• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

معترضې مېرمنې: د طالبانو سره هر ډول تعامل له بشریت ضد جنایت څخه د ملاتړ مانا لري

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۶ GMT+۰

د افغانستان د ځواکمنو مېرمنو او د «ازاده‌ګان» په نامه غورځنګونه وایي، د طالبانو ډلې سره هر ډول تعامل او د دغه «ظالم رژیم» پیاوړي کول چې په هره پلمه وي له بشریت ضد جنایت څخه د ملاتړ په مانا دی.

دغه غورځنګونه وایي:« د طالبانو د امر بالمعروف د وزیر وروستیو څرګندونو سره موږ په دې باوري شو، چې هر ډول محدودیت، خپلسرې نیونه د بشري حقونو او بنسټیزو حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»
دغو دوو غورځنګونو تېره ورځ په اسلام اباد کې د یوې خبري ناستې پرمهال په دې تړاو یو پرېکړه لیک هم صادر کړ.
په دغه پرېکړه لیک کې راغلي، چې دوی د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د مدافعینو په توګه له افغانانو غوښتي، چې د دغې ډلې پر وړاندې یو شي او ملي قیام وکړي.
دغو غورځنګونو له نړۍ غوښتنه کړې، چې نړۍوال منل شوي نورمونه دې د سیاسي لوبو لپاره نه قرباني کوي.
په خبرپاڼه کې دا رنګه راغلي، چې د نړۍ د هغو هېوادونو ملتونه او اتباع چې حکومتونه یې له طالبانو سره ملګري دي او یا له طالبانو سره د اړیکو په لټه کې دي باید پوه شي چې حکومتونه یې طالبانو ته پیسې ورکوي؛ چې په دې توګه د طالبانو په څېر ترهګرې او د تمدن ضد ډلې پیاوړې کېږي.
دغه غورځنګونه وایي:« موږ د نړۍ له بېدارو ولسونو غواړو، چې له خپلو واکمنانو او پالیسي جوړونکو څخه پوښتنه وکړي چې د مرستو ډېرې پیسې د یوې داسې ډلې د پیاوړتیا لپاره کارول کېږي چې د دوی له ارزښتونو، په ځانګړې توګه د بشري حقونو او ښځو له حقونو سره په ټکر کې دي.»
دوی وایي، په تېرو درېیو کالو کې نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو ملاتړ کوونکو په افغانستان کې د هر ډول جنایت پر وړاندې یوازې د خبرپاڼو په خپرولو بسنه کړې ده.
دوی زیاتوي:« له نړۍوالو معتبرو بنسټونو زموږ تمه دا وه، چې د خپلو مسوولیتونو په درک کولو سره، د خبرپاڼو په خپرولو زیانمن نه کړي او له دغه دروند بار ته دې په سمه توګه اوږه ورکړي.»
دوی دا رنګه له نړۍوالو محکمو غوښتي، چې طالب مشران دې د جنګي جنایت کوونکو، د بشري حقونو او ښځو د حقونو نقضوونکو او د جنسیتي توپیر د مجرمینو په توګه پوښتنو ګروېږنو ته راکاږي.

ډېر لیدل شوي

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي
۱

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۲

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۳

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۴

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۵

راپور: د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته جګړه کمه، خو بېوزلي زیاته ده