• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترېش: د ایران له‌خوا برېدونه د فلسطین د خلکو رنځ نه دوا کوي

۱۲ تله ۱۴۰۳ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ایران له لورې پر اسراییل د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د ایران له‌خوا د فلسطین د خلکو په ملاتړ دغه ډول بریدونه د فلسطینیانو رنځ نه کموي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۱۱مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران له لوري پر اسراییل توغندیز بریدونه سخت وغندل.نوموړي وویل:« تېره ورځ ایران د اسراییل پر لور شاوخوا ۲۰۰ بالستیک توغندي وتوغول. د اسراییل او اشغال شوې فلسطیني خاورې په مېلیونونو خلک پناه اخیستو ته اړ شوي.»نوموړی وايي، د ایران له لوري دغه ډول بریدونه د فلسطینیانو رنځ نه دوا کوي:« دغه بریدونه په متضاد ډول د فلسطین د خلکو د ملاتړ یا د دوی د رنځ کمولو لپاره هیڅ ګټه نه کوي.»دوه ورځې وړاندې د ایران سپاه پاسداران وویل، چې ۲۰۰ توغندي یې د اسراییل د پوځي ځایونو په نښه کولو لپاره توغولي دي.ایران پر اسراییل دغه برید د حزب الله لبنان ډلې د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په غبرګون ترسره کړی دی.





ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي