امرالله صالح: پر اسراییل توغندیز برید پر خپل ځان او ملي ځواک د ایران باور ښيي

د افغانستان د مخکیني ولسمشر لومړی مرستیال وايي، پر اسراییل د ایران توغندويي بریدونه ښيي، چې تهران پر خپل ځان او ملي ځواک باورمن دی.

د افغانستان د مخکیني ولسمشر لومړی مرستیال وايي، پر اسراییل د ایران توغندويي بریدونه ښيي، چې تهران پر خپل ځان او ملي ځواک باورمن دی.
امرالله صالح وايي، «په دې پېر کې چې د اسراییل پر لور هېوادونه ګوته نه شي نیولی، د ایران اسلامي جمهوریت په چټکو او دقیقو توغندیو سره تل ابیب په نښه کړ».
صالح پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، ایران په وار وار د خپلو پوځي وړتیاوو او مدیریتي ځواک په تړاو د دښمنانو شننې او تبلیغات ناسم ثابت کړي او د نهیلۍ او بې زړه توب د خپرېدو مخه یې نیولې ده.
صالح زیاتوي، چې « وقار او عزت همدا دی».

د پېښو په وړاندې د طالبانو د چمتوالي ادارې ویاند وایي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو او اورلګېدنې په پېښو کې ۱۳ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي. جانان سایق زياتوي، د سېلابونو، توپان او اورلګېدنې له کبله ۱۰۹ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندي د پېښو په وړاندي د چمتوالي ادارې ویاند جانان سایق د چهار شنبې په ورځ ويلي، چې دغه پېښې په غزنې، ننګرهار، لغمان، فراه، پکتيا، بادغيس، هرات او دايکنډي ولایتونو کې شوې دي.
د نوموړي په خبره، ټولو ولایتونو ته یې مرستې رسولې او په تېرو دريو مياشتو کې يې شاوخوا ۴۰ زره کورنيو ته خوراکي او غيري خوراکي توکي هم وېشلي دي.
د مرستو په وېش کې پر طالبانو نیوکې کېږي چې د خپلې ډلې ملاتړو ته یې وېشي
له دې سره په يو شمېر سېمو کې سېلاب ځپلي لا هم لاسنيوي ته اړتيا لري او غوښتنه کوي، چې د سېلابونو له امله ویجاړې مېنې دي ورته جوړي شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، پولیسو په خیبر ولسوالۍ کې د جرګې لپاره پر ټاکل شوې سیمه د دویم ځل لپاره برید کړی او ډزې روانې دي. منظور پښتین په خپل اېکس کې د غورځنګ له ملګرو غوښتي چې د جرګې ځای ته ځانونه ور ورسوي. نوموړی وايي، بېګا هم پولیسو د دوی خېمې سوځولې او وسایل یې وړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د میشتو پښتنو پر ستونزو د بحث لپاره د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتنو قومي جرګه یا عدالت په نامه جرګه رابللې
دغه غورځنګ د پښتنو بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو او ولسي مشرانو ته دې جرګه کې د ګډون بلنه ور کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، تېره شپه هم پولیسو ددې جرګې د تنظیموونکو د راټولېدو پر ځای برید کړی و او یو شمېر وسایل، خیمې او نور توکي یې له منځه وړي او ځینې یې له ځانونو سره وړي دي.
له دې پېښې نږدې ۱۲ ساعته وروسته بیا د جرګې پر ځای برید شوی دی.
د دغه غورځنګ غړو پر ټولنیزو شبکو ویډیوګانې خپرې کړې، چې د جرګې په سیمه کې د ډزو غږونه پکې اورېدل کیږي.
منظور پشتین د خیبر پښتونخوا د پولیسو ددغه ګام تر شا څارګرې ادارې په لاس لرنه تورنوي او وايي، دا لومړی ځل دی، چې د پښتنو پر جرګې برید کیږي.
په ورته وخت کې د پي ټي اېم غړي وایي، چې پاکستاني پولیسو په دیره اسماعیل خان کې د دغه غورځنګ جګپوړی غړی عالمزیب مسید نیولی.
عالمزېب مسید د ورکو خلکو او د پاکستان په زندانونو کې د پښتنو زندانیانو په اړه د څیړنې او پلټنې ډلې غړی ګڼل کیږي.
هغه په دې وروستیو کې په قبایلي سیمو، په ځانګړې توګه وزیرستان کې د ترهګرۍ خلاف د قبیلو د را پورته کېدو کمپاین پیل کړی و

