یونېسف: له درې لکه ډېر ماشومان په لبنان کې بې‌ځایه شوي دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په لبنان کې د وسله‌والې جګړې د پراخېدو له امله شاوخوا یو مېلیون کسان بې‌ځایه شوي دي.

دغه سازمان وايي، په دې اړه یې خپل غبرګون ښودلی او د یاد سازمان د ملګرو سره په ګډه له بې‌ځایه شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرستې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، هغه څه ته چې لبناني ماشومان اړتیا لري هغه اوربند دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې پر لبنان د اسراییل هوايي بریدونه دوام لري چې په ترڅ کې يې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اسراییل د هوايي بریدونو په پایله کې د حسن نصرالله په ګډون د حزب الله جګپوړي مشران هم وژل شوي دي.