د ایران ولسمشر: په سیمه کې د کړکېچ پراخېدل د امریکا او اروپا په ګټه نه دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، ایران جګړه او وینه تویېدنه نه غواړي. هغه دارنګه ویلي، چې په سیمه کې د کړکېچ پراخېدل د امریکا او اروپا په ګټه نه دي.

د ایران ولسمشر په دوحه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، که اسراییل د غچ اخیستو هڅه وکړي؛ نو د ایران ځواب به سخت او پیاوړی وي.
هغه وویل، چې ایران جګړه او وینه تویېدنه نه غواړي؛ بلکې په سیمه کې سوله او ټیکاو غواړي.
ښاغلي پزشکیان وویل، چې اسراییل د ایران د مېلمه په وژنې سره تاوتریخوالی پیل کړ.
د تېرې سې شنبې په ورځ ایران په اسراییل څه باندې ۲۰۰ بالسټیک توغندي وتوغول، چې ایران دغه برید د اسراییل له‌خوا د اسماعیل هنیه او د حسن نصرالله د وژل کېدو غچ یاد کړی دی.