کمالا هرېس: کار باید خلاص کړو چې نن د رایه ورکولو ورځ ده
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو مخکښې نوماندې کمالا هرېس په یوې راډيویي مرکه کې وویل: «کار باید خلاص کړو، نن د رایه ورکولو ورځ ده، خلک باید بیرون ووځي او فعاله وي.»
د ټاکنو وتلی وړاندوینه کوونکی نیټ سېلور د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د خپلې وړاندوینې پایلې په ډاګه کړې او ویې ښودل، چې د امریکا د اوسني ولسمشر د مرستیالې کمالا هرېس او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ سیالۍ ډېرې سره نږدې شوي دي.
دا په دا حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې خپله رایه صندوق ته واچوله او هیله یې وښوده، چې نن شپه د دغو ټاکنو پایلې روښانه شي.
ټرمپ له رایې ورکولو وروسته وویل: «پر ځان د باور احساس لرم.»