• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

الجزیره: په تېرو ۲۴‌ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ تنه فلسطینیان وژل شوي

۱۵ لړم ۱۴۰۳ - ۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۹ GMT+۰

الجزیري راپور ورکړی، چې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د کمېدو نښې نه ښکاري او لا هم د غزې په تړانګه کې د اسراییل د هوايي او ځمکنیو ځواکونو له‌خوا د استوګنې پر ودانیو وژونکي بریدونه دوام لري.

دغې خبري شبکې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۷۰ تنه ملکي فلسطینیان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په شمال کې د بیت الاهیه پر ښارګوټي د اسراییل د پرله پسې بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه مخ پر زیاتېدو ده.
د معلوماتو له مخې، د بیت الاهیه ښارګوتي په بریدونو کې ۲۰ فلسطینیان وژل شوي او لا هم یو شمېر کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
راپور کې ویل شوي، چې د غزې په شمال کې بشري وضعیت د اسراییل له لوري د یوې میاشتینۍ کلابندۍ له امله ډېر خراب دی او په سیمه کې خلک د لومړنیو اړتیا وړ توکو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.
همدارنګه په دغه راپور کې ویل شوي، چې د غزې په مرکزي او سویلي برخو کې د بې‌ځایه شویو پر خېمو د اسراییل په بریدونو کې هم لږ تر لږه ۹ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.
د الجزیرې په راپور کې د روغتیايي سرچینو په حواله ویل شوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې د غزې په تړانګه کې لږ ترلږه ۷۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده
۱

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۲

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۳

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۴

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۵

هبت‌الله اخوندزاده د پولیسو روغتونونو ته د محتسبانو او کورنیو د «امتیازي درملنې» امر کړی