شاه‌محمود میاخېل: د هر چا لپاره خپله ګټه مهمه ده او امریکا به هم هغه کوي، چې په ګټه یې وي

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی سرپرست او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول وايي، مبارکياني چې خلاصې شوې بیا به وګورو چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څومره کسانو مبارکیانو ته مثبت ځواب وايي، له چا مننه کوي او له چا یې نه کوي؟

‏هغه پر اېکس پاڼه لیکلي:« د هر چا لپاره خپله ګټه مهمه ده. امریکا به هغه څه کوي، چې د امریکا په ګټه وي؛ خو افغانان مخکې له دې چې د امریکا د نوي ولسمشر د خیر یا شر په تمه پاتې شي، ښه به دا وي چې په خپلو کې سره په یوشمېر ملي ارزښتونو منسجم شي. ځکه له بهرني مشروعیت څخه کورنی مشروعیت مهم دی، چې یو قانونمند او مشروع حکومت رامنځته شي.»
هغه زیاته کړې، تجربې او تېر پنځوس کلن تاریخ ښودلې چې د یو بل د نفې کولو او انحصار سیاست کارنده نه دی.

د هغه په ټکو، افغانان باید د نورو څخه د تمې پرځای یو بل ومني او د یو بل زغملو ته ځانونه چمتو کړي.