شننه؛ ودان ملت

هغه دوستان، چې د کابل په خیرخانه مېنه کې، زموږ د ارواښاد استاد اکاډمېسین پوهاند رشاد کور ته تللي وي.
د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

هغه دوستان، چې د کابل په خیرخانه مېنه کې، زموږ د ارواښاد استاد اکاډمېسین پوهاند رشاد کور ته تللي وي.
نو له دغه لوی عالم سره د ناستې په خونه کې به یې خامخا د کتابونو د مخامخ المارۍ پر یوه څنډه، د استاد په ښکلي مشقي خط لیکل شوې د هیندوستان میشتي افغان ټولواک شېرشاه سوري دا جمله لیدلې وي: « پښتنو! قبیلویت پرېږدئ، قومیت جوړ کړئ!»
د استاد له قوله او د تاریخي سرچینو له روایته، سوري شېرشاه دا وینا خپل دربار ته د هغو ورتلونکیو پښتنو مشرانو لپاره کړې وه، چې هڅه یې کوله پښتانه په کوشنیو کوشنیو خېلونو او ټبرونو، سیمو او جغرافیو سره وویشي او بیا دوی له دغه ویش څخه په ګټنه ځانونه پاچا ته ورنږدې کړي. مدبر شېرشاه، چې په هیندوستان کې د واک پر دریځ ښه پوهېده، له ورایه یې د پښتنو مشرانو د دې تربورګلوۍ زیانونه پېژندل او د هماغه تاریخي موقعیت (ځانګړي زمان و مکان په قید) کې یې دوی ته داسې حکم کاوه، چې ټول ځانونه په یوه لوی واحد قوم پورې وتړي او یو پیاوړی قومیت جوړ کړي.
یوه ورځ مې خدایزده د څه ډول یوه بحث په پایله کې استاد ته وویل: که سوري شېرشاه اوس ژوندی وای او د افغانستان په نننۍ جغرافیا یې واک لرلای، نو خامخا به یې دا جمله داسې ویله: « افغانانو! قومیت پرېږدئ! ملت جوړ کړئ!» استاد په خپلې ځانګړې خوږې خندا زما دغه خبره تأیید کړه او ویې فرمایل: « د شېرشاه دا خبره د همدې فکر بنیاد دی.»
له سوري شېرشاه تر نن پورې دا پینځه پېړۍ د افغانانو ټولو مشرانو د ځینو ځانخوښیو له همدې ناولي عادت څخه سر ټکولی، له روښان بایزیده رانیولې، تر خوشال خټک ،باچا خان او نورو پورې یې د زړه وینې ورته خوړلي، چې په کور کې کورکي مه جوړوئ او په خېل وخېلخانو مه سره ویشل کیږئ، چې دوښمن به مو له دې ویش څخه ګټه واخلي او له زمکې به مو ورک کړي، خو هی ارمان چې خلک یې دا خبرې نه اوري.
ملتونه په لویو لیدلوریو جوړیږي:
څو دې وس رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
زموږ مشرانو موږ ته د ملت ( د لوی لرلید په مرسته د یوه لوی ملت) بنسټونه په میراث راپریښي دي، خو هغه لړزانده دیوالونه چې پر دغو پخو بنسټونو درول شوي، موږ را روسته نسلونو ترې یوه یوه خښته ایستلې او د ملت ژوبل جسم مو لا پسې زخمي کړی دی. ځکه خو هرکله چې ځينې پردیپال وايي: « موږ ملت نه یو!» زما استدلال یې په وړاندې دا دی، چې نه! موږ ملت یو او د یوه پياوړي ملت پر بنسټونو ولاړ هم یوو، هغه څه چې ستونزه ده، زموږ د راروسته نسلونو او نخبهګانو نیمګړتیاوې دي، چې پردغو بنسټونو مو د یووالي ماڼۍ درولې نه ده.
دا دی، په داسې زمانه کې چې موږ د « ملت یو! » او « باید یو لوی ملت ودان کړو!» بحثونه کوو، څه احساساتي او ځانخوښي یا له ناخبرۍ او یا هم ښايی د څه مرموزو لمسوونو په پایله کې هڅه کوي وروڼه سره تربرونه کړي او تربرونه په دوښمنو واړوي. که څه هم باور لرم، چې د افغانستان ټولنیز بافت او د خلکو ګډ ملي شعور به دغسې زهرجنې احساساتي ناندرۍ په باد یوسي، خو زخمځای به یې خامخا د ملت ژوبل ژوبل وجود نور هم وخوږوي.
