د امریکا د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان: ټرمپ د الکټرال ۱۹ رایې او هرېس ۳ رایې ګټلي
د اسوشېټېډ پرېس د اعلان له مخې، لکه څنګه چې تمه کېده ټرمپ په اېنډیانا کې ۱۱ او کنټاکي کې د ۸ الېکټورل کالج رایو په ترلاسه کولو سره ګټونکی شو. هرېس بیا په یوه کوچني ایالت ورمونټ کې یوازې ۳ الېکټورل کالج رایې ترلاسه کړې دي.
د امریکا د ختیځ پر وخت اوه بجې د جورجیا په ګډون په ځینو ایالتونو کې د رایه ورکولو بهیر پایته ورسېد او د رایو شمېرنه پیل شوه.
پر جورجیا سربېره په کنټاکي، اېنډیانا، سویلي کارولینا، ورمونټ، ویرجینیا او د فلوریډا ایالتونو کې هم د رایه ورکولو مرکزونه وتړل شول.
جورجیا چې د امریکا په روانو ټاکنو کې له اوو کلیدي ایالتونو څخه بلل کېږي، رایې په چټکۍ سره شمېرل کېږي، خو که د هرېس او ټرمپ د رایو توپیر کم و، د ایالت د ګټونکي اعلان به وخت ونیسي.