منظور پښتین: مرکزي حکومت د دښمنۍ اعلان کړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتون قومي جر ګې پر غړو د پاکستاني ځواکونو د برید غبرګون کې ویلي چې امنیتي ځواکونو پر خلکو مستقیمې ډزې کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتون قومي جر ګې پر غړو د پاکستاني ځواکونو د برید غبرګون کې ویلي چې امنیتي ځواکونو پر خلکو مستقیمې ډزې کړې دي.
پښتین پر خپل اېکس لیکلي" موږ پوهېږو چې مرکزي حکومت د دښمنۍ اعلان کړی، خو د خیبرپښتونخوا حکومت د دې ظلم د درولو لپاره پولیسو ته یو یادښت ورکړی چې دا ظلم بس کړي؟ " هغه زیاتوي"نه، بالکل نه، ځکه دوی د پښتنو د وینې تویولو لپاره د جنرالانو خواهش پوره کول غواړي".
پښتین وایي،" یو به حکم ورکوي، بل به یې عملي کوي او بل به غلی وي".
ظاهرا د هغه اشاره پوځ، د خیبر پښتونخوا حکومت او سیاسي ګوندونو ته ده.
هغه د پاکستان پوځ او حکومت مخاطب کړي چې "جنرال عاصم منیر، شهباز شریف، او محسن نقوي، نن په خیبرپښتونخوا کې د بې ګناه پښتنو وینې تویولو تاسې ارام کړئ، یا لا نور هم وینه بهوئ؟".
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي، په نورو ولسوالیو کې هم د جرګې ګډونوالو باندې پولیسو ډزې کړې او د خلکو د راتګ مخه نیسي.
پښتین وایي چې" تېره شپه پوځ او مزدور پولیسو د جرګې په میدان برید وکړ او غوښتل یې هلته وینې تویې کړي، خو موږ د امن د ساتنې لپاره میدان خالي کړ او کله چې دوی ته هیڅ جواز پیدا نه شو، نن یې له میدان څخه لرې پر ناستو ملګرو ډزې پیل کړې او ملګري یې شهید او ټپیان کړل".
د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې نن د پښتون قومي جرګې پر غړو د پاکستان امنیتي ځواکونو په ډزو کې د جرګې درې تنه وژل شوي او ۱۵نور ټپیان دي.


د خیبرپښتونخوا مشر وزیر علي امين ګنډاپور يو ځل بيا اسلام اباد ته د بريد ګواښ کړی او ويلي يې دي، چې که د اسلام اباد د پولیسو مشر لرې نه کړل شي نو "تیار اوسئ د هغه د لرې کولو لپاره اسلام اباد ته درځم."
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ته په خطاب کې علي امين ګنډاپور وويل، د خیبر پښتونخوا څخه پرته هر چیرې چې لاریونونه شوي د فاشیزم په نوم شوي.
هغه زیاته کړې، چې د غونډې پر نه اجازه ورکولو دا لاریونونه له مجبورۍ ترسره کیږي: "زموږ پر غونډو د وسلو بریدونه وشول چې په تاریخ کې یې بله بېلګه نه شته. موږ پولیس او رینجرې شاته پرېخي تر څو ډي چوک ته رسیدلي یوو."
له هغه مهاله چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویانو د عمران خان د خوشې کولو او په اساسي قانون کې د ادلون بدلون راوستو لپاره د لاریونونو ګواښ وکړ؛ نو حکومت پرېکړه وکړه چې د اسلام اباد امنیتي واګې د پولیسو پر ځای پوځ ته وسپاري.
ښاغلي ګنډاپور وويل: "پوځ زموږ دى، له دوى سره شخړه نه لرم، د نيول کېدو وېره نه لرم او په اسلام اباد کې د خیبرپښتونخوا د مشر وزیر دفتر ته له رسېدو وروسته پولیسو برید وکړ."
