په امریکا کې د ټاکنو ورځې په رانږدې کېدو بایډن مخکې تر مخکې خپله رایه وکاروله
د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره خپله رایه ورکړه.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې نوموړي د ډونالډ ټرمپ په وړاندې د ډیموکراټ ګوند نوماندې کمالا هرېس ته رایه ورکړه.
ولسمشر بایډن له یوشمېر امریکایانو سره یوځای د راتلونکې سې شنبې ورځې د رایې ورکولو له ورځې وړاندې یې خپله رایه وکاروله.