موږ د «ملت» د ودانولو لپاره څلورګډ داسې بنسټونه لرو، چې ښايي ډېر مصنوعي او د ښکېلاک له ګېډې رازېږېدلي هېوادونه یې ونه لري، ځکه خو یې لاتراوسه خپل تیت پرک ولسونه په یوه پیاوړي ملت بدل کړي نه دي.
زموږ دا څلور بنسټونه دا دي:
۱ـ افغانستان د ګڼو فرهنګي ارزښتونو، ژبو او دود دستورونو د رنګارنګو ګلونو داسې یو فرهنګي باغ خاوند هېواد دی، چې ټول یې د ګډ مالکیت حس لري، جزیات به یې بل وخت په یوه بېله لیکنه کې څرګند شي.
۲ـ موږ ته زموږ لویو ټولواکمنو یوه لویه جغرافیا په میراث پريښې او په دې جغرافیا کې مو ګډ برخلیک لرلای دی. په ۷۲۱ قمري/ ۱۳۲۱میلادي کې سیف بن محمد بن یعقوب هروی (سیفي هروي) په خپل «تاریخنامۀ» هرات کتاب۶۲۶ مخ کې د افغانستان حدود داسې تعریف کړي دي:
" له هرات څخه بیا د ټول افغانستان تر بریدونو او د آمو تر حد پورې ..."
د اوولسمې پېړۍ په پای کې میرویس خان نیکه او ځایناستو یې له اغیارو څخه د دغې ملي جغرافیې د سپېڅلي وجود پاکول راپیل کړل، تر دې چې د اتلسمې پېړۍ په پیل کې سترټولواک احمدشاه بابا د دغې جغرافیې پر زړو هډونو د نوي افغانستان داسې واکمني جوړه کړه، چې دا دی تر نن پورې د اسیا په وجود کې د خوځند زړه حیثیت لري.
۳ـ د افغانستان خلک بشپړ اکثریت معتدل مسلمانان دي او زموږ د ملت اعتقادي بنسټ یې پیاوړی په میراث راپریښی دی. د افغانستان د حکومتونو عرفی جوړښت تل له دغه ګروهیز یووالي د ملي پیوستون لپاره ګټه پورته کړې ده، که څه هم انګریزي ښکېلاک تر نن پورې د نویو افراطي ډلو ټپلو، د مذهب ترنامه لاندې ښکېلاکي ویشونو، شخړو او فرقهيي ویشونو ته لاس واچاوه، په شدت سیاسي شوي، بلکې استخباراتي شوي زهر یې د مذهب و دین په نامه راوشیندل او له خپلو سیمهییزو سیالانو سره یې د افغانانو د جنګولو لپاره د دوی سپېڅلې عقیده د ویشلو او تقابل د میتود پربنسټ کارول وغوښتل، خو ملت خپله اعتدالي، معقوله اسلامي ګروهه وساتله او سیاست یې خپل عرف ته پرېښود. ولس تل هڅه کوله چې سپېڅلې عقیده د سیاستلوبو له ککړتیا څخه بېله او لرې وساتي.
۴ـ او بالاخره د ملت ودانولو څلورم بنسټ چې ښايي په نړۍ کې د لږو نېکمرغه ملتونو په برخه وي، هغه ټولنیز بافت دی. د افغانستان په جغرافیا کې له ډيرو لرې پرتو او په غرونو کې راګیرو سیمو پرته نور افغانانو دومره خېښۍ و خپلوۍ سره کړي دي، چې اوس په هره کورنۍ کې د افغانستان بېلابېل توکمیز عناصر موندلای شئ. له مزار و بدخشان را نیولې تر پکتیا وکندهاره او له هراترانیولې بیا ترننګرهار و لغمان پورې ګڼې کورنۍ سره ګډې شوې دي. لوی ښارونه او بیا ورڅېرمه سیمې د دغه ګډون او مزج لوښي دي او افغانستان یې سره داسې ګنډلی چې نه په کې خالصه کندهارۍ کورنۍ پاتې ده و نه هم خالصه بدخشۍ یا هراتۍ و کونړۍ. موږ ټول په حقیقت کې د یوې لویې (افغانې) کورنۍ غړي یو. دا هرڅه شعارونه او د ملي یووالي لپاره خوشبینانه خیالات نه دي، د دې ټولنې واقعیتونه دي، که نه وي هریو دې خپله کورنۍ و خېلخانه وګوري، چې څومره ملي ګډون په کې دی.
