• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کاناډا لومړي وزیر پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه «وحشتناک» وبلل

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۰

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د حکومت "وحشتناک برید" غندلی دی. جسټن ټروډو د طالبانو د امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت نوی فرمان چې په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ بندیز لګوي «وحشتناک» بللی او دا یې له ټولنې څخه د ښځو د محو کولو قصدي هڅه بللې ده.

په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي اعلان وکړ چې د ښځو لپاره په عامه ځایونو کې حتی د ښځو غږ هم منع دی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر وايي، یوه بالغه ښځه حتا د لمانځه پر مهال بلې ښځې ته "الحمدلله او سبحان الله" نه شي ویلی. خالد حنفي وويل: "کله چې ښځو ته اجازه نه وي چې تکبير ووايي او اذان وکړي، سندرې هم نه شي ويلای."
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شنبې پر ورځ د لړم پر پنځمه د خالد حنفي د وینا غږ خپور کړ. دغه طالب چارواکي ویلي، چې «دا یو قانون دی چې په تدریجي ډول به پلی شي».
هغه پر سندرو د بندیز په ګډون پر ښځو د طالبانو پر بندیزونو نیوکو ته اشاره وکړه او ویې ویل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) پر امر بالمعروف رپوټونو جوړولو ته کار ویلی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ښځو غږ "عورت" ګڼي او ښځې له "شرعي محرم" پرته له ګرځېدو منع کوي.

دغه قانون، چې په ملي او نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه راپارولي، د ښځو لپاره بشپړ حجاب هم اجباري کوي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۴

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۵

ایټالیا کې افغان سفارت: د هېواد برخلیک باید د بهرنیانو او طالبانو د پټو معاملو قرباني نشي