• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عدالت غوښتونکو مېرمنو غورځنګ: د طالبانو د محاکمې اړوند د ریچارډ بینیټ غوښتنه دې ومنل شي

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۰

د افغانستان د عدالت غوښتونکو مېرمنو غورځنګ وايي، چې د سیمې او نړۍ هیوادونه دې د ریچارډ بینیټ هغه غوښتنه ومني چې یوه اونۍ وړاندې یې کاناډا کې ويلي چې «طالبان دې د خپلو کړنو له امله نړۍوالې محکمې ته راکش شي.»

دوی وايي، د نړۍ نور هیوادونه دې هم د جرمني، کاناډا، هالنډ او استرالیا په څېر له هغه بهیر سره یو ځای شي چې ویلي یې و، طالبان دې د خپلو کړنو له امله د عدالت نړۍوالې محکمې ته راکاږل شي.
دغه غورځنګ د طالبانو د امربالمعروف د وزیر په هغې وروستیو څرګندونو هم نیوکې کړې چې ویلي و «د ښځو غږ خپله ښځو ته عورت دی.» او ویلي یې دي چې نړۍ دې د اندېښنو ښکارولو پر ځای د طالبانو د کړنو مخه ونیسي.
د عدالت غوښتونکو مېرمنو غورځنګ د ریچارډ بینیټ د هغې غوښتنې کلک ملاتړ کړی چې، له کاناډا یې غوښتي چې له طالبانو سره د خپلو اړیکو عادي کول دې د بشري حقونو د وضعیت په ښه کولو مشروط کړي.
دغه غورځنګ د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ د هغې غوښتنې ملاتړ هم کړی چې وايي، نور هېوادونه دې هم د طالبانو د حساب ورکولو په بهیر کې له کاناډا او درېيو نورو هېوادونو سره يو ځاى شي.
ریچارډ بینیټ یوه اونۍ وړاندې کاناډا ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان لپاره د کاناډا د فمینیسټانو ټولنې له مشرتابه او غړو سره کتلي وو، او په افغانستان کې یې د بشري حقونو د کړکېچ د څېړلو په اړه خبرې ورسره کړې وې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د تلې په ۲۷ مه ویلي و چې: «ریچارډ بېنېټ به له هغو کسانو سره وګوري، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د کړکېچ په هواري کې مرسته کولای شي او له افغانانو څخه د بشري حقونو د ملاتړ لپاره به له کاناډايي چارواکو سره هم خبرې وکړي.»
طالبانو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په ورتګ بندیز لګولی؛ خو ښاغلي بېنېټ ویلي، چې په افغانستان کې به د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور ورکولو ته دوام ورکوي.

ډېر لیدل شوي

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي
۱

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۴

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۵

راپور: د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته جګړه کمه، خو بېوزلي زیاته ده