دې څلورو بنسټونو ته په کتلو موږ بیخي زیات امکانات لرو، چې یو لوی او پیاوړی ملت ودان کړو.
زه نهغواړم هغو سادګانو ته د نصیحت په ژبه څه ووایم، چې دا ورځې یې د افغانانو اذهان او افکار د سیمې، ولایت، ژبې، لهجې، لیکدود، ملي شخصیتونو، ملي نښو، د تاریخي پېښو په سر د شخړو او نورو بېځایه ناندریو په وسیله نارامه کړي دي. بلکې هغوی ته د زړهسوي په لحن وایم، چې دا خوارۍ مو د ګونګټې ده او بېځایه مو ځانونه ستړي کړي دي. دا لوڅې پوڅې مو هېڅ ځای نهنیسې. هسې په لوی ملت کې ځانونه مه تجریدوئ. تاریخي پېښې و تاریخي څېرې ان تاریخي ویاړونه تاریخ ته پرېږدئ. له تاریخ څخه یوازې هویتي و تجربي تومنه اخیستلای شو، نور نو د نن و سبا د جوړولو زمانه ده. له لوی او بیخي لوی تاریخي افغانستان څخه مو مټې راتاو کړئ! د یادو څلورو پیاوړو بنسټونو پرسر د یوه پیاوړي او سره متحد افغان ملت ښکلې ودانۍ رالوړه کړئ. د ودان ملت له دیوالونو خښتې مهباسئ، بلکې د ستر سوري شېرشاه ارمان را معاصر کړئ او داسې یې یو بل ته ووايئ، چې:
« افغانانو! قومیت پرېږدئ! ملت جوړ کړئ!»
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.


د جنګونو او بحرانونو په منځ او یا وروسته یوه ډله ځوانان، لیکوالان، شاعران، سیاسیون، متخصصین، مدني فعالان او نورې ډلې او اشخاص راپېدا کیږي چې له دوی لار ورکه وي یا په داسې مسایلو بحث کوي چې هغه نه عملي بڼه لري، نه عقلاني وي او نه نورو ته مثبت مسیر ورکولی او ورښودلی شي.
د "Lost Generation" ډلې او اشخاص فکر کوي چې نور او هم د دوی څخه مشران یا مشر نسل نه ځوانان وو، نه په کار پوهېدل او نه ورسره احساس و؛ خو فقط دوی دي چې په هر څه پوهیږي او له بل هر چا څخه دوی په وطن او د وطن په خلکو باندې زیات زهیر او دردیږي.
د لاست جنریشن یا د ورکې لارې د نسل ځوانانو او لیکوالانو احساسات او نظریات د قدر وړ دي خو عملي نه دي.
ورک لاري نه ځان ته ګټه رسولی شي او نه نورو ته ځکه دا نسل د ارسطو د جمهوریت غوندې مدینه فاضله ځانته جوړ کړې او غواړي چې ټوله دنیا د دوی د مدینې فاضلې په خیالي ښار ګوټې کې واوسیږي او ژوند وکړي.
د لاست جنریشن د لیکوالانو، عقلمندانو، مفکرو او مبارزینو په خبرو او لیکنو کې تداوم یا Consistency نه وي؛ ځکه د هر ورځې لیکنې او خبرې یې د یو بل په تضاد کې وي او همېشه د نقد په سنګر کې ناست وي.
د ورک لارو د پیروانو نسل لکه د "ګل مرجان" غوندې هره خبره، طرحه او حتا خپلې خبرې هم هره ورځ نقدوي ځکه همېشه د نه منم رواني ناروغي د دوی په روان، خبرو او لیکنو کې حاکمه وي او په خپل فکر او کړنو کنترول نه لري.
د پرون خبره یې هېره وي او د نن خبرې یې د پرون له خبرو سره په تضاد کې واقع وي.
که څه هم د افغاني ټولنې یوه لویه نیمګړتیا Contradiction یا د خبرو او عمل تر منځ تضاد دی خو لاسټ جنریشن دې تضادونو ته نور هم لمن وهي او د اور د برڅرکو له امله خپله لمن او ځان سوځوي او غواړي چې نور هم باید د دوی سره ځانونه وسوځوي تر څو ټولنه د خپل ځان په شان بربنډه او لوڅه کړي.
د ورک لارو په فکر او خیال کله چې ټولنه او خپل ځان یې لوڅ یعنې بربڼد او وسوځول شو؛ نو بیا په تورو بریتونو لاسونه کش کړي چې ومو کتل هغه فلان او بستان مو څنګه درته وڅنډه او لوڅ مو کړ.
ورک لاري دې ته فکر نه کوي چې نور خو دې لوڅ کړل خو ته هم لوڅ ولاړ یې او خلک دې ننداره کوي.
زما په اند، ټول افغانان که په خپلو خبرو او لیکلو کې د وحدت او افغانستان د ثبات لپاره خیر نه شي رسولی نو د شر او بې اتفاقې خبرې، قومي، ژبني او سمدستي تضادونو ته دې لمن نه وهي.
د داسې لیکلو او بحثونو څخه چې د ناکامۍ او بربادۍ ناولي بویونه خپروي، ښه به دا وي چې چوپه خوله کیني او هېڅ ونه لیکي.
داسې لیکل او بحثونه چې هلته نه د قلم عفت ساتل کیږي او نه د کلام عزت، نه اخلاق یې مني او نه یې د افغانستان دا اوسنی دردېدلی حالت مني نو ښه ده چې سړی چوپ کیني او هېڅ ونه لیکي.
که څه هم پوهیږم چې د یو شمېر په نامه لیکوالانو روزي او د عاید منبع همدا بد رد ویل وو او دي؛ خو دا چې د پخوا غوندې "شوړې" اوس څوک نه ورکوي، نو اوس په رواني ناروغۍ اخته دي او چوپ پاتې کېدلی نه شي.
ما ته د پښتو ډرامو د کمېډين اسماعیل شاهد ډرامه رایادیږي چې ډول ته ډنګ ورکړي؛ نو دی ورته اوږې وخوځوي، د داسې لیکوالانو عادت نه منل او نه منم دی چې د هر چا پسې هر څه ولیکي.
دلته د هغه کسانو مسوولیت جوړیږي چې د عقل او احساس تر منځ تعادل ساتلی شي چې خپل اواز اوچت او د فکري مثبت تغیر لپاره هلې ځلې وکړي او خپل مسوولیت ادا کړي.
که څه هم د ټولنیزو رسنیو د اوج زمانه ده او په دې زمان کې ښايي احساساتي او لار ورکي په اسانۍ سره سټیج پېدا کولی شي؛ مګر عاقلانو ته بویه چې د وطن په درد خبر او لار ورکو ته لار ور ورښيي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د خپلې کړنلارې په اساس هڅه کوي چې ټول افغانان د اکوړې مدرسې افراطي تفکر ته تسلیم کړي.
د رسنیو او کارپوهانو له خوا ظاهراً داسې ښودل کېږي چې دغه کړنلاره یې تېرو درې کلونو کې له چلنج سره مخامخ شوې ده؛ ګنې تر هغې پخوا ورسره نه اکثره افغانانو کوم مشکل درلود او نه هم د طالبانو مختلفو ډلو.
حقیقت دا دی چې د افغاني ټولنې متنوع جوړښت، تاریخ او سیاسي فرهنګ ته په کتو د افغانانو لاره ور څخه جلا ده، خو د اخوندزاده دغه هڅې حتا له پیله د طالبانو په منځ کې هم په نطفه کې شنډې دي.
د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې له شرموونکي تړون وروسته د طالبانو دننه یو څرګند وېش راښکاره شو؛ خو د دې وېش بنسټ تر هغې هم پخوا هغه مهال رامنځته شو چې امریکا او د هغو متحدو سازمانونو د لاسرسي وړ طالب مشرانو سره دوامداره اړیکو ته انکشاف ورکړ.
له دغه وېش څخه د امریکا مذاکراتي ټیم دوه موخې درلودې:
یو دا چې د افغانانو د عامه افکارو پر بنسټ خپلو خلکو او خپلو متحدینو ته له طالبانو سره معامله توجیه کړي چې ګنې اوس دا خلک بدل شوي او ټول یو رنګ سخت دریځه اکوړي تفکر نه لري.
دویمه موخه یې دا وه چې اوس کولای شي دا خبره توجیه کړي چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه یې په بریالیتوب پای ته ورسوله او له افغانستانه یې د خپلو سرتېرو د خوندي وتلو لپاره ضمانت ترلاسه کړی دی.
د دې ترڅنګ د امریکا ځانګړی استازی د تړون څخه مخکې په دې بریالی شو چې امریکايي پلوي افغان سیاسي او جهادي څېرې، جنګسالاران او د امریکا متحد هېوادونه قانع کړي، چې طالبان د نویمې لسیزې په پرتله بدل شوي او د دې وړتیا لري چې د یوې معتدلې ډلې په توګه د نورو افغانانو او هم د سیمې او نړۍ سره نورمال انساني تعامل ولري.
په دې هڅه کې امریکايي رسنۍ او د امریکا له خوا تمویل شوي لیکوالان فعال وو، چې طالبان د یوې منځلارې ډلې په توګه نړۍ ته معرفي کړي.
اوس ډېری خلک په دې تېروتنه یا په ښکاره اعتراف کوي چې دوکه شوي وو او یا هم د امریکا د فریب له شرمه چوپه خوله پاتې دي.
د طالبانو د مذاکراتي ټیم جوړښت او د امریکا د رول نښې
لکه څنګه چې د جمهوریت د سولې مذاکراتي ټیم په جوړښت او ترکیب کې د امریکا ځانګړي استازي مداخله وکړه، په همدې ډول یې د طالبانو مذاکراتي ټیم هم مهندسي کړ.
د طالبانو مذاکراتي ټیم په تدریجي ډول له ۲۰۱۳ کال څخه د امریکا له خوا جوړ شو.
لومړی:
هغه طالبان چې د T5 په نامه یادیږي او د طالبانو د مذاکراتي ټیم هسته یې جوړوله، له ګوانتنامو څخه دوحې ته انتقال شوي وو، په مذاکراتو کې ځای پر ځای او د لیدنو کتنو لپاره یې ورته امکانات برابر کړل.
دويم:
دویمه ډله هغه تجارتي یا کارپوریټ طالبان وو چې اکثره یې د اماراتو څخه دوحې ته ورسېدل.
درېیم:
بله مساله د امریکا د ځانګړي استازی له خوا د هبت الله د هیلې خلاف د ملا برادر شاملول وو؛ کله چې په ۲۰۱۸ کال مذاکرات پیل شول، هبت الله خپل کس عبدالحکیم حقاني د مذاکراتو د مشرۍ لپاره وټاکه؛ خو د امریکې ځانګړي استازي د جنرال باجوه سره د یوې معاملې په نتیجه کې ملا برادر د پاکستان له زندانه خوشې شوی و، د طالبانو د هییت مشر وټاکه.

څلورم:
بل اړخ د ملایعقوب د مذاکراتي ټیم په نوم د ملایعقوب د څانګې شاملول وو؛ ملا یعقوب چې په ۲۰۱۸ کال کې او د ۲۰۱۹ په لومړیو کې د هبت الله له خوا په بشپړه توګه منزوي شوي و، د امریکا د ځانکړي استازي او د پاکستان په منځګړیتوب د هبت الله د مرستیال په توګه وټاکل شو او د دې لپاره چې یعقوب هم په دوحه کې استازیتوب ولري، تره یې په مذاکراتي ټیم کې شامل شو.
پنځم:
بله چاره په مذاکراتي ټیم کې د حقاني شبکې شاملول وو؛ د طالبانو د مذاکراتي ټیم د «ټولګډونه توب» د ښودلو لپاره په افغان حکومت د فشار په نتیحه کې انس حقاني د بګرام له زندانه خوشې شو او د طالبانو پر مذاکراتي ټیم ور ګډ شو او په دې ترتیب یو ځل بیا د پاکستان په منځګړیتوب په سیمبولیک ډول سراج حقاني د هبت الله د بل مرستیال په توګه وټاکل شو.
بله خوا ایران پلوي طالبان تر پایه پورې د دوحې په ټيم کې شامل نه شول.
