انعام الله سمنګاني: امریکایان چمتو نه دي، چې واک یوې ښځې ته وسپاري
په کندهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر انعام الله سمنګاني د امریکا په ټاکنو کې د کمالا هرېس د بایلې په تړاو وایي، امریکایان چمتو نه دي چې واک یوې ښځې ته وسپاري.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي:« وېل کېده، چې بلاخره به یوه ښځه د امربکا ولسمشره شي، هغه کار چې تر دې وړاندې هیڅ کله هم نه و شوی او تر دې وروسته به هم په دې اړه د خلکو باور کم شي.»
هغه زیاته کړې، که د نورو نژادونو او پناه غوښتونکو رایې یو پلو ته شي؛ نو شاید ډېرو کمو امریکایانو به اغلې هرېس ته رایه ورکړې وي.