د پاکستان راډيو په خپل يوه خبر کې ويلي، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د بلوچستان په هرنايي کې د عملياتو پر مهال د بي اېل اې یا بلوڅ ازادۍ پوځ ۶ وسله وال وژلي دي. په خبر کې راغلي، چې همدې ډلې د امنيتي ځواکونو او بې ګناه خلګو په وژلو کې لاس درلود.
جيونيوز هم د چهار شنبې په ورځ په ورته يوه خبره کې ويلي، چې پاکستاني ځواکونو په هرنايي کې دغه عمليات د دقیقو او پټو معلوماتو پر بنسټ کړي.
د دوی د معلوماتو له مخې، په وژل شويو بلوڅ بیلتونپالو کې «شفو سمالاني، چې مستعار نوم یې تادين، سرمدخان مشهور په دستين، محمد ګل مري مشهور په وحيد بلوڅ، غلام قادر مري مشهور په انجير بلوڅ، عبيد بلوڅ مهشور په فدا او تاج محمد مشهور په بابل» شامل دي.
جيونيوز د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي له قوله لکی، چې عمليات یې بريالي و او د خپلو ځواکونو ستاينه یې کړې.
نقوي ويلي: «امنیتي ځواکونو په خپل وخت اقدام کولو سره ترهګر ختم کړل (موږ) د امنیتي ځواکونو زړورتیا ته سلام کوو.»
بلوچستان د اوږدې مودې راهیسې د بلوڅ بيلتونپالو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ناامنۍ او جګړو شاهد وي.
بلوڅ بيلتونپال د خپلواکۍ غوښتنه کوي او د پاکستان حکومت يې پر وړاندي وسلواله مبارزه کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي، د « اسیایي ناټو» له نسخې سره چې د جاپان نوي لومړي وزیر وړاندیز کړې، موافق نه دی. د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، سوباهمانیام جې شنکر د واشنګټن په کارنیګي بنسټ کې د خبرو پرمهال وویل، چې هند دغسې ستراتیژیک څه په ذهن کې نه لري.
د جي شنکر په باور، هند او جاپان له امریکا او اسټرالیا سره په ګډه د هغې ډلې غړي دي، چې له چین سره د انډول ساتلو لپاره جوړه شوې ده.
جی شنکر وايي، نوی ډیلی له امنیتي ګواښونو سره د مقابلې په موخه له خپلو ملګرو هېوادونو سره د لا ژورو او نږدې اړیکو په لټه کې دی.
د نوموړي خبرې د جاپان د نوي لومړي وزیر شیګرو ایشیبا پرونیو څرګندونو ته وې چې د اسیايي ناټو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.
هغه دا هم وویل، چې غواړي جاپاني سرتېري د امریکا خاوره کې ځای پر ځیا شي او د چین، روسیې او شمالي کوریا په څېر د خپلو اټومي ګاونډیانو د مخنیوي لپاره توکیو د واشنګټن پر اټومي وسلو شریک کنټرول ولري.
نوموړی وايي، دا ګام به چین په اسیا کې د وسلې له کارولو منع کړي، خو امریکا یې دا نظر رد کړی دی.
له دې سره ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د جاپان، اسټرالیا او نیوزیلنډ هېوادونو استازي د لومړي ځل لپاره په بلجیم کې د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي.
په ورته وخت کې د ناټو نوي سرمنشي مارک روته ویلي، چې دغه سازمان له اسیايي هېوادونو سره د همکاریو د ډېرولو په هڅه کې دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، افغانستان لا هم د امریکا د بهرنۍ تګلارې په لومړیتوب کې دی. متیو میلر وویل، د افغانستان اړوند مسلې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې، د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړی استازې او د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا اداره کیږي.
هغه د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان د امریکا د بهرنۍ تګلارې لپاره لومړیتوب لري، وویل: «بلکل یې لري.»
متیو میلر وویل چې د افغانستان اړوند مسلې اوس مهال د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت د شارژدافیره کرن ډېکر، د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري او د بهرنیو چارو په وزارت کې د مارک پومرشیم لهخوا اداره کیږي.
دغه خبرې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي و چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ له خپلې دندې استعفا کړې.
د ښاغلي بلینکن د څرګندونو له مخې، ټام ویسټ به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ د دفتر مشر وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ په تېرو څلورو کلونو کې د ټام ویسټ د رول ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغه په افغانستان کې د امریکا تګلارې په ښه توګه پلې کړې دي.