سره د دې چې د امریکا ځانګړي استازي د دوحې مذاکراتو په درشل کې ټینګار کاوه چې د طالبانو مذاکراتي ټیم په بشپړه توګه د کوېټې د طالبانو د دریځ استازیتوب کوي؛ خو که د طالبانو د مذاکراتي ټیم د جوړښت دغه پورتنې اووه کلنې پروسې ته وکتل شي، له ورایه ښکاري چې دغه ترکیب نه یوازې د کوېټې د طالبانو بشپړ استازیتوب نه کاوه بلکې د دغه ټیم غوڅ اکثریت غړي نږدې یوه لسیزه د طالبانو د کوېټې شورا سره نه مستقیم او نه هم غیر مستقیم تماس درلود، بالعکس دغه غړو امریکا سره ډېر نږدې روابط درلودل او حتا نورو افغانانو او بهرنیو ډېپلوماتانو سره د دوی د خبرو بڼې او راشه درشې بیخي امریکایي بڼه درلوده، هغه داسې چې دوی کټ مټ لکه د امریکايي ډېپلوماتانو په څېر د یوې مشخصې مسالې په اړه مختلفو کسانو ته مختلف او متضاد پیغامونه درلودل چې یو ډول ابهام رامنځته شي.
دغه ډول مبهم چلند د هغو روزنیزو ورکشاپونو نتیجه وه چې دوی ته د امریکا له خوا د توظیف شویو "ان جي او" ګانو له خوا په دوحه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو په منځ کې ورکول شوي وو.
امریکا سره د کابل مېشتو (کارپوریټ) طالبانو ژمنې او لوکس ژوند
د دوحې تړون په نتیجه کې پر کابل له واکمنو طالبانو څخه امریکا په خپلو نوبتي ناستو کې غوښتي چې هبت الله دې وهڅوي چې د یو مذهبي مشر په توګه پاتې شي او په حکومتدارۍ کې دې لاسوهنه نه کوي.
په مذهبي لویو پرېکړو کې هم باید یوه مشورتي یا د تصمیم ګیرۍ شورا ولري چې دغسې یو انعطاف او سیاست به طالبانو ته د په رسمیت پېژندلو لاره اسانه کړي او د دوحې تړون پټ ضمایم به په اسانه عملي شي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې د واک پر سر د طالبانو دننه دغه خاموشه شخړې ورو - ورو ښکاره شوې دي. کابل مېشتي طالبان چې د دوحې تړون په زور واک ته رسېدلي او له امریکا سره د پټو او ښکاره تعهداتو د تطبیق لپاره ژمن دي، اوس په کابل کې د دولتي ودانیو واکمن دي او هره ورځ په اقتصادي، سیاسي، او نظامي برخو کې د هبت الله په پرتله ځواکمنیږي.
دوی امریکا سره ژمنه کړی چې یوه "معتدله مذهبي دیکتاتورۍ" بڼه به رامنځته کوي چې نړۍوالو او په ځانګړې توګه د لویدیځو هېوادونو پلازمېنو ته د یو منځلاري نظام ښودنه وکړي؛ خو حقیقت کې په دې بڼه کې پټه اجازه شته چې طالبان څه ډول غواړي په خپله خوښه افغانان وځپي او هر ډول ظلم پرې وکړي، دوی به هڅه کوي چې د استبداد کرغېړنې کړنې به په لویدیځو مطبوعاتو کې زیات شور نه جوړوي. دا دوه مخې پالیسي د دوحې طالبانو یا په نوې اصطلاح د عصري شویو طالبانو د ستراتېژۍ بنسټ جوړوي.
د کابل طالبانو د کابل له سقوط وروسته لوکس ژوند ته مخه کړې ده. د ګڼو ودونو او موټرو لرلو په سر خپلو کې سیالي کوي، په لوکسو رستورانونو کې مېلمستیاوې جوړوي او د ځایي نادولتي سازمانونو سره په ګډو کاروبارونو او اقتصادي قراردادونو کې برخه لري.
دوی دوبۍ او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د استراحت لپاره سفرونه کوي او د ښځینه یوټیوب ویډیو جوړوونکو تمویل کوي ترڅو نړۍ ته د طالبانو یوه معتدله څېره وړاندې کړي.
دا ډله د لویدیځو همکارانو له خوا "کارپوریټ طالبان" بلل کیږي، ځکه چې دوی د ایډیالوژۍ یاعقیدې پر ځای په شتمنۍ، انځور او سوداګرۍ تمرکز کوي.
کندهار میشتي طالبان؛ د اکوړې سخت دریځ
په بل اړخ کې په کندهار کې مېشت د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده او د هغه نږدې ملګري هڅه کوي چې د اکوړې د مدرسې تر ټولو سخته او افراطي بڼه حکومتولي په افغانانو تحمیل کړي.
