• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ د بریا ستره برخه د امریکا د لاتیني وګړو د ملاتړ پوروړې ده

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۲ GMT+۰

د نظرپوښتنو د پایلو له مخې، ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې یو ځل بیا د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، چې د خپلو رایو ډیره برخه یې د لاتین الاصله رای ورکوونکو، ځوانانو او د لوړو زده کړو نه لرونکو کسانو څخه ترلاسه کړې او په دې توګه د هغه رایې د امریکا په نږدې ټولې سیمو کې لوړې شوې.

وروسته له هغه چې ټرمپ په خپلو کمپاینونو کې له رای ورکونکو سره ژمنه وکړه، چې هغه به کارګران د نړۍوالو اقتصادي سیالۍ له اغیزو څخه ساتي او ژمنه یې وکړه چې په بېلابېلو برخو کې به د پراخه مالیاتو کمولو وړاندیز وکړي، د هغه محبوبیت د کارګر طبقې او غیر سپین پوستو امریکایانو ترمنځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې زیات شو.

د اډیسن څیړنیز انسټیټیوټ د سروې له مخې، د رای ورکونکو په لیدلو سره، د ۲۰۲۰ ټاکنو په پرتله د ټرمپ په ملاتړ کې سږکال خورا ډیر زیاتوالی لیدل کیده. په لاتین الاصله رای ورکوونکو کې د ټرمپ ملاتړ ۱۴ سلنه ډیر شوی دی.

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۰کال په ټاکنو کې چې ټرمپ له بایډن څخه ماته وخوړه، ۳۲سلنه لاتیني رای ورکوونکو ټرمپ ته رایه ورکړې وه، چې د دې کال په ټاکنو کې دا شمېر ۴۶سلنې ته لوړ شوی دی.

په داسې حال کې چې د لاتینې امریکا وګړو په تېرو لسیزو کې په دودیز ډول د ډیموکراټانو ملاتړ کاوه، خو سږ کال د ټرمپ په ملاتړ رایې ورکولو کې د دوی پراخه ونډه ښيي، چې د جمهوري غوښتونکو د بریا په برخه کې د دوی ملاتړ مهمه وو.

د اډیسن انسټیټیوټ د نظرپوښتنې له مخې، سره له دې چې ټرمپ د کډوالۍ سره په مخالفت د خپل کمپاین تبلیغاتي شعارونه جوړ کړي و او ټینګار یې کاوه چې هغه به ټول هغه کسان وباسي چې په ناقانونه توګه متحده ایالاتو ته داخل شوي، مګر ډېری لاتیني رای ورکونکو د ټرمپ د سخت دریځ څخه ملاتړ کوي.

د نظرپوښتنو له مخې، د لاتیني رای ورکوونکو شاوخوا څلورمې برخې ویلي، چې بې اسناده کډوال باید بیرته واستول شي.

د متحده ایالاتو د سرشمیرنې د ادارې د ارزونې له مخې، د امریکا لاتین الاصله وکړي، د سپین پوستو په پرتله ډیر ازاد کارونه کوي او ډیر لږ یې د لوړو زده کړو شوقیان دي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۴

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۵

ایټالیا کې افغان سفارت: د هېواد برخلیک باید د بهرنیانو او طالبانو د پټو معاملو قرباني نشي