• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له افغان کډوالو سره «توکمیز» چلند، د یو لوړپوړي ایراني چارواکي له غبرګون سره مخامخ شوی دی

۱۰ لړم ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۸ GMT+۰

د ایران د ولسمشر ټولنیز و چارو سلاکار علي ربيعي په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره ترسره کېدونکی چلند «بد» او د «توکم پالنې» بېلګه بللې. نوموړي په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د ځورونې د یوې ویدیو په خپرولو سره ویلي، چې دا ډول چلند «د نه منلو وړ» او « دردونکی» دی.

د دغې ویډیو له مخې، یوشمېر ایراني نارینه له افغان مېرمنو سره د ناوړه چلن تر څنګ هغوی ته مزاحمت هم کوي.
د مسعود پزشکیان سلاکار د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي:« د کډوالو پر وړاندې ناوړه نژاد پرستانه کړنې د بخښنې وړ نه دي او د ایراني کلتور او شان سره ورته‌والی نه لري.»
نوموړي زیاته کړې:«لکه څنګه چې د یوې ایرانۍ نجلۍ د کړولو لیدل موږ غمجنوي، د افغان نجونو د وهلو لیدل هم باید موږ هماغه شان غمجن کړي.»
د ایران د ولسمشر د ټولنیزو چارو سلاکار ټینګار وکړ، چې «د پناه غوښتونکو موضوع باید یوازې په یوه منطقي پلان شوې تګلارې په اډانه کې تر څېړلو وروسته حل شي.»
هغه د افغان کډوالو د انساني کرامت د ساتلو پر اړتیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل:« انساني کرامت باید د نړۍ په هر ګوټ کې د هر چا لپاره په پام کې ونیول شي.»
په تېرو څو مياشتو کې په ايران کې پر خواله رسنیو د کډوالو پر وړاندې د فزيکي تاوتريخوالي تر څنګ د افغانانو پر ضد کمپاين او د کډوالو د شړلو لړۍ پيل شوې ده.
د ایران د نوي حکومت په جوړېدو سره د کډوالو لپاره د ژوند شرایط ډېر ستونزمن شوي دي.
ایران په پام کې لري، چې د روان کال تر پایه سلګونه زره بې اسناده کډوال له دغه هېواده وشړي.
دا بهیر د افغان کډوالو پر وړاندې د دولتي کسانو او عامو وګړو له‌خوا پیل شوی، چې له امله یې افغان کډوال له ځورونې او تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.
ایران ته د کدوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د هغه هېواد حکومت د افغان کډوالو پر کار کولو هم بندیزونه زیات کړي دي.
حکومت ځینو ښارونو او ولایتونو ته د افغان کډوالو پر ګرځېدو او ژوند کولو هم بندیز لګولی.
چارواکو ګواښ کړی، چې د افغان مهاجرینو استخدامونکي به په یو کال بند محکوم شي او تر څنګ یې په ځینو سیمو کې کډوال د کورونو د کرایه کولو حق هم نه لري.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۳

د امریکا فدرالي محکمې د کمال نبي‌زاده د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه رد کړه

۴

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۵

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی