• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د کندهار ښار د اتمې حوزې په شاوخوا کې چاودنه شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۰

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د کندهار ښار د اتمې حوزې په شاوخوا سیمه کې د طالبانو د تالاشۍ په یوې پوستې د ماین چاودنه شوې. د سرچینې په خبره، دا چاودنه نن شپه د افغانستان پر وخت د شپې درې بجې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دا چاودنه د کندهار لوېدیځ خوا ته د اتمې حوزې اړوند میرویس مېنه کې شوې ده.
د پېښې د تلفاتو په اړه تراوسه معلومات نه شته.
سرچینې همداراز افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د تالاشۍ د یادې پوستې جنګیالیو هره شپه په دې سیمه کې د خلکو بدني او موټرو تالاشي کوله او دغه راز به په ګزمو هم بوخت وو.
د سیمې یوه اوسېدونکي هم ویلي، چې د چاودنې غږ یې اورېدلی او د دوی له کور څخه د چاودنې ځای هم ښکاري، خو د طالبانو له وېرې د پېښې د ځای انځور اخیستی نه شي.
دغه چاودنه په داسې حال کې کېږي، چې د ازادۍ او مقاومت جبهې وخت نا وخته د طالبانو په امنیتي پوستو او غړو بریدونه کوي.
که څه هم طالبانو هېڅکله د دغو چاودنو په اړه څه نه دي ورکړی او نه هم په هېواد دننه رسنیو ته د ورته پېښو د پوښښ اجازه ورکوي، خو یادو جبهو تل د اعلامیو په خپرولو سره پر طالب جنګالیو د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او ادعا کوي، چې د یادې ډلې لسګونو غړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۴

پخوانی اروپایي ډېپلوماټ: طالبان اوس تر القـاعدې ډېر لوی ګواښ دی

۵

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي