• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خلیلزاد: که د امریکا د ټاکنو پایلې ژر روښانه نه شي په کور دننه او بهر به ناوړه اغیز ولري

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۵ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې د یو شمېر کارپوهانو په باور، ښایي د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې به د څو ورځو او ان تر اونیو پورې هم روښانه نه شي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي: «زه هیله لرم چې داسې ونه شي، ځکه چې دا به هم په کور دننه او هم په بهر کې ناوړه اغیز ولري.»
خلیلزاد د امریکا حکومت ته په اشارې سره همداراز وایي، چې نړۍ کې تر ټولو لویه ولسواکي باید وکولای شي، چې د ټاکنو په ورځ، ګټونکی اعلان کړي.
اوسمهال د امریکا د ټاکنو ترسره کېدو ته یوازې دوه ورځې پاتې دي او تر لا هم د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو د دوو نوماندانو کمالا هرېس او ډونالډ ټرمپ ترمنځ سختې ټاکنیزې سیالۍ روانې دي.
نن د دغو سیالیو لپاره هرېس میشیګن او ټرمپ بیا جورجیا، پنسلوانیا او د شمالي کارولینا ایالتونو اوسېدونکو ته ویناوې کوي.
متحده ایالات په نړۍواله کچه په سیاسي، اقتصادي او امنیتي چارو کې د لوی نفوذ له امله یو مهم ځواک دی.
د دغه هېواد د بهرنۍ پالیسۍ ټاکل او په پالیسیو کې د بدلون راوستل، نه یوازې په امریکا کې بلکې په ټوله نړۍ کې اغېز لري.
په ټوله کې د ډونالډ ټرمپ او کمالا هرېس د بهرنۍ پالیسۍ ترمنځ ستر توپیرونه لیدل کېږي.
ټرمپ په ملي ګټو او اقتصادي ځان بساینې ټینګار کاوه/ کوي او هڅه یې کوي، چې د امریکا نظامي او اقتصادي بوج کم کړي.
پر وړاندې یې هرېس بیا هڅه کوي، چې د امریکا نړۍوال اغېز بېرته پیاوړی کړي او د ډېپلوماسۍ له لارې د نړۍوالو مسایلو د حل لپاره همکارۍ ته ژمنتیا وښيي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲
د اسماعیل میاخېل لیکنه

طالبي فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري

۳

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۴

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۵

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي