د یوې څیړنې موندنې: د ټرامپ بریا د جرمني اقتصاد ته سخت زیان رسولی شي

د جرمني اقتصادي موسسې په یو راپور کې لیکلي، چې که د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ واک ته ورسیږي او د امریکا او اروپا ترمنځ سوداګریزه مقابله رامنځ ته کړي، جرمني به لوی زیان سره مخ شي.