د هنګري لومړي وزیر د امریکا په ټاکنو کې ټرمپ ته د بریالیتوب مبارکي ورکړه
د هنګري لومړي وزیر اوربان وېکټور پر خپله اېکس پاڼه د امریکا په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریالي کېدو په پار مبارکي ویلې.
ښاغلي وېکټور لیکلي:« امریکا ستر سیاسي مزل وکړ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته دې مبارک وي.»
نوموړی وايي، د ډونالډ ټرمپ ستره بریا د نړۍ لپاره خورا اړینه بریا ده.
نن چهار شنبې له هغه وروسته چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا خبرونه خپاره شول، نوموړي د خپلو پلویانو په منځ کې د یوې وینا پر مهال خپل دغه بریالیتوب ونمانځه او هغوی ته یې وینا هم وکړه.