• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان استازی: د افغانستان د کډوالۍ ستونزه باید له ریښې حل شي

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ میلیونه افغانانو هېواد پرېښی او دا ستونزه باید له ریښې حل شي.

نصیر احمد اندېشه دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د اجراییوي کمیټې ۷۵مه ناسته پیل شوې.

نوموړي پر اېکس خولاه رسنۍ خپور کړي پیغام کې زیاته کړې، چې د افغانستان د کډوالو او بې ځایه شویو حالت د نړۍ یو له جدي ننګونو څخه دی.
ښاغلي اندېشه دغه راز ویلي، چې دا شمېر د بشریت په تاریخ کې یوه له لویو ډله‌ییزو کډوالیو څخه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان هم څه موده مخکې ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپلې خاورې وتلي دي.
دغه سازمان زیاته کړې وه، چې یو میلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې ده او ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
د راپورونو له مخې، ډېری افغانانو د امنیتي ګواښونو او په افغانستان کې د وزګارتیا د زیاتېدو له امله هېواد پرېښی دی.
اخوا، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا تېره ورځ وویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته شپږ لکه او ۴۰ زره کډوال بېرته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په خبره، دا کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو څخه راستانه شوي دي.
یادو هېوادونو ته ډېری افغانان بیا په غیر قانوني توګه سفر کوي، چې بېرته بیا له دې هېوادونو څخه تر نیول کېدو وروسته اېستل کېږي.

ډېر لیدل شوي

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده
۱

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۲

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۳

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۴

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۵

هبت‌الله اخوندزاده د پولیسو روغتونونو ته د محتسبانو او کورنیو د «امتیازي درملنې» امر کړی