د امریکایي رایه ورکوونکو اصلي اندېښنې اقتصاد، کډوالي او د جنین سقط دی

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین چې کلیدي مسایل یې اقتصاد، کډوالي او د جنین سقط دی، پایته ورسېد. یادې موضوعګانې د امریکایي رایه ورکوونکو لپاره لوړ ارزښت لري.

د رویټرز د راپور له مخې، د جمهوري غوښتونکو د نوماند ډونالډ ټرمپ پلویان بیا نوموړي ته د رایه ورکولو اصلي علت غیر قانوني کډوالي بولي.
پر دې سربېره کمزوری اقتصاد او لوړ انفلاسیون له هغو نورو مسایلو دي، چې د جمهوري غوښتونکو رایه ورکوونکي یې تر اغېزو لاندې راوستي دي.
بل پلو، د کمالا هرېس ډېری پلویان د جنین د سقط د حقونو د خوندي ساتلو په برخه کې له نوموړې ملاتړ کوي.
له دې سره، د ټرمپ نژادپرست ګڼل بیا د هرېس د پلویانو ذهن بوخت کړی دی.
دا موضوعګانې په کلیدي ایالتونو لکه پنسلوانیا، شمالي کارولینا، جورجیا، نوادا، اریزونا، میشیګن او ویسکانسن کې څېړل شوي دي.
اوسمهال د امریکا په ټولو ایالتونو کې د رایه ورکولو بهیر روان دی او تمه کېږي، چې نن شپه به د دغو ټاکنو پایلې روښانه شي.
خو ځیني باورونه بیا دا دي، چې ښایي د ټاکنو پایلې تر څو ورځو او ان تر څو اونۍ وخت ونیسي.