د امریکا د ۵۰ ایالتونو له نیمایي په زیاتو ایالتونو کې رایه اچونه روانه ده

د امریکا د ۵۰ ایالتونو له نیمایي څخه په زیاتو ایالتونو کې د رای ورکولو مرکزونه پرانیستل شوي دي.

رایه ورکوونکي په ټیکساس، الاباما، ایوا، کنساس، مینیسوټا، مسیسپي، شمالي داکوتا، جنوبي داکوتا، اوکلاهوما او ویسکونسن کې رایه ورکولو ته تللي دي، چې د ۱۰ الیکټوریل کالج رایو سره یو مهم ایالت دی.

د امریکا پر وخت د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د شمالي کارولینا او پنسلوانیا د دوو مهمو ایالتونو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ ایالتونو کې رای اچونه پیل شوې وه.