• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا په پام کې لري چې د ۲۰۲۵ کال لپاره یو لک او ۲۵ زره نور کډوال ومني

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د جوبایډن حکومت په پام کې لري چې د ۲۰۲۵ کال لپاره یو لک او ۲۵ زره نور کډوال په دغه هیواد کې د کډوالو په توګه ومني.

خبرپاڼه کاږي چې امریکا دا مهال د دغه پروګرام له لارې د ۲۰۲۴ مالي کال لپاره د شاوخوا سل زره کډوالو د منلو په حال کې ده. چې د روان کال ۲۰۲۴ د سپټمبر په ۳۰مې پای ته ورسېده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې جوبایډن په دې برخه د ۱۲۵۰۰۰ کډوالو د منلو پروګرام مالي سند لاسلیک کړی.
ویل کیږي، دغه پروګرام د هغو کسانو لپاره دی چې د ګواښونو او ځورونې له امله له خپلو هیوادونو څخه وتلو ته اړ کیږي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا دغه پلان په بریالي ډول ترسره کړی او امریکا د کډوالو لېږدولو په برخه کې خپلې موخې ته رسېدلې، چې دا په درېیو لسیزو کې د متحده ایالاتو لپاره د کډوالو تر ټولو لوی شمېر دی.
د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ته په استول شوي یادښت کې لیکلي: «په ۲۰۲۵ مالي کال کې امریکا ته د ۱۲۵ زره کډوالو راتلل د بشري اندېښنو او یا د ملي ګټو پر بنسټ توجیه کېږي.» د امریکا د کډوالو منلو پروګرام د هغو کسانو لپاره دی چې د ګواښونو له امله یې خپل هیوادونه پرې ایښی وي او یا د خپل هیواد پرېښودو ته اړ ایستل کیږي. تر دې وړاندې داسې اوازې هم خپرې شوې وې چې متحده ایالات د ۲۰۲۴ تر پایه پورې بهرني کډوال مني او له هغه وروسته دغه پروګرام د تل لپاره تړي، خو د دغې خبرپاڼې له خپرېدو داسې څرګندیږي چې امریکا لا هم تر ګواښ لاندې کډوالو منلو ته روان پروګرام مخکې غځوي.

د امریکا د کډوالو منلو پروګرام د هغو کسانو لپاره دی چې د ګواښونو له امله یې خپل هیوادونه پرې ایښی وي او یا د خپل هیواد پرېښودو ته اړ ایستل کیږي.

تر دې وړاندې داسې اوازې هم خپرې شوې وې چې متحده ایالات د ۲۰۲۴ تر پایه پورې بهرني کډوال مني او له هغه وروسته دغه پروګرام د تل لپاره تړي، خو د دغې خبرپاڼې له خپرېدو داسې څرګندیږي چې امریکا لا هم تر ګواښ لاندې کډوالو منلو ته روان پروګرام مخکې غځوي.

ډېر لیدل شوي

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی
۱

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۲
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۳

اسماعیل میاخېل: کرزی او عبدالله دې د حکمتیار په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي

۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو جذب او «بچه بازي» دوام لري

۵

له قضايي نظام څخه د ښځو سیستماتیک اېستل څنګه د عدالت غوښتنې لارې وتړلې؟