د فوکل ډیټا وړاندوینه:مرستیاله ولسمشره کمالا هرېس ټاکنې ګټلای شي

د امریکا د نوي ولسمشر ټاکلو ته ایله دوه ورځې پاتې، خو د بریټانیا د نظرپوښتنې د یوې کمپنۍ وروستۍ نظرپوښتنه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره ښه زیری نه لري.

د امریکا د نوي ولسمشر ټاکلو ته ایله دوه ورځې پاتې، خو د بریټانیا د نظرپوښتنې د یوې کمپنۍ وروستۍ نظرپوښتنه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره ښه زیری نه لري.
د پولیټیکو د رپوټ له مخې، د فوکل ډېټا د ارزونو له مخې چې د را غونډولو او شننې ځانګړې تګلاره (اېم ار پي) یې کارولې، لومړۍ مرستیاله کمالا هرېس به دغه ټاکنې وګټي.
ددې ادارې وړاندوینې د بریټانیا د ټاکنو په درشل کې رښتینې ثابتې شوې دي.
د پولیټیکو په باور، د اېم ار پي د پایلو او انلاین نظرپوښتنې ترکیب ښيي چې کمالا هرېس به په مشیګان کې پر ټرمپ درې امتیازه او په نوادا کې دوه امتیازه لوړ دریځ کې وي او په پنسلوانیا او ویسکانسین کې به هم یوڅه ډېرې رایې ولري.
دغه راز د فوکل ډیټا څیړنې ښيي چې ټرمپ به په جورجیا او شمالي کارولینا کې له هرېس وړاندې وي.
په اریزونا کې د ایم ارپي موډل او نظرپوښتنې ډیټا سره ویشل شوې ده.
د فوکل ډیټا د څیړنډلې رییس جیمزکاناګاسوریام وايي، چې «د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال زموږ ایم ار پي موډل د ټرمپ بری اټکل کړی و ، خو تازه معلومات ښيي چې [وضعیت] یوڅه د ډموکراتانو په ګټه بدل شوی».
فوکل ډیټا د بریټانیا د ۲۰۱۷ کال ټاکنو کې وړاندوینه کړې وه چې لومړۍ وزیره تریزا به په پارلمان کې اکثریت له لاسه ور کړي، په داسې حال کې چې ډېرو نظرپوښتنو د هغې بری اټکل کړی و.
دغه رپوټ په ډاګه کوي چې د اېم ار پي پلویان د بریټانیا د ګڼو او پېچلو ټاکنیزو حوزو په پرتله د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې ددغه موډل پر لا اغیزناکتوب باورمن دي.


د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په برلین کې د سفارت او بن کونسلګرۍ مسوولانو ته د تعامل لپاره کافي وخت ورکړل شوی و، خو دوی دې چارې ته حاضر نه شول او اوس چې حاضر دي، طالبان یې نه مني. مونشن کونسلګري له طالبانو سره په تعامل فعالیت کوي.
د مونشن ښار په زرغونه سیمه ګرونوالډ کې سهار اته نیمې بجې دي. د ښاري اورګاډو (Straßenbahn) له تمځي رابرټ کوخ کوڅې نه د کونسلګرۍ تر ځایه پر لاره ګڼ افغانان لیدل کیږي، چې د افغان کونسلګرۍ پر لور چابک چابک رهي دي. د چا په لاس کې بکس دی، څوک په خلتو کې اسناد لېږدوي او له ځینو سره ګڼ ماشومان مله دي.
د کونسلګرۍ یوه مسووله مېرمن هم د خلکو په ګڼه ګوڼه کې روانه ده او تنکیو زلمیانو ته د نظم ساتلو سپارښتنه کوي.
ګرونوالډ د مونشن ښار یوه شنه او لرغونې سیمه ده، چې ډېری پانګوال او شتمن خلک پکې اوسیږي. د ګرونوالډ کلا د مونشن د لرغونو توکو موزیم په غېږ کې ساتلی او له برځونو یې لاندې شنې سیمې او ایزر دره (Isartal) لیدل کیږي.
د کونسلګرۍ دروازه د مراجعینو پرمخ پرانېستې ده. واردمخه دلته د کونسلګرۍ په انګړ کې په شلګونو کسان په غرفو او ناستخونه کې د سندونو لپاره د فورمو په ډکولو بوخت دي. یو نیم کس په ګڼه ګوڼه کې سګرټ څکوي او ځینې په لوړ غږ د نوبت له نه مراعت کېدو شکایت کوي.
شیبه وروسته یو مسوول کس راځي او له خلکو فورمې اخلي. لهجه یې کله نرمه او کله ترخه وي، خو د نظم لپاره د یوه سیسټم او پلان د نشتوالي له امله خلک پخپله نظم نه شي ساتلای.
د سندونو د اجرا لومړی پړاو فورمې ډکول او د سندونو سپارل دي. په دویم ګام کې د کارت له لارې فیس اخستل کیږي. له دې وروسته مراجعین د خپلو اسنادو د نهايي کېدو او غږ لپاره انتظار باسي.
د طالبانو د زمري د اتمې نېټې پرېکړې د مونشن پر کونسلګرۍ ګڼه ګوڼه ډېره کړې او د بن او برلین د حوزې خلک هم پر ګرونوالډ ور مات دي.

د بن او برلین بې برخلیکه استازځایونه
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په جرمني کې د افغانستان له سفارت او بن کونسلګرۍ سره تعامل ددې دوو ډپلوماتیکو استازځایونو د لومړۍ درجه مسوولانو په ګوښه کېدو پورې مشروط کړی.
د یاد وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په برلین کې د افغانستان سفارت او د بن کونسلګرۍ ته کافي وخت ورکړل شوی و، چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزات سره په تعامل چارې پرمخ بوځي، خو دوی دې چارې ته حاضر نه شول او اوس چې حاضر دي، طالبان یې نه مني.
سرچینه وايي، «اوس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دريځ دا دی چې د دواړو استازځایونو مسوولان له دندو لاس پرسر شي. طالبان د بن او برلین د استازځایونو له نورو کارکوونکو سره کار کولای شي».
طالبانو د زمري پر نهمه د ۱۴ هغو ډپلوماتیکو استازځایونو فعالیتونه بې اعتباره اعلان کړل، چې له دغه وزارت سره همکاري او همغږي نه لري.
په دې مرکزونو کې په جرمني کې د افغانستان سفارت، د بن کونسلګري، په بریټانیا، فرانسه، یونان، ایټالیا، یونان، اتریش، سویس، پولنډ، بلجیم، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان ډپلوماتیک مرکزونه شامل دي.
د اعلامیې له مخې، ددې استازځایونو له خوا صادرېدونکې وثیقې، پاسپورټونه، تمدیدپاڼې، ویزې او نور اړوند سندونه بې اعتباره دي.
د طالبانو له اعلان وروسته بریټانیا په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت بند کړ او په یو شمېر هېوادونو کې ډپلوماتیکو استازځایونو له دې ډلې سره د اړیکو هڅې پیل کړې.
په جرمني کې د افغانستان سفارت ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په برلین او بن ښارونو کی د افغان سفارت او کونسلګرۍ مسوولانو تیاری ښودلی چې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره کونسلي او اداري تعامل پیل کړي، خو طالبان د سفارت د لومړي مسوول او د بن کونسلګرۍ د مسوول لرې کېدل غواړي.
سرچینه وايي، چې« د بن کونسلګرۍ مسوول دې ته تیاری ښودلی چې له دندې لاس پر سر شي او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل ته لاره پرانېستل شي».
د افغانستان انټرنشنل خبریال په دې تړاو په بن کې د افغان کونسلګرۍ له کونسل او لومړي سکرټر بیژن پایا طاهري او په برلین کې له سفارت سره د اړیکې هڅه وکړه او پیغام یې ورته پرېښود، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «که د بن او برلین کونسلګرۍ په خپل دریځ کې بدلون رانه ولي، ښايي دواړه ډپلوماتیک استازځایونه له تشکیلاتو لرې کړل شي او ټولې ډپلوماتیکې چارې د مونشن قونسلګرۍ له لارې ترسره شي».
له دې وړاندې جرمني رسنیو د افغانستان لپاره د المان د سفارت له ادرسه د طالبانو په نامه یو لیک خپور کړ، چې ظاهرا مونشن کونسلګرۍ ته د افغانستان د کونسلي خدمتونو له راټولېدو سره د برلین هوکړه ښيي.
جرمني مونشن ته د ټولې اروپا د کونسلي خدمتونو را غونډېدل د ویانا د ۱۹۶۱ کال تړون خلاف ګڼلی، خو د مونشن په کونسلګرۍ کې د افغانستان انټرنشنل خبریال له بن، برلین او سویس نه راغلي ګڼ داسې کسان لیدلي، چې د پاسپورټونو او نورو سندونو د جوړولو لپاره په کتار کې ولاړ وو.
یو تن افغان چې خپل پاسپورټ یې په بن کونسلګرۍ کې تمدید کړی و، په دې لټه کې و، چې په مونشن کونسلګرۍ کې یې بیا تمدید کړي او یا نوی پاسپورټ واخلي، خو د مونشن کونسلګرۍ مسوولانو د بن کونسلګرۍ تمدیدپاڼه کافي وګڼله او د نوموړي لپاره یې اضافي اجراات ونه کړل.

لوړ عاید او په ټیټه کچه خدمتونه
کونسلګرۍ ته هر سهار په سلګونو کسان راځي؛ فورمي ډکوي او د تسلیمۍ او اجرااتو لپاره په کتارونو کې منتظر وي.
دغه وضعیت سړي ته د کابل د پاسپورټ ریاست وضعیت مخې ته دروي.
په داسې حال کې چې کونسلګرۍ د ورځې په لسګونو زره یورو عاید لري، د نوبت اخستلو لپاره نه د نمبر اتومات ماشین ترسترګو کیږي او نه نومره ښود سکرینونه لګول شوي. دغه ماشینونه د جرمني په ډېرو وړو خدماتي مرکزونو کې هم ترسترګو کیږي.
حسیب الله چې د جرمني د نوردراین ویستفالن له ایسن (Essen) ښار نه مونشن ته راغلی و، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کونسلګرۍ د ورځې په لسګونو زره یورو عاید لري، خو د نوبت لپاره د نومرو د ویش مډرن سیسټم نه لري، چې خلک په ارامه پر سکرین خپل نمبر وګوري او اړوند کاونټر ته ورشي.
نوموړي زیاته کړه چې« پر ویب سایټونو یې د انلاین وخت اخستلو اعلان کړی، خو ډېر وخت یې ویب سایټونه کار نه کوي او چې ایمیل او ټیلیفون کوې، څوک ځواب نه وايي».
مونشن کونسلګري په شنه او ګرانبیه سیمه ګرونوالډ کې پرته ده، چې د ښار له مرکز سره ډېر واټن نه لري.
دوه اونۍ وړاندې د ګرونوالډ سیمې خلکو پر کونسلګرۍ د خلکو د ګڼه ګوڼې او بې نظمیو له امله پولیسو ته شکایت وکړ. شاوخوا پراته کاغذونه، د اوبو او جوسو بوتل او د کثافاتو ډیریدل د ګرونوالډ د خلکو یوه ستره اندېښنه وه.
د ګرونوالډ د پولیسو مرستیال یورګ ګرینر محلي رسنیو ته وویل، چې له ګڼه ګوڼې سره سره، تراوسه د کومې ناوړه پېښې رپوټ نه دی ورکړل شوی، خو پر کونسلګرۍ د افغان پاسپورټ اخستونکو رش د سیمې خلک اندېښمن کړي دي.
ګرینروویل، چې قونسلګري له عملیاتي ستونزو سره لاس او ګریوان ده او هڅه کوي د مراجعانو شمېر کم کړي.
خو کونسلګرۍ د عوایدو ډېروالي ته په پام، د خپلو عملیاتي چارو په چټکتیا، مډرنایز کولو او د نویو کسانو په ګومارنه کې تر اوسه هیڅ ګام نه دی اخستی.
د معلوماتو له مخې، دغه کونسلګري د پاسپورټ د تمدید پر سر ۱۰۰ یورو، د نوي پاسپورټ ۱۲۰ ، د موټر لایسنسن د تایید لپاره ۳۰ یورو، د غیابي تذکرې ۵۰ یورو او د ویزې په بدل کې له ۸۰ تر ۱۰۰ یورو فیس اخلي. پر دې سربېره، کونسلګري د حصر وراثت، تذکرې تایید، نکاح خط، د جرمي مسوولیت نشتوالي، زیږون سند او وکالت خط په بدل کې هم فیس اخلي، خو یوازینی سند چې محصول یې نه اخلي د مړي لېږدولو لپاره د مکتوب ور کول دي.
د کونسلګرۍ عملیاتي او لوژستیکي ننګونو لکه د موټرو د پارک کولو ځای کموالي او روغتیايي اندېښنو سیمه ییز چارواکي دې ته اړ کړي، چې د کونسلګرۍ وضعیت له نږدې وڅاري.
ګرینر د سیمې د خلکو اندېښنو ته په ځواب کې وویل: « موږ له مسایلو خبر یو او له کونسلګرۍ سره د خبرو اترو په حال کې یو څو امنیت او عامه نظم خوندي شي».
«په یوه هېواد کې دوه سفارتونه»
دا پوښتنه دلته په جرمني کې له هر میشت افغان سره مطرح ده. هغه خلک چې په دغه هېواد کې د استوګنې اوږده مخینه لري، یا افغانستان ته تګ او راتګ کوي، د مونشن کونسلګرۍ ته له دې امله ترجیح ور کوي، چې له طالبانو سره په تعامل چارې پرمخ وړي. دوی ددې هدف لپاره له بن او برلین نه په سلګونو کیلومټره مزل کوي.
خو ډېر هغه کسان چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، د طالبانو حکومت د افغانستان مشروع حکومت نه ګڼي او افغانستان ته سملاسي د تګ اراده نه لري، د خپلو سندونو د بشپړاوي لپاره د بن او برلین ډپلوماتیکو استازځایونو ته مراجعه کوي. له همدې امله په جرمني کې یو شمېر رسنیو دې ته «په یوه هېواد کې دوه سفارتونه» اصطلاح کارولې ده.
ډېر خلک د مونشن کونسلګرۍ ته د طالبانو د نا اعلان شوي استازځي په سترګه ګوري او په دې باور دي، چې « مونشن کونسلګرۍ ورو ورو د طالبانو د سفارت بڼه خپلوي».
ددې ستونزې د حل لپاره، په دې وروستیو کې یو شمېر جرمني میشتو افغانانو طالبانو ته یو پرانېستي لیک لېږلی او ددې ډلې د بهرنیو چارو له وزارت نه یې غوښتي چې د بن او برلین د سیاسي استازولیو په تړاو پر خپله مخکینۍ پریکړه له سره غور وکړي.
په بن او برلین کې د افغانستان دواړه ډپلوماتیک استازځایونه لاهم فعال دي او کونسلي خدمتونه وړاندې کوي.
د جرمني د بهرنیانو د چارو ادارې (اوسلیندر بیهورده) د صادرېدونکو سټیکرونو په تړاو تر اوسه کومه ځانګړې سپارښتنه نه لري، خو په افغانانو کې د دریواړو استازځایونو له خوا د ورکول کېدونکو سندونو د اعتبار په اړه لاهم اندېښنې موجودې دي.
د جرمني حکومت د طالبانو حکومت او ددې ډلې ډپلوماټان په رسمیت نه پېژني او د همکارۍ مساله یې یوازې تر تخنیکي کونسلي خدمتونو محدوده ګڼلې ده.

بیجنګ په امنیتي برخه کې د ژورې همکارۍ غوښتنه لري. د عزم استحکام عملیاتو پایله نه ده ور کړې خو که پوځ د چین په غوښتنه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې بشپړ عملیات کوي، دا په بلوچستان کې امنیتي او سیاسي کړکیچ پېچلی کولای شي.
د چینايي وګړو د امنیت په خوندیتابه کې د پاکستان د امنیتي ادارو له ناکامۍ وروسته، چین غواړي د خپلو پروژو او وګړو د امنیت ساتنې لپاره دغه هېواد ته امنیتي خصوصي کمپنۍ ولیږي.
د پاکستان او چین ترمنځ د نوي امنیتي میکانیزم جزئیات نه دي په ډاګه شوي، خو دا احتمال ترسترګو کیږي چې بیجنګ ښايي د خپلو امنیتي شرکتونو له لارې د چینايي کارګرو د امنیت په چاره کې مداخله وکړي او که چېرې دغه کار پایله ورنه کړه، امنیتي همکاري ښايي «ژوره» شي.
د پاکستان ډانه ورځپاڼه لیکي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ ګواښونه ډېر شوي او د دغه هېواد امنیتي ادارې یې یوې اغیزناکې ستراتیژۍ ته اړ اېستې دي.
د پاکستان د پوځ اوسنۍ ترهګرۍ ضد ستراتیژي د «صفر زغم» پر بنسټ ده، خو دې ستراتیژۍ تراوسه پاموړ پایله نه ده ور کړې، په ځانګړي ډول د چینايي وګړو د امنیت په برخه کې، چې اسلام اباد یې په دې ورځو کې د سخت فشار زغملو ته درولی.
ډان وايي، چین له پاکستان سره خپلې امنیتي اندېښنې د ډېرو لوړو ډپلوماتیکو چینلونو له لارې شریکوي. لومړی یې د پاکستان مشرتابه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د «عزم استحکام» عملیاتو ته وهڅوله او وروسته یې پر لومړي وزیر شهباز شریف فشارونه ډېر کړل.
شهباز شریف ژمنه کړې چې په کراچۍ کې پر چینايي وګړو د وروستي برید پلټنې به پخپلهوڅاري.
خو پر دې ټولو سربېره، د اسلام اباد دې تضمینونو د چین د اندېښنو له کمولو سره مرسته نه ده کړې.
په اسلام اباد کې د چین د سفیر ژیانګ زیدونګ وروستۍ څرګندونې د پاکستان له امنیتي ګامونو د هغوی نهیلي ښيي.
د پاکستاني چارواکو په باور، که پوځ په بلوچستاناو خیبر پښتونخوا کې بشپړ عملیات وکړي، دا سخته غوښتنه ده، ځکه بشپړ عملیات دوام نهشي کولای. ډان زیاتوي، «دا ډول عملیات په بلوچستان کې امنیتي او سیاسي کړکیچ پېچلی کوي، له همدې امله یوې ظریفې تګلارې ته اړتیا لیدل کیږي».
ډان وايي، چې له ټي ټي پي او داعش-خراسان سره د مبارزې لپاره پاکستان د افغان طالبانو همکارۍ ته اړ دی، خو طالبان له ټي ټي پي سره همکار دي. د ورځپاڼې په باور، بل انتخاب په افغانستان کې د جنګیالیو ډلو خلاف عملیات کول دي، چې خپل ځانګړي سیاسي او امنیتي عواقب به ولري او د ټي ټي پي او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې به لاپیاوړې کړي.
ورځپاڼه وايي، چې که چین د پوځي عملیاتو د امکان نشتوالي په تړاو د پاکستان دریځ درک کړي، نور انتخابونه به څه وي؟ «داسې ښکاري چې بیجنګ په امنیتي برخه کې د ژورې همکارۍ غوښتنه لري». اوسنۍ دومداره رسمي همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور په ټینګولو کې بریالۍ نه ده، له همدې امله بیجنګ یو ګډ امنیتي میکانیزم وړاندیز کړی.
د چین لومړي وزیر لي کیانګ په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د ګډ امنیتي میکانیزم لپاره پاکستا ته یو وړاندیز کړی، چې یو مهم شرط یې د چینايي پروژو او انرژۍ زیربناوو د امنیت ټینګښت دی. ددغه میکانیزم پر بنسټ دواړو خواوو یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې د چینايي وګړو د امنیت ساتنې لپاره به شپږ مرمۍ ضد او ۲۰ د اوروژنې موټر چمتو کیږي.
ډان ورځپاڼه وايي، پاکستان په خپلو پولو کې د چینايي ځواکونو د رسمي حضور پلوی نه دی، له همدې امله یې د سیپیک او نورو چینايي پروژو د خوندیتوب لپاره ځانګړي ځواکونه چمتو کړي.
د کراچۍ او د خیبر پښتونخوا د داسو له بریدونو وروسته د پاکستان حکومتد چینايي وګړو د امنیت لپاره د سټنډرډ عملیاتو پرسیجر (SOP) بدل کړی او د سیمې په کچه د پولیسو او امنیتي ځواکونو مسوولیتونه پراخ شوي. دغه راز ایالتي حکومتونه او سیمه ییزې ادارې مکلفې شوې دي، چې د چینايي وګړو د مسیرونو او خوندي لیږد پلانونه هره میاشت بدل کړي.ددې اېس اوپي له مخې چینايي وګړي باید په په بي-۶ کچه مرمۍ ضد موټرو کې ولېږدول شي، چې ګواښونه ورسره کم شي.
ډان وايي، په کراچۍ کې د اکتوبر میاشتې برید وښوده، چې د پاکستان ایس او نیمګړتیاوې لري.
د پاکستان او چین ترمنځ د نوي امنیتي میکانیزم جزئیات نه دي ډاګیز شوي، خو «دا احتمال ترسترګو کیږي چې بیجنګ ښايي د خپلو امنیتي شرکتونو له لارې د چینايي کارګرو د امنیت خوندیتابه په چاره کې مداخله وکړي، خو که دې کار هم پایله ورنه کړه، امنیتي همکاري ښايي ژوره شي».