هغه وویل، چې څلور ساعته د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر دفتر کې پاتې شو، ځان ته یې د موټر غمه وخوړه، څلور ساعته وروسته موټر راورسید او دفتر اشغال شوی و، د دفتر ساتونکي او کارکوونکي هم وهل شوي او ټکول شوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلې ، د اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې له مخې؛ په ځینو ځانګړو حالاتو کې پوځ ته دنده سپارل کېږي چې د پولیسو پر ځای د کورني امنیت د ټینګښت په برخه کې ونډه واخلي.

د طالبانو استخباراتو اړوند وېب سایټ "المرصاد" لیکلي، چې داعش - خراسان ډله غواړي په پاکستان کې د دغه هېواد ضد سیاسي او فعالې څېرې ووژني. په دې لېست کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د بلوڅانو د پیوستون کمېټې مشره ماهرنګ بلوڅ هم شامل دي.
المرصاد د طالبانو ځینو معتبرو او مؤثقو امنیتي سرچینو څخه هغه یو لېست تر لاسه کړی دی، چې د پاکستان له خوا داعش - خراسان ډلې ته ورکړل شوی.
المرصاد د طالب سرچینو په حواله وايي، چې پاکستان غواړي د داعش په وسیله غواړي د دغه هېواد ضد څېرې له منځه یوسي.
په دې لېست کې د منظور پښتین په شمول د پښتون ژغورنې غورځنګ ۷ مخکښ غړي شامل دي.
په دې لېست کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین، د بلوچستان لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مسوول نور باچا، د سِند صوبې لپاره د پي ټي ایم مسول،نور الله ترین او د دې غورځنګ غړي زکیم خان وزیر، قاسم اچکزی، لطیف وزیري او بادشاه پشتین شامل دي.
همداراز په دې لېست کې د ملي ډموکراټیک غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان مخکنی غړی محسن داوړ هم شامل دی.
المرصاد زیاتوي؛ په دې لېست کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند یو شمېر مسوولان هم شامل دي.
په دې ډله کې مفتي کفایت الله، حافظ حمدالله، مفتي صادق، مولوي محمد انوار، مولانا حفیظ الله نظامي، کامران مرتضی هم دي.
د المرصاد د لېست له مخې؛ په بلوچستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د پاکستان پر ضد د بلوڅانو د مظاهرو مخکښه څېره ماهرنګ بلوڅ، سمېع الله او سردار اختر مینګل هم شامل دي.
د دا لمرصاد په وینا؛؛ دغه لېست د روان ٢٠٢٤ کال د جولای په ١٠مه نېټه د داعش له یوې مهمې شبکې څخه تر لاسه شوی.
دوی وايي، په دغه لېست کې په پاکستان کې د داعشيانو لپاره مطلوب اشخاص په نښه شوي.
المرصاد زیاتوي؛ دا لېست له هغې شبکې ترلاسه شوی، چې په دې وروستیو کې د سیمې په کچه د داعشیانو په یوه مهم پټنځي کې د وسلو او مهماتو سره نیول شوې وه.
د پاکستان له اخوا د منظور پښتین د وژل کېدو په اړه د غورځنګ څرګندونې
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی عبدالصمد خان « د تلې ۶مه» په یو ویډيويي پېغام کې د یاد غورځنګ د وروستي دریځ د وړاندې کولو پر مهال د منظور پښتین د وژل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
عبدالصمد خان ویلي وو، چې داسې شواهد یې ترلاسه کړي، چې پاکستان غواړي منظور پښتین له منځه یوسي.
عبدالصمد خان په دې ویډیو پېغام کې ویلي وو: «اوس داسې شواهد لرو چې ریاست «پاکستان» داسې کوښښ کوي، چې زمونږ مشر منظور پښتین ته ځاني نقصان ورسوي او دی له منځه یوسي یا خدا دې نه کوي په شهادت باندې یې ورسوي»
عبدالصمد خان هغه وخت دا هم ویلي وو، چې د یو سفر پر مهال په پاړه چنار کې یوځل د منظور پښتین د وژل کېدو هڅه شوې ده.
دی زیاتوي په دې وروستیو کې د پاکستان استخبارات په دې هڅه کې دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران په نښه کړي.

د بښنې نړيوال سازمان د سويلي اسيا لپاره د سيمه ييزې ادارې مرستيال له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې سملاسي له پښتون ژغورنې غورځنګ بنديزونه لرې کړي.
بابو رام پنټ پر غورځنګ د پاکستان بنديزونه د سوله ييز لاريونوالو په نښه کولو لپاره د ترهګرۍ ضد قوانينو کارول د غونډو پر ازادۍ او پر انساني حقونو تیری بللی دی.
د دې سازمان د سويلي اسيا لپاره د سيمه ييزې ادارې مرستيال بابو رام پنټ ويلي پاکستان د لږکیو توکمونو د سوله ییزو هڅو په مقابل کې ترهګرۍ د قانون په پلي کولو او غيري قانوني کاروني سره په جبري ډول هڅه کوي، چې د رسنیو له لارې بندیزونه زيات کړي او د دا ډول وروسته پاته سيمو د حرکتونو او لاريونونو مخه ونيسي.
نوموړی پښتون ژغورنې غورځنګ د بشري حقونو په پام کې نيولو سره يو سوله ييز غورځنګ بولي او زياتوي، چې له ډېرې مودې راهیسې دا غورځنګیان د پاکستاني چارواکو له خوا ځورول کيږي.
بابو رام پنټ د پاکستان له حکومت غوښتنه وکړه، چې پر سوله ييزو لاريونو، غونډو او حرکتونو بنديزونو ته د پای ټکی کيږدي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په داسې وخت کې پر دغه غورځنګ بندیز لګولی، چې ټاکل شوې د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قامي جرګې کوربه توب وکړي.
د دې جرګې ویاند افغانستان انټرنېشنال ته وویل چې په جرګه کې ېې د ګډون لپاره شاوخوا دېرش زره کسانو ته یې بلنلیکونه استولي دي.
څو ورځي وړاندي د بښنې نړیوال سازمان په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز او د تحریک انصاف ډلې د مظاهرو د مخنیوي لپاره د سړکونو بندول هم غندلي وه.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه ليکلي وه:« په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د مخابراتي شبکو او انټرنېټ بندول د بیان ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي حق او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي.»

د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د ځینې نیول شویو افغانانو له قوله ادعا کړې، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند لاریونوالو ته پيسې ور کړې او هغوی یې تاوتريخوالي ته هڅولي دي. پاکستاني چارواکو په تاوتريخوالي او ګډوډۍ کې د ښکيلو کسانو په وړاندې د سختو اقداماتو خبر ور کړی.
ايکسپريس ټريبون په زندانونو کې له هغو افغانانو سره مرکې کړې، چې د دوی په وينا په دې وروستيو کې یې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند لاريون کې ګډون کړی او د تاوتريخوالي پرمهال نیول شوي دي.
د خیال ګل په نوم يوه زنداني ويلي، د پاکستان تحریک انصاف په لاريون او تاوتريخوالي کې د ګدون لپاره ۲ زره کالدارې ورکولې.
هغه ویلي: «د پاکستان تحریک انصاف مشران وتښتېدل او موږ پوليسو ونيولو.»
په دې تور نورو نیول شویو زندانیانو ويلي، چې لا یې هم په لاريون کې د ګډون پېسې نه دي تر لاسه کړې او په خپلو کړونو پښېمان دي.
زندانیانو له نورو افغانانو غوښتي: «مونږ په خپلو افغان وروڼو غږ کوو، چې په هیڅ ډول تاوتریخوالی کې برخه وا نه خلي.»
تر اوسه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ويلي.
د پاکستان ایکسپرېس تريبون په خپل دې خبر کې لیکلي، چې پاکستاني چارواکو په ګډوډۍ او تاوتریخوالي کې د ښکيلو کسانو په وړاندي د سخت قانوني چلند خبره کړې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شنبې په ورځ ويلي وه، چې اسلام اباد ته نژدې په یو لاریون کې، د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان له پلویانو سره په نښتو کې تر ۸۰ زیات پولیس ټپیان شوي.
