پرته بله لار نه شته.
له دې سره، نن د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ، چې د لبنان ملکي کسانو ته د مرستې په موخه ۷،۴ میلیون ډالره ځانګړې کوي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز د لبنان او اسراییل تر منځ پوله کې د ۲۱ ورځيني اوربند غوښتنه هم کړې ده.
فرانسې او جرمني بیا په لبنان کې د بریدونو په پای ته رسېدو ټینګار کړی.
د اسراييل پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله یې د بېروت په سویلي څنډه کې په يوه هوایي بريد کې وژلی دی او د رویټرز د راپور له مخې؛ بیا ښاغلی نصرالله نن د پېښې له ځایه د خاورو له لاندې را اېستل شوی دی.
د اسراییل پوځ زیاته کړې، چې دغې ډلې مرکزي غونډه درلوده چې مشر او نور غړي یې په نښه شول.
د یادولو ده، چې حسن نصرالله له درېیو لسیزو راهیسې د حزب الله ډلې مشري کوله.
اخوا د اسراییل پوځ حوثي اورپکو ته هم خبرداری ورکړی، چې ډېر به د دوی وار هم ورسېږي.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۵

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي