له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان: د رسنیزو فعالیتونو محدودول د باور ناورین رامنځ ته کوي

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په میدان وردګ او تخار ولایتونو کې د طالبانو له خوا په رسنیو کې د انځور او ویډیوګانو په خپرولو بندیزونه غندي او وایي، چې د دغې ډلې له خوا د خبریالانو وېرول او د رسنیزو فعالیتونو محدودول د باور ناورین رامنځته کوي.