د اکټوبر په څلورمه د اسلام اباد په ډي چوک کې د تحریک انصاف ګوند د احتجاج په لړ کې د عمران خان په ضد پنځه نورې مقدمې درج کړل شوې او د اسلام اباد په بېلابېلو تاڼو کې د ډي چوک احتجاج اړوند د سلګونو کسانو پر ضد قضیې ثبت شوې دي.
د ډېریو دغو کسانو د هویت په اړه لا هم څه نه دي ویل شوي.
تر احتجاج وړاندې هم د پاکستان حکومت د اسلام اباد ګڼې لارې او سړکونه د کانټینرونو په اېښودلو سره تړلي وې.

د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې ۴۶ زره او ۳۱۹ ملکي وګړي، له ۸۶ زره زیات امنیتي ځواکونه او له ۹۰ زرو زیات طالبان، داعش، حزب اسلامي او نور وسله وال په مخامخ جګړو، بریدونو او چاودنو کې وژل شوي دي.
د اکټوبر اوومه نېټه پر افغانستان د متحده ایالاتو د برید له ۲۴مې کالیزې سره برابره ده، چې طالبان یې د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ګڼي او د متحده ایالاتو پوځي جنرالان یې په غونډو او بحثونو کې تجربې او خاطرې شریکوي.
دا ورځ د یوې شل کلنې جګړې پیل و، چې پای یې هم د افغانانو لپاره خورا غموونکی و.
ایا متحده ایالاتو په دغه شل کلنه جګړه کې هغه څه ترلاسه کړل، چې د هغو لپاره یې په لسګونو زره پوځیان افغانستان ته ولېږل او دوه تریلیونه ډالره لګښت یې وکړ؟
ګڼ امریکايي جنرالان او د ددغه هېواد سیاسي محافل د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان نه د متحده ایالاتو وتل د خپل شل کلن جګړه ییز ماموریت او د جګړې د روایت د تثبیت لپاره نه جبرانیدونکې ستراتیژیکه تېروتنه ګڼي.
جنرال کنت مکنزي، چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر یې مدیریت کاوه، په دې باور دی، چې دغسې وتل یوه تېروتنه وه او نه یوازې دا چې القاعدې او داعش وسله والو ډلو ته یې د خپلو وړتیاوو د بېرته رغونې فرصت ورکړ، بلکې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په څېر دېکتاتوران یې زړور کړل چې وروسته پر اوکراین برید وکړي.
د متحده ایالاتو شل کلنه جګړه پای ته رسېدلې، خو هلته افغانستان لاهم له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د افغانستان انټرنشنل رپوټونه ښيي، چې د القاعدې په څېر وسله والې جنګیالۍ ډلې بېرته خپلو زړو سنګرونو ته را ستنې شوې او لاهم د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره بالقوه ګواښ دي.
دې مسالې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د شل کلن حضور د اهدافو او ګټې په تړاو ، چې د لسګونو زره ملکي او پوځي تلفاتو او میلیاردونو ډالره لګښتونو په بیه تمام شوی، پوښتنې را ټوکولې دي.
د متحده ایالاتو کورني سیاست او په نویو نړیوالو معادلاتو او شخړو کې د واشنګټن ښکیلتیاو د کابل پر لور د لویدیځ پاملرنه کمه کړې، خو طالبانو ته یې وخت ورکړی چې د نړۍوالې ټولنې دغه بوختیاوې د ځان لپاره فرصت وګڼي.

ملکيان؛ نرم هدف
افغان ملکي وګړي، چې ډېر وخت د ترهګرۍ او ترهګرۍ ضد جګړې اصلي اهداف ګرځېدلي، د دغې جګړې د روایت له پیل او پایه ترخې خاطرې لري.
د جګړې د لګښتونو پروژې د پلټنو له مخې، د افغانستان په شل کلنې جګړې کې ۴۶ زره او ۳۱۹ ملکي کسان د مستقیمو بریدونو له لارې وژل شوي دي.
د اوپسالا د شخړې د معلوماتو پروژه د دې جګړې د ټولو تلفاتو شمېر ۲۱۲ زره او ۱۹۱ تنه ښيي.
د دې پروژې د شمېرو له مخې، د متحده ایالاتو او ناټو په ترهګرۍ ضد جګړه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په افغانستان او پاکستان کې ۲۴۳ زره کسان وژل شوي، چې ۷۰ زره یې په مستقیم ډول په نښه شوي.
رحیم الله چې د کابل په زنبق څلولارې کې د طالبانو له ځانمرګي بریده روغ وتلی و، د هغې پېښې ترخې شیبې ور یادوي.
هغه وايي: « زه د وزیر اکبرخان په ۱۵ سړک کې وم، چې ټانکر وچاودېد او ټوله سیمه له دود ډکه شوه. په سیمه کې هره خوا د بې ګناه خلکو مړي پراته وو».
دغه برید چې ټانکر پکې کارول شوی و، ولسمشرۍ او سپیدار ماڼۍ ته نږدې په زنبق څلور لارې کې ترسره شو.
په برید کې تر اتیا زیات کسان مړه او تر ۳۰۰ نور ټپیان شول.
د هغه په باور، دی نه پوهیږي چې متحده ایالاتو په افغانستان کې څه غوښتل، ځکه اوس بېرته د دوه زرم کال وضعیت حاکم دی.
له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۹ کال پورې د ملکي مرګ ژوبلې دګراف د صعود نقطې ډېرې دي.
په ۲۰۱۴ کال کې چې متحده ایالاتو له افغانستان نه په تدریجي ډول د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، طالبانو ځانونه د بې پیلوټه الوتکو له څار او هوايي بمباریو نه خوندي و انګیرل او دې چارې ددې ډلې په قوماندانانو او جنګیالیو کې د ډېرو سیمو د نیولو او نفوذ خپراوي حرص ته وده ورکړه. له ۲۰۱۵ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې د نفوذ او کنټرول جګړې څپې شدیدې شوې او وسله والو ډلو د سولې او پخلاینې خبرو اترو ته له ارزښت ورکولو پرته د قدرت د غځولو هڅې چټکې کړې.
د دې جګړو شدت د ملکي مرګ ژوبلې شمېر هم لوړ کړ او د رپوټونو له مخې، په منځني ډول هرکال درې زره ملکي کسان وژل کېدل.
د واټسن انسټیټیوټ څیړنو له مخې، په دې جګړه کې شپږ امریکايي ملکیان، ۷۴ د رسنیو کارکوونکي، ۴۴۶ د خیرښیګڼې سازمانونو کارکوونکي هم وژل شوي.
په لاندې ګراف کې لیدل کیږي، چې له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۰ کال پورې د ترهګرۍ ضد جګړې او طالبانو د بریدونو په پایله کې ملکي مرګ ژوبله کال پر کال لوړیږي.

امریکايي جنرالانو ، چې په افغانستان کې یې د جګړې قومانده پرغاړه درلوده، په دې اعتراف کړی چې د افغانستان جګړه د ملت جوړونې او دولت جوړونې لپاره نه وه.
د دې جګړې اصلي هدف د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو له منځه وړل و، چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې او ورته نورو ترهګریزو پېښو مدیریت یې کاوه.
د امریکايي سرتېرو لپاره د جګړې هدف او د متحده ایالاتو خوندیتوب تر نورو هغو لوړ ارزښت و. په دې جګړه کې شاوخوا دوه زره ۳۲۴ امریکايي پوځیان او د هغوی درې زره او ۹۱۷ قراردادي سرتېري چې ددوی د تدارکاتو مسوولیت یې برغاړه درلود، ووژل شول.
د امریکا د متحدانو او ناټو لپاره هم دا جګړه د ۱۱۴۴ سرتېرو په بیه تمامه شوه، خو له دې سره سره تر اوسه د جګړې د روایت د تثبیت لپاره اصلي پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړل شوی.

د جمهوري نظام امنیتي ځواکونه
په نړۍوالو متحدانو متکي یو ارماني ځواک د دې جګړې تر ټولو ازاروونکی او غمجن داستان لري. دا د افغان امنیتي ځواکونو داستان دی، چې د جګړې تر ټولو ستر بار او د ډګر د پرېښودو پیغور دواړه په اوږو وړي.
