د هرېس مرستیالان دې احتمال ته چمتو دي چې ټرمپ به خپله بریا ژر اعلان کړي

د سي اېن اېن د راپور له مخې، د کمالا هرېس مرستیالان تمه لري او دې احتمال ته چمتو دي، چې ډونالډ ټرمپ ممکن ژر خپله بریا اعلان کړي.

د دې راپور او د باخبرو سرچینو په حواله، ډونالډ ټرمپ پلان لري چې د سې شنبه په ماښام د فلوریډا په پالم بیچ فلوریډا مرکز کې خپلو زرګونو پلویانو ته وینا وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي مخکې ویلي و چې که ټاکنې په عادلانه توګه ترسره شي، د ټاکنو نه ګټلو په صورت کې به یې پایلې ومني.