• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په یوه اونۍ کې د حزب‌الله د اوو لوړ پوړو قوماندانانو او سیاسي چارواکو وژل کېدل

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۲۶ GMT+۱

په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې د یوې اونۍ په ترڅ کې د حزب‌الله اوه جګپوړي قوماندانان او سیاسي چارواکي وژل شوي دي.

د اسرایيل د پوځ لوى درستيز هرزي هالوي د يکشنبې په ورځ د (تلې اتمه) دې شمېرې ته په اشارې سره وويل: «حزب‌الله خپل سر له لاسه ورکړى او موږ بايد د حزب‌الله پر ضد خپلو زورورو بريدونو ته دوام ورکړو.»

حزب‌الله، د لبنان تر ټولو پیاوړی نظامي او سیاسي ځواک، اوس د خپلو مهمو غړو له لاسه ورکولو سره سخت زیانمن شوی، چې ډیری یې د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې له جوړېدو راهیسې د حزب‌الله سره یوځای شوي.

حسن نصرالله چې په وژل شویو کسانو کې تر ټولو مخکښ و، له ۱۹۹۲ کال راهیسې له اسراییل سره په څو جګړو کې د دغې ډلې مشري کوله او په لبنان کې یې د یوه ځواکمن ځواک په بدلولو کې هم مهم رول و.

نبیل قاووق چې د شنبې په ورځ په یوه هوايي برید کې ووژل شو، د حزب‌الله د مرکزي شورا مرستیال و او د حسن نصرالله له احتمالي ځای ناستو څخه ګڼل کېده.

ابراهیم عقیل چې د رضوان د ځانګړو ځواکونو قوماندان او د حزب‌الله د تر ټولو سترې پوځي ادارې د جهادي شورا غړی و، یو بل وژل شوی قوماندان دی چې د ۱۹۸۳ کال په بیروت کې د امریکا سفارت په بمي چاودنو کې د خپل رول له امله له کلونو راهیسې د امریکا متحده ایالاتو ته د مطلوبو کسانو په نوملړ کې و.

احمد وهبه د رضوان د ځواکونو بل قوماندان چې څه د پاسه دوه لسیزې مخکې د دغې ډلې له رامینځته کیدو راهیسې د یادې ډلې په پراختیا کې مهم رول لوبولی و، د عقیل تر څنګ د بیروت په سوېل کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

علي کرکي چې د حزب‌الله د سوېلي محاذ مشري یې کوله او د روانې جګړې مهار او لارښوونه یې کوله، هم د نصرالله تر څنګ ووژل شو.

محمد سرور د حزب‌الله د ډرون قطعې مشر یو بل وژل شوی قوماندان دی چې په وروستیو جګړو کې د حزب‌الله له لوري د بې پیلوټه الوتکو د کارولو له امله په دې ډله کې مهم ځای درلود.

ابراهیم قبایسي، د حزب‌الله د توغندیو د څانګې مشر، چې د اسراییل پوځ وايي، په ۲۰۰۰ کې د شمالي پولې په اوږدو کې د درېیو اسراییلي عسکرو د تښتولو او وژنې پلان جوړ او عملي کړی و، په دې اونۍ کې د وژل شویو اوو تنو په ډله کې وروستی هغه و.

خو د حزب‌الله لپاره له دې خونړۍ اونۍ څو میاشتې مخکې اسراییل په مهمو عملیاتو کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو څو ساعته مخکې د حزب‌الله تر ټولو مهم پوځي قوماندان فواد شیکر چې له کلونو راهیسې متحده ایالاتو ته مطلوب و، په نښه کړ.

په همدې حال کې د رضوان د روزنیزې قطعې قوماندان ابو حسن سمیر، د رضوان د ډلې یو جګپوړی قوماندان ویسام طویل، د ناصر قطعې قوماندان سامي عبدالله او د عزیز قطعې قوماندان محمد ناصر دواړه. د لبنان په سوېل کې د اسراییل د بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د ایران په سیستان او بلوچستان کې درې امنیتي عسکر وژل شوي دي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۱
د ایران په سیستان او بلوچستان کې درې امنیتي عسکر وژل شوي دي
100%

په څلورو بېلابېلو امنیتي پېښو کې د ایران درې امنیتي عسکر وژل شوي دي. د ایرنا خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د ایران په سرحد کې د ماککي هیرمند په سیمه کې د وسله والو کسانو سره په جګړه کې د یوه ایراني عسکر د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه راپور له مخې، د سیستان او بلوچستان د راسک په ښار کې د وسله والو کسانو او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې یو بل امنیتي کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د راپور د معلوماتو له مخې، په درېیمه پېښه کې چې د سیستان او بلوچستان په خاش ښار کې رامنځته شوېیو امنیتي عسکر د وسله والو له‌خوا وژل شوی دی.

په ورته وخت کې، د سیستان او بلوچستان په ایرانشهر کې د ایراني پولیسو پر یوه پوسته د ډزو په پایله کې لږ ترلږه یو ایرانی عسکر ټپي شوی.

تر دې دمه، هیڅ یوه کس یا ډلې د دغو ځنځیرې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

انځوریز راپور: د امریکا هیلین توپان له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي دي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۶ GMT+۱
انځوریز راپور: د امریکا هیلین توپان له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي دي
100%

د متحده ایالاتو سویل ختیځ ایالتونو د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه د سیمو د پاکولو او بیارغونې پراخې هڅې پیل کړې، چې د هیلین توپان د ملیونونو کسانو برېښنا پرې کړه، سړکونه او پلونه یې ویجاړ کړل او له فلوریډا څخه تر ویرجینیا پورې د ویجاړونکي سېلاب لامل شو.

په دغه انځوریز راپور کې په توپان ځپلو سیمې کې پراخ ویجاړی لیدل کیږي.

100%

په سویلي کارولینا، فلوریډا، جورجیا، شمالي کارولینا او ویرجینیا کې د دولتي او سیمه ییزو چارواکو په وینا؛ توپان لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه کړي دي. چارواکي ویره لري چې په یو شمیر ایالتونو کې به لا نور جسدونه وموندل شي.

100%

د توپان له امله اوښتی زیان اټکل کیږي، چې له ۱۵ میلیارده ډالرو څخه تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو پورې وي. د اوښتو زیانونو د ارزونې چارې روانې دي او ډیر ژر به کره شمیرې معلومې شي.

100%

د فدرالي اضطراري وضعیت د مدیریت ادارې مشر ډین کریسویل د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اوبو شبکو، مخابراتو شبکو او مهم ترانسپورتي لارو ته د پام وړ زیان اوښتی دی.

100%

ښاغلي کریسویل وویل، چې د متحده ایالاتو حکومت د ناورین سره د مقابلې لپاره کافي سرچینې لري؛ خو د ویجاړیو بیارغونه به ستونزمنه وي.

100%

هغه وویل، د څښلو اوبه اغیزمنو سیمو ته لیږل شوي او د اردو د انجینرانو قول اردو به د یکشنبې په ورځ د اوبو سیسټمونو ته د زیانونو ارزونه پیل کړي ترڅو اغیزمنو سیمو ته د څښلو اوبو په بیرته راستنیدو کې مرسته وکړي.

100%

کریسویل وویل: "د اغیزمنو سیمو بیارغونه پیچلې کیدی شي. د دغو پنځو ایالتونه بیارغونه به اسانه نه وي."

100%

د متحده ایالاتو د انرژۍ وزارت یو چارواکي وویل، چې د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۲.۷ میلیون پیرودونکي له بریښنا څخه بې برخې پاتې شوي.

100%

د فلوریډا والي وايي، چې په دغه ایالت کې ټول ۱۱ کسان مړه شوي او دا چې د توپان د ویجاړي کچه د نورو کلونو په پرتله پراخه ده.

100%

په مکسیکو کې د جان توپان له امله لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي دي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۴ GMT+۱
په مکسیکو کې د جان توپان له امله لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي دي
100%

د مکسیکو په سویل لویدیځ کې د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې د جان توپان له امله رامنځته شوي مرګونو سېلابونو او د ځمکې ښوېیدنې له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي.

د ځایی رسنیو په وینا؛ د مکسیکو یو تر ټولو ډېر ځپل شوی او بې وزله ایالت ګیریرو کې ۱۸ کسان مړه شوي، چې ډېری یې د خټو د ښوېیدو له امله په ویجاړو شویو کورونو کې بند پاتي شوي وو. ځایی رسنیو په اوکساکا کې د درېیو مړینو راپور ورکړی دی.

د ګیریرو ایالت والي ایولین سالګاډو ویلي، چې د کښتۍ، جیټسکي او هلیکوپټرو په واسطه د ژغورنې عملیات روان دي او اوسېدونکي له اغېزمنو سیمو راوباسي.

سالګاډو وویل، چې هوایي ډګر چارې بېرته پیل شوې دي.

د جان د توپان له امله د سیمې خلکو ته په میلیاردونو ډالرو زیانونه اوښتي دي.

100%

د افغانستان فوټبال له شلو کالو کم عمره ملي لوبډلې خپله وروستۍ لوبه له فلسطين سره مساوي کړه

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۱ GMT+۱
د افغانستان فوټبال له شلو کالو کم عمره ملي لوبډلې خپله وروستۍ لوبه له فلسطين سره مساوي کړه
100%

د افغانستان فوټبال له شلو کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه د فلسطين ملي لوبډلې سره بې له ګول تر سره کولو مساوي پای ته ورسوله. افغانستان په دې سياليو کې په څلورو لوبو کې دوې ماتې، يوه مساوي او یوه بريا خپله کړې، چې ۴ نومرې تر لاسه کړې.

د افغانستان او فلسطين د ۲۰ کلنو کم عمره ملي لوبډلو تر منځ دغه سيالۍ نن یکشنبه په سعودي عربستان کې تر سره شوه.

د افغانستان ۲۰ کلنو کم عمره لوبډلې په دې سياليو کې د مکاو هېواد ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې، له فلسطين لوبډلې سره یې لوبه مساوي او د عربستان او استرليا ملي لوبډلو څخه یې ماتې خوړلې.

په دغو سیالیو کې د سعودي عربستان، فلسطین، استرالیا، افغانستان او مکاو ملي لوبډلې برخه لري.

سیالۍ به نن شپه پای ته ورسیږي.

دا مهال د سعودي او اسټرالیا لوبډلې له درېیو لوبو څخه د ۹ نومرو په لرلو سره په څلورم ګروپ کې په لومړي او دویم ځای کې دي.

د فوټبال اسيا جام غوراوي سيالۍ د وږي مياشتې په ۳۱ مه نېټه شروع شوې وې.

100%

د اسپانیا ټاپوګانو ته نږدې د کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې لسګونه کسان لادرکه شوي او ۹ تنه مړه دي

۸ تله ۱۴۰۳ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۱
د اسپانیا ټاپوګانو ته نږدې د کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې لسګونه کسان لادرکه شوي او ۹ تنه مړه دي
100%

اسپانیايي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اسپانیا د ایل هیرو ټاپو ته نږدې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د لادرکه شویو ۴۸ کډوالو د موندلو هیلې په کمېدو دي. له افریقا څخه کانري ټاپوګانو ته د تېرېدو په ۳۰ کلن تاریخ کې دغه پېښته تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.

د بېړنیو حالاتو او ژغورونکو ډلو په وینا؛ د کښتۍ د ډوبېدو په دغه پېښه کې نهه کسان، چې یو یې ماشوم دی، مړه شوي دي.

ژغورونکي توانیدلي، چې د شنبې په ورځ د ۸۴ کډوالو څخه ۲۷ کسان وژغوري چې هڅه یې کوله د اسپانیا ساحل ته ورسیږي.

د اسپانیا د ساحل ساتونکو یو ویاند وویل، درې د ګزمې کښتۍ او درې چورلکې د یکشنبې په ورځ د لادرکه شوو کټوالو د لټون په عملیاتو کې بوخت دي.

د کانري ټاپو د حکومت یوې ویاندې د یکشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل: "له بده مرغه مونږ خوشبینه نه یو. لټون دوام لري؛ خو داسې ښکاري چې د لادرکه شوو کسانو د موندلو چانس کم دی."

هسپانوي چارواکو ویلي، چې دغه کډوال د مالي، موریتانیا او سینیګال اوسېدونکي وو.

د اروپایی ټولنې د سرحدی ادارې د معلوماتو له مخې؛ د جنورۍ څخه تر جولای پورې د لویدیځې افریقا څخه کانري ټاپوګانو ته د تلونکو کډوالو شمیر۱۵۴٪ ډیر شوی.

د ۲۰۲۴ کال په لومړیو اوو میاشتو کې په دغه لاره د تلونکو کډوالو شمېر ۲۱ زره ۶۲۰ کسانو ته رسیدلی دی.

د ترکیې څخه یونان ته د تېرېدونکو کډوالو کچه ۵۷٪ او د انګلیسي چینل څخه انګلستان ته د تیریدونکو کډوالو شمیره ۲۲٪ لوړه شوې ده.

په مړه شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دی چې عمرونه یې د ۱۲-۱۵ ترمنځ دي.

له دغې پیښې وروسته درې نورې کښتۍ د شپې په جریان کې کانري ټاپو ته ورسیدې چې ۲۰۸ مهاجر پکې سپاره وو.