په ځانګړې توګه په ۲۰۱۴او ۲۰۲۱ کال کې چې یو خوا دغو ځواکونو ته د مسوولیتونو د لېږد بهیر، هغوی د جګړې لومړۍ کرښې ته سوق کړل او بل پلو د جګړې په ډګر کې یوازې پرېښودل شول.
دغو ځواکونو په تېرو دوه لسیزو کې تر ۸۰ زرو ډېر امنیتي سرتېري او پولیس له لاسه ورکړل، خو له دې سرښندنو سره - سره د جګړې پای د دوی لپاره خورا غموونکی و.
د افغانستان انټرنشنل د یو څېړنیز راپور له مخې، د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر میاشتې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۱۵مې نېټې پورې په افغانستان کې د جمهوري دولت څه باندې ۸۶ زره سرتېري، استخباراتي کارکوونکي او ملاتړي وسله وال وژل شوي، ۱۱۱زره ۴۸۱ ټپیان شوي او لس زره ۸۵۴ کسان معلول شوي دي.

دا مرګ ژوبله په مخامخ جګړو، ځانمرګو او چریکي بریدونو او د سړک غاړې بمونو په چاودنو کې رامنځته شوې ده.
له دې سره، یو شمېر بهرنیو بنسټونو لکه یوناما، کورنیو څېړنیزو مرکزونو، یو شمېر پوهنتونونو او رسنیو د افغانستان د جګړې د مرګ ژوبلې شمېرې په ګوته کړې، خو د اکثرو ترمنځ یې توپیر شته او د دی لامل هم اصلي معلوماتو او ماخذونو ته کم لاسرسی دی.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د دفاع او کورنیو چارو وزراتونو، د ملي امنیت ریاست او د جمهوري دولت د ملي امنیت شورا د توحید د مرکز شمېرې ښیي، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۳۱ زره ۷۲۲د ملي پوځ سرتېري وژل شوي، څه باندې ۴۴ زره ټپیان شوي او څلور زره او ۳۲۱ معلول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت اړوند ملي پولیس، سرحدي پولیس، عامه نظم، سیمه ییز پولیس او د چټک غبرګون ۴۵ زره ۲۶۲ سرتېري وژل شوي، څه باندې ۵۶ زره ټپیان شوي او شپږ زره ۲۱۶ معلول شوي دي.
د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د ملي امنیت ادارې اړوند ۹ زره ۵۱استخباراتي کارکوونکي، سرتېري او د ملي امنیت په مرسته پاڅون کوونکي وژل شوي، ۱۱زره ۳۷۱ ټپیان شوي او ۳۱۷ کسان معلول دي. د جمهوري دولت د توحید مرکز د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د صفري قطعاتو له جوړېدو څخه د دولت تر سقوط پورې ۴۳۲ د صفري قطعاتو سرتېري چې د امریکا په مستقیمه مالي او تخنیکي مرسته سمبال وو، وژل شوي او ۳۱۲ټپیان شوي.
سره له دې چې د مخالفو وسله والو، چې طالبان، پاکستاني جنګیالي، داعش، القاعده او د اسلامي حزب جنګیالیو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي وړاندې شوي، د خپرو شویو رپوټونو د مقایسې پربنسټ، د طالبانو تر کنټرول لاندې د شهیدانو او معلولانو وزارت د شمېرو او د جمهوري دولت د امنیت شورا د رپوټونو په استناد، شاوخوا ۹۰ زره د جمهوري دولت مخالف وسله وال وژل شوي.
د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې یوازې د افغان طالبانو د وژل شویو جنګیالیو شمېر شاوخوا۵۳ زره تنه ښودل کیږي.
خو د دوی لپاره دغه مرګ ژوبله ډېره غموونکې نه ده، ځکه کابل اوس د دوی په لاس کې دی.
دې مرګ ژوبلې ته په کتو، افغانان دا پوښتنه خپل حق ګڼي، چې د اکتوبر پر اوومه د جګړې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو مخکینی روایت ولې د جګړې په پای کې تغییر وخوړ او د سولې خبرو اترو په جریان کې کابل او ولایتونه یو په بل پسې د طالبانو ډلې لاسونو ته ولوېدل.