ډان وايي، چې مساله د پاکستان د امنیتي ادارو په رښتینولۍ او سرښندنو کې نه ده، بلکې اغیزناکو څارګرو تجهیزاتو ته د دوی په لاسرسي کې ده، چې کولای شي پام وړ بدلونونه راولي.

د طالبانو ستره محکمه وايي، د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یې یو کس په عام محضر کې په ورو وهلی دی. دغې محکمې د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپانې کې ویلي چې یاد کس ته د «نامشروع» اړیکو په تور سزا ورکړل شوې ده.
د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې تېره ورځ یې یو کس د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې د «نامشروع» اړیکو په جرم د عامو خلکو په حضور کې ۳۹ دوري وهلی دی.
په خبرپاڼه کې د یاد کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، پر یاد کس یې په عام محضر کې د سزا ورکولو حکم د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته پلی کړی دی.
که څه هم د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه او ګڼ هېوادونه د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزاګانو ورکولو ته سخت غبرګونونه ښودلي؛ خو طالبان په نږدو دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې پر خلکو د بدني سزاګانو په پلې کولو سره وايي، چې دوی پر خلګو شریعت پلی کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له استازو سره د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپلې وروستۍ موندنې شریکې کړې.
هغه ښځو او نجونو ته د امر بالمعروف د قانون له امله د اوښتو زیانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د بشري حقونو سرغړونې د دې لامل شوي چې د طالبانو پر مشرانو د سختو بندیزونو غوښتنه وشي.

د طالبانو تر واک لاندې د اطفايې ریاست مسولان وايي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ګاز د تولید په یوه شرکت کې د اور لګېدنې په پېښه کې شپږ تنه مړه او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
تېره ورځ ناوخته په کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ګازو د تولید په یوه شرکت کې اور لګیدنه رامنځته شوه، چې د طالبانو تر واک لاندې د اطفايې کارکوونکي د شپې تر ناوخته په یاده اورلګیدنه بوخت وه.
د طالبانو تر واک لاندې پيښو ته د رسیدو او اطفايې عمومي مشر نورالله انصار د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) رسنیو ته ویلي، چې د ګاز د تولید په شرکت د اور د غځیدو منخیوی یې پر وخت وکړ، خو په یاده اورلګیدنه کې شپږ تنه مړه شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړی وايي، د په دغه اورلګیدنه کې د اوښتو مالي زیانونو په اړه یې لا څیړنې نه دي بشپړي شوي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، د لارې د بندښت له امله د پاړه چنار زده کړیالانو نن په پېښور کې عمومي خدمتونو او د لوړو زدهکړو په ازموینه کې ګډون ونه شو کړی. بل خوا سرچینې وايي، د پاړه چنارـ پیښور لویې لارې د بندیدو په غبرګون له تېرې اونۍ راهیسې پرلت هم وهل شوی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پيښورـ پاړه چنار ترمنځ لاره نن یکشنبې د (لړم ۱۳مه) د ۲۳مې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده.
د ځايي خبریالانو د معلوماتو له مخې، د پاړه چنار په مرکزي روغتون کې د درملو د خلاصیدو له امله د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ځايي سرچینې وايي، په پاړه چنار کې د سړک بندیدو په غبرګون د بېلابېلو ګوندونو غړو د تېرو څلورو ورځو راهیسې پر (ار پي) څلورلارې باندې پرلت وهلی دی.
ځايي پولیسو خبریالانو ته ویلي، چې د پيښورـ پاړه چنار ترمنځ سړک د اکټوبر په ۱۲مه د ملکي وګړو پر موټر له ډزو وروسته د امنیتي ګواښونو له امله بند شوی دی.
د اکټوبر په ۱۲مه د ملکي وګړو پر موټر په برید کې ۱۵ کسان ووژل شول.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په پاړه چنار کې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي رخصت شوي او هلته خلګ د خوراکي توکو او درملو له سخت کمښت سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لارې د خلاصون او په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د وسله والې لانجې د پای ته رسولو په مومه د تېرو څو ورځو راهیسې د قومي او قبایلي مشرانو او ځايي امنیتي چارواکو په ګډون د امن جرګه دوام لري.
خو تر اوسه پورې جرګه وال په دې نه دې توانیدلي چې په پاړه چناره کې روانه لانجه حل کړي.