د نړۍ د افسانوي سوک وهوونکي محمد علي کلي مېرمن په افغانستان کې یو ورزشي استدیوم جوړوي

د نړۍ د افسانوي سوک وهوونکي محمد علي کلي مېرمن خلیله علي په افغانستان کې یو ورزشي استدیوم جوړوي. د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې مېرمن علي د پنجشنبې په ورځ کابل ته سفر کوي او ټاکل شوې ده، چې د بریا (پیروزي)په نوم یو ورزشي استدیوم جوړ کړي.