• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي ټي پي خپلو جنګیالیو ته: یوازې امنیتي ځواکونه په نښه کړئ، ملکیانو ته زیان و نه رسوئ

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۵۲ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کړې، چې د خپلو عملیاتو پرمهال یوازې پاکستاني ځواکونه چې د دوی اصلي موخه دي، په نښه کړي. ټي ټي پي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټينګار کړی، چې د دې ډلې جنګیالي دې له هغو عملیاتو ډډه وکړي، چې په کې ملکي کسانو ته زیان رسېږي.

یادې ډلې همداراز په خبرپاڼه کې له خپلو جنګیالیو غوښتي، چې خپل عملیات چټک کړي او "دوښمن" «پاکستاني پوځيان» په هر ځای کې په ښکاره توګه په نښه کړي.
د تحریک طالبان پاکستان اعلامیه کاږي: "تر هغه چې دوښمن له خپلو سیمو و نه شړو خپلو مرکزونو ته به و نه ګرځو."
د یادې ډلې په خبرپاڼه کې راغلی: "زموږ سپېڅلی جهاد په دې هېواد د مسلط شویو ظالمو او اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې روان دی، نو ټولو مجاهدینو ته لارښوونه کېږي چې په عملیاتو کې شرعي احکامات په نظر کې ونيسي."
که څه هم د پاکستان پوځ هڅه کوي، چې په دې هېواد کې د ټي ټي پي د فعالیتونو مخه ونیسي، خو یو شمېر پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي، چې یادې ډلې ته طالبانو په افغانستان کې امن ځایونه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوې خبري ناسته کې دغه ډله تورنه کړه، چې د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لري او له هماغه ځایه د وسله‌والو بریدونو لپاره پلانونه جوړوي.
د تحریک طالبان پاکستان ډلې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا تورونه بې بنسټه وبلل.
طالبانو هم په وار وار سره د پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي دي او وایي، چې په افغانستان کې یې هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته ځای نه دی ورکړی او نه هم اجازه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې ترهګریز فعالیتونه وشي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۳

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

۴

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي

۵
ځانګړی

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي