• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمن رسنۍ: دوه تنه افغان کډوال پر یوې جرمنۍ نجلۍ د جنسي تېري په تور محاکمه کېږي

۱۸ تله ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۶ GMT+۱

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې دوه افغان کډوالو په فرانکفورټ ښار کې پر یوې تنکۍ جرمنۍ نجلۍ د جنسي تېري په تور محاکمه کېږي. د بلیډ ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه دوه ځوان افغان کډوال پر یوې تنکۍ جرمنۍ نجلۍ د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې په جنسي تېري تورن شوي وو.

د جرمن بلیډ ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې د جرمني د فرانکفورت ښار په سوسینهایم سیمه کې د سینا په نوم یوې جرمنۍ ځوانې نجلۍ چې له ۱۸ کلنۍ څخه یې څو ورځې تېرې شوې وې، د ۲۳ کلن سید سجاد او ۲۲ کلن رامز په نوم دوه افغان کډوالو جنسي تېری کړی.
د راپور له مخې، دغې جرمنۍ نجلۍ لومړی له رامز سره د کتنې د پروګرام له لارې وپېژندل او بیا له سید سجاد سره د شرابو څښلو لپاره د یوه سیند غاړې ته ولاړل.
بیلډ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه نجلۍ چې اوس ۲۱ کلنه ده، په محکمه کې یې شاهدي ورکړه، چې سید سجاد او رامز د ۲۰۲۱ کال د جون په ۱۳مه نېټه د سیند له غاړې څخه د بوټو په لور کش کړه او هلته یې د هغې جامې واېستلې او جنسي تېری یې پرې وکړ.
دغه جرمنۍ نجلۍ په محکمه کې شاهدي ورکړې، چې یادو دوو افغان کډوالو پر نوموړي په زور جنسي تېری کړی دی.
خو دوه تورن افغان کډوال د نجلۍ ادعا ردوي او وايي، هرڅه یې د نجلۍ په خوښه ترسره کړي دي.
د جرمنۍ نجلۍ مدافع وکیل اولریش وارنک وايي، چې د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر میاشت کې یې د دغو دوو افغان کډوالو په وړاندې په محکمه کې قضیه ثبت کړه.
بلیډ ورځپاڼې لیکلي، تمه کېږي چې محکمه به د روان کال د ډسمبر میاشتې په څلورمه د یادې قضیې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
د دغې رسنۍ د راپور له مخې، سید سجاد په ۲۰۱۵ کال کې په جرمني کې مېشت شوی او د برېښنا د کارکوونکي په توګه کار کوي.
نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې د اخ و ډب په یوه قضیه کې هم تورن ثابت شوی.
د دغه راپور له مخې، رامز وزګار دی او د دغه هېواد هیڅ ډول اسناد نه لري.
ویل کېږي، چې رامز دا مهال د خپل مور او پلار سره د لنډمهالې استوګنې جواز سره ژوند کوي.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۳

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي

۴

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول

۵

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه