• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولانا فضل الرحمان: پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اغېزمنه تګلاره نه لري

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۷ GMT+۰

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اغېزمنه تګلاره نه لري. هغه تېره ورځ په ډېره اسماعیل خان کې د یوې غونډې پر مهال یو ځلې بیا د پاکستان پر حکومت نیوکې کړې دي.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ چهارشنبه د (لړم نهمه) په خپل پلرني ټاټوبي ډېره اسماعیل خان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اغېزمنه تګلاره نه لري.

هغه وايي، هغه مهال پاکستان امن او ټیکاو راځي چې هره اداره خپل مسوولیت وپېژني او د نورو په چارو کې کار ونه لري.

د پاکستان حکومت د مولانا فضل الرحمان خبرو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.
مولانا وايي، له څو کلونو راهیسې د پاکستان ولس له جګړې او بې امنۍ سره مخ دی خو په خبره یې چې پر حکومت یا پوځ نیوکې وکړې هغوی یې دوښمني ګڼي.

هغه وايي، د دې پر ځای چې د پاکستان امنیتي ادارې ترهګر وځپي، دوی دغه ترهګر د د ولس د ځپلو لپاره کاروي.
پاکستان دا مهال په سیاسي، امنیتي او اقتصادي بد وضعیت کې له ترهګرۍ سره لاس او ګریوان دی او حکومت یې په کور دننه د سیاسي ګوندونو له بې شمېره فشارونو سره مخ دی.
مولانا فضل الرحمان وايي، چې د پاکستان سوداګر او خلک د درنو مالیو په ورکولو سره هم په دغه هیواد کې امنیتي او اقتصادي خوندیتوب نه لري او ورځ تر بلې له پاکستانه په تېښته دي.
هغه وايي، په پاکستان کې د عامو وګړو امنیت لا خوندي نه دی خو وايي حکومت ورته یوازې ژمنې ورکوي چې دغه ستونزې به په نن سبا کې حل شي، خو مولانا وايي هسې هوايي ژمنې د خلکو درد نه شي دوا کولی.
مولانا فضل الرحمان داسې مهال د پاکستان پر پوځ او حکومت نیوکې کړي چې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا بنو په بکاخیلو د پاکستاني پوځ په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ولسي خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.
ویل کیږي، د پاکستان پوځ د ولسي خلکو پر کورونو توغندي ویشتي او تر نهو پورې ولسي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۴

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۵

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی