د سعودي ولیعهد له ټرمپ سره په خبرو کې د دواړو هېواد د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د نوموړي د بریا مبارکي ورکړه. نوموړي په دې خبرو اترو کې هیله وښوده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ استراتیژیکې اړیکې پیاوړې شي.
د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسون نن د رایو له شمېرلو وروسته اعلان وکړ، چې ډنالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر دی.
له هغه وروسته چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا خبرونه خپاره شول، نوموړي د خپلو پلویانو په منځ کې د یوې وینا پرمهال د خپلې بریا اعلان وکړ.
هغه وویل:« دا د امریکا په تاریخ کې یو لوی سیاسي غورځنګ دی.»