کمالا هرېس: دونالډ ټرمپ په زیاتېدونکې توګه بې بندوباره دی
د امریکا د ولسمشر مرستیاله او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډېموکراټانو نوماندې کمالا هرېس یو ځل بیا د جمهوري غوښتونکو پر نوماند ډونالډ ټرمپ نیوکه وکړه او ویې ویل، چې هغه په زیاتېدونکې توګه "بې بندوباره" دی.
کمالا هرېس زیاته کړې، چې د ټرمپ له خوا د اډوالف هېټلر ستاینه چې د هغه د پخواني دستیار له خوا یې معلومات خپاره شوي، خورا خطرناک دي.
وروسته له هغې چې د ټرمپ د دفتر پخواني رییس د پخواني نازي دېکتاتور اډوالف هېټلر څخه د ټرمپ د ستاینې معلومات وړاندې کړل کمالا هرېس نوموړی یو بې بندوباره شخص یاد کړ.
هغې وویل: "دا ډېره د خواشینۍ خبره ده او ډېره خطرناکه ده، چې ټرمپ د شپږو میلیونو یهودیانو او سلګونو زرو امریکایانو قاتل ستایي".
کمالا دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې دیارلس ورځې پاتې دي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ ډونالډ ټرمپ کمالا هرېس یوه تنبله مېرمن یاده کړې وه، چې یوازې د یوې مرکې لپاره یې یوه ورځ رخصتي اخیستې ده.