عباس ستانکزی: پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات نه لري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، چې پاکستان سیاسي، اقتصادي او ان امنیتي ثبات نه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، چې پاکستان سیاسي، اقتصادي او ان امنیتي ثبات نه لري.
نوموړي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې په پاکستان کې اوسمهال داسې وضعیت روان دی، چې تر دې وړاندې د شورویانو او امریکایانو له راتګ سره په افغانستان کې و.
د نوموړي په خبره، افغان سوداګرو په وار وار شکایت کړی چې پاکستان د افغانستان د سوداګریزو توکو پرمخ خپلې لارې بندې کړي دي.
عباس ستانکزی دغه راز زیاتوي، چې پاکستان له څه باندې دوو میاشتو راهیسې خپل سرحدونه بند کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغان سوداګرو له قوله وایي: «پاکستان زمونږ سبزیو، تازه او وچې مېوو ته اجازه نه ورکوي او که اجازه هم ورکړي له تورخم څخه تر واګه پورې پولیس له افغان سوداګرو غلاوې کوي.»
عباس ستانکزی وایي، چې پاکستان د افغانستان د تازه مېوو په وخت کې خپل سرحدونه بندوي.
د نوموړي په وینا، له افغان سوداګرو سره د پاکستان دغه چلند د دواړو هېوادو په زیان دی او پاکستان هغه مالیه چې له افغان سوداګرو اخلي، هغه له لاسه ورکوي.
ښاغلی ستانکزی د پاکستان له حکومته غواړي، چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ و راتګ د لارو په بندېدو سره د پاکستان په بېلابېلو مارکېټونو کې د تازه مېوو او سبزیو بیې لوړېږي او په افغانستان کې یې بیې په بې مخینې توګه راټیټې کړي دي.
په دې شپو او ورځو کې چې د افغانستان د انګورو، خټکیو، مڼو، شفتالو، زردالو او نورو مېوو موسم دی، د پاکستان مارکېټونو ته نه رسېږي او هغه مېوې او سبزۍ چې له تورخم پرته بیا په نورو لارو دغه هېواد ته وړل کېږي، د کرایې د زیاتوالي له امله یې بیې هم زیاتېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره امنیتي ستونزې زیاتې شوي، اقتصادي وضعیت خراب شوی او د بېلابېلو قومونو د اعتراضونو له امله سیاسي وضعیت هم ترینګلی شوی دی.


د ۲۰۲۴ کال د لوږې د نوي نړیوال نوملړ د نوي رپوټ له مخې، افغانستان د ۳۰.۸ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۱۲۷ هېوادونو په منځ کې ۱۱۶م ځای خپل کړی دی. افغانستان تېر کال په دې لېست کې د ۳۰.۶ نمرو په لرلو سره ۱۱۴م ځای درلود او د سږ کال په ارزونه کې دوه درجې نور هم راښکته شوی دی.
د دغه راپور له مخې، د افغانستان ۳۰،۴ سلنه وګړي په خوارځواکۍ اخته دي او په دغه هېواد کې ۵،۸ سلنه ماشومان تر پنځه کلنۍ مخکې مري.
د راپور له مخې، په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۴۴،۶ سلنه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کلونو کم دی د خپل عمر په پرتله ټیټ قد لري. په دې ارزونه کې ویل شوي چې د ماشومانو لنډ قد د دوی اوږدمهاله خوارځواکي په ګوته کوي.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې ۳،۶ سلنه ماشومان د قد په پرتله کم وزن لري او دا کار د شدیدې خوارځواکۍ له امله دی.
د لوږې نړیوال نوملړ د راپور له مخې، په افغانستان کې ۵.۸ سلنه ماشومان د ناکافي تغذيې او په غیر صحي چاپیریال کې د ژوند کولو له امله تر پنځو کلونو مخکې مري.
دغه راپور د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان او ۳۵ نورو هېوادونو کې د لوږې وضعیت "جدي" بللی.
تېر کال افغانستان د ۳۰،۶ نمرو په لرلو سره په دغه لېست کې ۱۱۴ مقام درلود او سږ کال د ۱۱۶ مقام په ترلاسه کولو سره په دغه هېواد کې د لوږې کچه لوړه شوې ده.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې بشري ناورین مخ په زیاتېدو دی او د ملګرو ملتونو په وینا دا مهال څه باندې ۲۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ۲۰۲۴ کال د لوږې د نړیوال نوملړ په راپور کې په ۵۱ کمزورو هېوادونو، ۳۷ منځني هېوادونو، ۳۶ جدي هېوادونو او ۶ خطرناکو هېوادونو کې د لوږې وضعیت ارزول شوی دی.
د لوږې نړیوال نوملړ په نړۍ کې د لوږې وضعیت د ۱۸.۳ پوائنټونو په ورکولو سره "متوسط" بللی دی. دا نمرې اته کاله وړاندې ۱۸.۸ وې او په دې توګه په نړۍ کې د لوږې کچه له لږ توپیر سره لوړه شوې ده.
د لوږې نړیوالې ادارې نوې شمېرو ته په اشارې سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا اهدافو ته رسېدل ستونزمن کار دی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په نړۍ کې د لوږې کچه صفر ته راټیټه کړي.
په راپور کې ویل شوي، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په نړۍ کې د لوږې د کمولو په برخه کې لږ پرمختګ شوی دی.
د دې کال په لست کې بیلاروس په نړۍ کې د لوږې تر ټولو ټیټه کچه لري، چې د پنځو امیتاز څخه کم دی. برونډي او جنوبي سوډان د لوږې د "خطرناکه" کچې په توګه طبقه بندي شوي، د ۲۵ څخه تر ۴۹.۹ پورې نمرې لري.
د لوږې نړیوال نوملړ نړۍ کې د اروپا د غیر دولتي سازمانونو له خوا چمتو شوی او پایلې یې د هر کال په اکتوبر میاشت کې په یو راپور کې خپریږي.

د پښتنو په وروستي درې سوه کلن تاریخ کې لومړی ځل دی، چې په لویه پیمانه د مختلفو فکرونو لرونکې پښتنې او پښتانه په یوه میدان کې جرګه کیږي او د خپل ورځني کړاو کیسه کوي او په اړه یې تصمیم نیسي.
په دې جرګه کې د پړ او مړ د کیسې روایت معلوم شو، دا روښانه شوه، چې پښتانه له چا ضرر لیدلی، ولې وژل شوي؟ او ولې بې کوره شوي دي؟
د یاد روایت د نه ایجاد په تړاو د پاکستان حکومت په خپل ټول قوت د ممنوعیت منډې ترړې ووهلې؛ خو لکه چې وايي، د ولس زور د خدای زور دی، پاکستان مجبور شو، چې د جرګې د نه کېدا په تړاو خپله فیصله بېرته واخلي.
جرګه سره له لویه کړاوه جوړه شوه، پښتنې او پښتانه په یو ټغر راټول شول او د خپل تېره کیسه یې وکړه، د روان حالت شرحه یې بیان کړه او د راتلونکي په تړاو یې بحثونه پیل کړل.
د جرګې محورونه
په دغه جرګه کې په څو اساسي او فرعي محورونو بحث شوی او لا هم روان دی، چې د جرګې د بحث اساسي محور پښتنو ته د اوښتو زیانونو بحث دی، چې په ډېر تفصیل پر بحث وشو.
پښتنو ته اوښتي ځاني او مادي زیان:
جرګه والو وویل، چې تر دې مهاله شا و خوا ۷۶ زره او ۵۸۴ پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي، ۵،۷ میلیونه خلک بې کوره شوي او ۶ زره او ۷۰۰ کسان لادرکه دي.
د پښتنو پر ۲۰۰ جوماتونو چاودنې شوي، یو زرو او ۷۳۸ پښتانه مشران وژل شوي او اووه زره او ۵۳۸ پښتانه د ځمکنیو ماینونو د چاودنو له امله معلول شوي دي.
په پښتنو سیمو کې ۹ زره او ۲۲۷ لویې چاودنې شوي او وايي، چې د پولیو کمپاین پر مهال د پولیو د ډلې ۲۱۳ پښتنې کمپاینرانې وژل شوي.
همداراز یوازې په وزیرستان کې ۲ زره دیني علما وژل شوي دي.
د پښتنو ۳۶ مارکیټونه ویجاړ شوي چې د هغو له ډلې ۱۱ مارکیټونو ودانۍ په بشپړه ټوګه له خاورو سره خاورې شوي.له کویټې څخه تر سوات پورې د پښتنو یو میلیون جریبه ځمکه غضب شوې ده.
همدا راز تر اوسه ۲۲ زره داسې کسان په زندانونو کې اچول شوي، چې جرم یې لا معلوم نه دی.
د ۲ لکه ۱۷ زره پښتنو شناختي کارډونه بلاک شوي دي او تر اوسه په جګړه کې ۲۳ لکه پښتانه ټپیان شوي دي.
پورته ارقام په پښتونخوا کې پښتنو ته د اوښتو زیانونو یو کوچنی لېست دی، چې په جرګه کې د یو اساسي محور په توګه مطرح شو.
جرګه پښتنو ته د اوښتو زیانونو لومړی مسوول د پاکستان پوځ یادوي.
ترهګرې او نیابتي ډلې:
دویم بحث د پښتنو پر سیمه د ترهګرۍ د تپل کېدو، نیابتي ډلو ایجاد او په دې چارو کې د پاکستان د پوځ د مستقیم ملاتړ دی، چې د جرګې برخوالو په خپلو ویناو او همداراز بحثونو کې پرې خبرې کړې دي.
د نیابتي ډلو په تړاو د جرګې کلي نظر او ادعا دا ده، چې د پاکستان پوځ د نیابتي او ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي او باید د دغو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
جرګه وال وايي، چې په پښتنو سیمو کې د ناامنۍ علت د پاکستان پوځ او د دغه پوځ نیابتي ډلې دي.
منظور پښتین هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې په قبایلي سیمو کې باید د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ته شپیته ورځې وخت ورکړل شي، چې له دغه سیمو ووځي او دغه سیمې پرېږدي.
جرګه وال ټي ټي پي د پاکستاني پوځ یوه نیابتي ډله بولي چې په سیمه کې یې ناامنۍ ته په لوی لاس زمینه برابره کړې ده.
دا روایت د پښتون ژغورنې غورځنګ په هغه شعار کې چې اوس د جرګې شعار هم ګرځېدلی دی، چې وايي: “د ترهګرۍ تر شاه د پوځ لاس دی” هم جوت تر سترګو کیږي.
د ورکو پښتنو لټون:
په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې نېږدې شپږ زره پښتانه تری تم دي، د دغې جرګې ګڼ غړو د خپلو ورکو شویو عزیزانو تصویرونه له ځانه سره جرګې ته راوړي او د خپلو عزیزانو د پېدا کېدا غوښتنه کوي.
جرګه وال بیا د پښتنو د ورکېدا، بې لامله زنداني کېدا او شکنجه کېدا ټوله پړه د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارې ور اچوي او دا مساله د جرګې د ټولو کمېټو د بحث یو اساسي محور دی.
پر خپلو وسایلو خپل اختیار:
جرګه وال په دې باور لري، چې په خیبر پښتونخوا کې پښتانه پر خپلو وسایلو خپل اختیار نه لري او د پښتنو امکانات پنجاب مصرفوي.
اوبه او برېښنا د پښتونخوا او پښتنو اړوند ده، خو اختیار یې د پنجاب په لاس کې دی. د پښتنو کورونه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ ساعته برېښنا نه لري، فابریکې یې د نه برېښنا له امله تړل شوي، خو په پنجاب کې کورنۍ ۲۴ ساعته برېښنا لري او فابریکې یې هم د پښتنو پر برېښنا روانې دي.
پښتونخوا له اقتصادي رکود سره مخ ده، خو پنجاب ورځ تر بلې پیاوړی کېدونکی دی.
د پښتنو د قومي جرګې د جرګه والو یو مهم بحث دا دی، چې پر خپلو وسایلو خپل اختیار تر لاسه کړي او له خپلو امکاناتو لومړی خپله استفاده وکړي او که امکانات زیات شول نورو صوبو ته یې ورکړي.
خپلواک سیاسي هویت:
د جرګې یو مهم بحث په سیاسي پرېکړو او مسایلو کې د پښتون محورۍ پر بنسټ ونډه ده. جرګه وال خواشیني دي، چې د پښتونخوا پښتانه هغه ډول سیاسي هویت نه لري؛ کوم چې یو پنجابی یا سندی لري.
که څه هم خنډونه زیات دي، خو د سیاسي هویت د بېرته تر لاسه کولو په پار لومړۍ غوښتنه له دوی سره د سیاسي تبعیضي چلند ختمېدل او د یوه ښار ونډي په توګه ورته په ارزښت قایلېدل دي، خو که دا چاره نه ترسره کیږي، چې پښتانه د یوه خپلواک سټیټ په توګه په راتلونکي کې د خپل بېرغ د پورته کېدا ګواښ هم کوي.
د درېیم بدیل په توګه جرګه وال د لوی افغانستان ناره هم پورته کوي، چې وروستیو دوو مسالو د پاکستان حکومت ته د تجزیې فکر غښتلی کړی دی.
دا هغه اساسي مساله ده، چې د پاکستان اسټبلیشمینټ یې د جرګې د پرېکړو په تړاو اندېښمن کړی او هڅه کوي، چې په یو نه یو ډول د جرګې په پرېکړو کې دخیل شي.
فرهنګي هویت:
د جرګې د بحث یو محور د پښتنو د فرهنګي هویت خوندیتوب دی، چې له مخې یې پښتانه پر خپلې ژبې د زده کړو حق غواړي، په نصاب کې د پښتنو مشاهیرو د ځای پر ځای کېدو غوښتنه لري او پاکستاني نصاب جعلي او تپل شوی فکر بولي.
په پښتونخوا کې له پښتنو قامپالو سره یوه وېره دا ده، چې دوی له فرهنګي فقدان سره مخ کېدونکي دي او دا چاره په اوږدمهال کې د دوی پښتونواله په پاکستانواله بدلوي.
که څه هم نېږدې لس کاله وړاندې د پاکستاني کېدو پروسه په چټکۍ روانه وه، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ له ایجاد سره سم، دا پروسه ټکنۍ او بیا د پښتونولۍ د تفکر د ایجاد پروسه چټکه شوه.
د لر او بر یو افغان روایت پیاوړی شو، پر خپلې خاورې د خپل اختیار ناره غښتلې شوه او د نشنالیزم پر بنسټ د فرهنګي هویت د خوندیتابه بحثونه ایجاد شول.
فرعي محورونه
د پښتنو د قومي جرګې یو شمېر فرعي محورونه هم شته، چې بحثونه پرې شوي او یا به پرې وشي، خو دا کوچني محورونه هم د اساسي محورونو تکمیلوونکي دي.
ښايي یو شمېر حکومت پلوې کړۍ په دولتي ساختار کې پښتنو ته د چوکیو پر ورکړې بحث وکړي، په پوځ کې د پښتنو ونډه وغواړي.
همداراز یو شمېر ډېورنډ مېشتي پر ډېورنډ پوله د پاکستان د سختو اصولو د پلي کولو پر اسانۍ خبرې کوي، د پاسپورټ له حتمي کېدا سرټکوي، د سوداګرۍ پر تضعیف شوي حالت بحث کوي او دې ته ورته ځینې نور کوچني بحثونه هم شوي او یا کېدونکي دي.
د جرګې پرېکړې:
د جرګې په پرېکړه لیک کې د اساسي محورونو په باب پرېکړه حتمي ده او د معلوماتو له مخې د جرګې یوه پرېکړه دا ده، چې پاکستانی پوځ او ټي ټي پي له قبایلي سیمو او سوات څخه ووځي.
د ترهګرۍ او نیابتي ډلو په تړاو پرېکړه به په پرېکړه لیک کې په ډېر شدت سره روښانه شي او د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ته به ځانګړې کرښې معلومې شي.
جرګه به پر خپلو وسایلو د خپل اختیار غږ کوي او دا مساله د پښتونخوا او بلوجستان د پښتنو لپاره حیاتي موضوع ده.
دا مساله نه یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره مهمه ده، بلکې ټولو قامپالو او حتا د پاکستان تحریک انصاف ګوند لپاره هم مهمه ده، چې په پرېکړه لیک کې به یو غښتلی اړخ وي.
له خپلواک سیاسي هویت څخه بیا د جرګې د غړو تعریف جدا دی، ځکه دا جرګه له مختلفو سیاسي افکارو تشکیله شوې.
د خپلواکې پښتونخوا غوښتونکي، د پاکستان د ایین لاندې ژوند غوښتونکي او د لوی افغانستان غوښتونکي افکار د دغې جرګې درې مهمې برخې دي، خو د پاکستان تر ایین لاندې ژوند غوښتونکو شمېر زیات دی.
په دې تړاو ښايي د جرګې پرېکړه لیک کې بحث یو څه له جنجاله ډک وي.
همداراز د فرهنګي هویت د خوندیتابه پرېکړه په بحث کې شامله ده، خو دا چې په پرېکړه لیک کې په څومره شدت سره راپورته کیږي، په پرېکړه لیک کې به روښانه شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

سویسي رسنیو راپور ورکړی، چې دغه هېواد دوه «جدي مجرم» افغان کډوال و اېستل. له ۲۰۱۹ کال وروسته دا لومړی ځل دی چې سویس افغان کډوال له خپلې خاورې باسي. د سویس چارواکو دغه دوه کسان «جدي مجرمان» او د هیواد داخلي امنیت ته ګواښ بللي دي.
د سویس کيستون ايس ډي اې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د سویس حکومت هر یو پناه غوښتونکي ته د جیب خرڅ په ډول ۵۰۰ سویسي فرانک (شاوخوا ۵۸۳ ډالر) ورکړي.
سویسي رسنیو د دغو دوو کډوالو د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
د سویس د کډوالۍ د دفتر مرستیال وینچنزو ماچیولي رسنیو ته وویل، چې هیواد به یې ډیر ژر نور [مجرم] کډوال هم وباسي.
د سویس جرمني ژبې اونیزې، چې مخکې یې د دغو کډوالو د ایستلو خبر ورکړی و لیکلي، چې لږ تر لږه ۱۳ نور «جدي مجرم» افغان پناه غوښتونکي په سویس کې میشت دي.
تېره میاشت جرمني هم ۲۸ «مجرم» افغان کډوال په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته واستول او ویل کیږي یوه بله الوتنه هم په نږدې راتلونکې کې په پام کې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په سرپل ولایت کې د بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره ۱۱۴ دایمي سرپناوې جوړوي. یاد سازمان ډاډ ورکړی، چې دغه سرپناوې به د ژمي د سړې هوا له رارسېدو مخکې بې ځایه شویو ته د خونديتوب او تودوخې زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۲ مه) له مرستو څخه د يوې ګټې اخستونکې نوريه له قوله ليکلي: « دا سرپناه زموږ لپاره د معجزې په څېر ده او زموږ ژوند ډېر اسانه کوي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د دغو کوډلو د اسانتیاوو او ډول په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي يې دي، چې د بې ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د سرپناوو په جوړولو کې ورسره ایچرو «اې سي ایچ ار او» موسسه همکاري کوي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۹ مه) د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي و، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو په کډوالو کې رواني ناروغۍ او فشار ډېر کړي دي.
دغه سازمان وايي، له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي افغان کډوال له اسانتیاوو پرته هېواد ته راستنېږي او له سختو شرایطو سره مخ دي.

«د ګرونوالډ د پولیسو مرستیال یورګ ګرینر وايي، سره له دې چې پر افغان کونسلګرۍ ګڼه ګوڼه ډېره شوې، خو تراوسه د کومې ناوړه پېښې رپوټ نه دی ورکړل شوی». د جرمني د مونشن ایالت په ګرونوالډ شنه سیمه کې پر افغان کونسلګرۍ د افغان پاسپورټ اخستونکو ګڼه ګوڼې د سیمې خلک اندېښمن کړي دي.
د سیمې خلکو وړمه ورځ په یوه غونډه کې په دې شنه سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه او د کثافاتو ستونزه اندېښمنوونکي بللي. د ګرونوالډ د پولیسو مرستیال یورګ ګرینر وايي، سره له دې چې پر افغان قونسلګرۍ ګڼه ګوڼه ډېره شوې، خو تراوسه د کومې ناوړه پېښې رپوټ نه دی ورکړل شوی.
د مونشن ټاګیس ورځپاڼه وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په اروپا کې د افغانستان ډیری استازولیو خپل رسمیت له لاسه ورکړی دی.
د مونشن کونسلګري یوازې د جرمني په دوو ایالتونو بایرن او بادن وورتېمبرګ ایالتونو کې میشتو افغانانو ته خدمتونه وړاندې کوي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له اعلان وروسته چې د نورو کونسلګریو او سفارتونو اسناد یې بې اعتباره اعلان کړل، دې کونسلګرۍ ته پر جرمني سربېره له اتریش، سویټزرلنډ او نورو اروپايي هېوادونو هم افغانان راځي.
ګرینر، چې په دې وروستیو کې یې په مونشن کې د افغان قونسلګرۍ له چارواکو سره له نږدې لیدلي، وايي« په کونسلګرۍ کې ګڼه ګوڼه پاموړ ډېره شوې ده. ». هغه وايي، قونسلګري له عملیاتي ستونزو سره لاس او ګریوان ده او هڅه کوي د مراجعانو شمېر کم شي.
د مونشن کونسلګري افغانانو ته د پاسپورټونو د ورکړې، تمدید او نکاح خط په څېرکنسولي خدمتونه وړاندې کوي، خو لوژستیکي ننګونو لکه د موټرو د پارک کولو ځای کموالي او روغتیايي اندېښنو سیمه ییز چارواکي دې ته اړ کړي، چې د کونسلګرۍ وضعیت له نږدې وڅاري.
ګرینر د سیمې د خلکو اندېښنو ته په ځواب کې وویل: « موږ له مسایلو خبر یو او له کونسلګرۍ سره د خبرو اترو په حال کې یو څو امنیت او عامه نظم خوندي شي».
د کونسلګرۍ چارواکو ژمنه کړې، چې د سیمې د خلکو اندېښنې په پام کې ونیسي او د کثافاتو ستونزې ته رسیده ګي وکړي.