د هبت الله لید دا دی چې په افغانستان کې باید یوازې د هغه د اسلام تفسیر عملي شي او د نیوکې او مخالفت هیڅ ځای نه وي. دا سخت دریځه نظریه، چې رېښه یې د اکوړې د مدرسې له تفکر څخه سرچینه اخلي، غواړي ټول افغانان د هبت الله په څېر فکر وکړي او د مختلفو نظریو او هر ډول تنوع پر وړاندې هېڅ زغم نه لري.
په داسې حال کې چې د دوحې طالبان د منځلاريتوب ادعا کوي او وایي چې دوی د نجونو د زده کړو د پیل لپاره لارښوونې او ترتیب جوړوي؛ خو هبت الله او د هغه ملګري لکه ملا ندیم ډېر سخت دریځ لري.
دوی د شریعت له مخې د نجونو د تعلیم جواز په اړه لا هم اختلاف لري. هبت الله په خپلو غږیزو پیغامونو کې حتا د نارینه و د ښوونځیو سره مخالفت څرګند کړی.
هبت الله په خپلو ویناو کې د عصري معلوماتي او تفریحي بڼو لکه ټلویزیون سره خپله کرکه ښکاره کړې ده او په دې وروستیو کې یې په تخار کې په وینا کې ویلي: "په تېرو شلو کلونو کې افغانان له اسلامي لارې لرې شوي، ځکه ډېر خلک ټلویزیون ګوري."
په ظلم، استبداد او ویرې خپرولو کې د دوحې او کندهار طالبان دواړه کوم تفاوت نه لري؛ دواړه ډلې د عامه خلکو پر وړاندې بې له محاکمې شکنجه او وژنې ترسره کوي او حتا په دې ظلمونو کې هم یو بل سره سیالي په یو معمول بدله شوې.
هبت الله د دې عملونو لپاره هېڅ پښېماني نه ښکاره کوي. هغه په دې وروستیو کې په کندوز کې د بندیانو وژنه ډېره بابیزه مساله وګڼله او ویې ویل چې د دغو وژنو عاملین یوازې له دندو ګوښه شوي یا تبدیل شوي دي.
دا ښيي چې د داسې ظلمونو عادي کېدل د طالبانو په لیکو کې څومره په لوړه کچه د منلو ده.
سره د دې چې په ظاهره کې د "کارپوریټ طالبانو" او په کندهار کې د افراطي رهبرۍ تر منځ توپیر د طالبانو د رژیم متضاد طبیعت څرګندوي؛ خو یوه ډله لویدیځي رسنۍ هڅه کوي نړۍ ته د طالبانو له منځه یوه ډله منځلارې او بله ډله توندلاري معرفي کړي.
زما له نظره دغه ډول تفکیک او د څو څېرو معتدل معرفي کول هماغسې چې پخوا د دې هېواد ستونزې حل نه کړې بلکې لا یې ژورې کړې اوس هم په دی باور یم چې دغه ډول یوه لوبه یوازې د عامو افغانانو کړاوونه زیاتوي، بلکې د هېواد او ولس راتلونکې هم د دوو افراطي افکارو د رقابت تر منځ نا څرګند پاتې کیږي.
د افغانانو لپاره د طالبانو د دوه مخي سیاست درسونه
که څه هم د دوو افراطي افکارو د رقابت شرمناکه لوبه په لنډه موده کې زموږ د هېواد غمیزې لا پسې زیاتې کړي او په افغانستان کې به د بېلابېلو نیابتي ډلو د فعالیت لامل شي، خو په منځمهاله او اوږدمهاله موده کې به د ټولنې لپاره چې ملي او خپلواک فکر لرونکي اوسېدونکي لري، مهم درسونه او زده کړې ولري او د دغه ډول متحجرو افکارو پر ضد به د مستقلو او منسجمو فکري سیاسي سازمانونو د جوړولو او ولسي انسجام اړتیا او زمینه برابره کړي.
دا درسونه کوم دي؟
لومړی:
هېڅ افراطي ډله د اصلاح وړ نه ده؛ په دې هکله هر ډول خوشباوري او هڅه د تېر وخت ترخو تجربو تکرار او یوه لویه تېروتنه ده.
دویم:
د هېواد د سیاسي مسایلو د حل لپاره د بهرنیانو هر ډول مرستې غوښتل او یا د هغوی شاملول د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار او د تاریخ څخه د عبرت د نه اخیستو په معنا دی. په بهرنیانو پورې تړلو کنفرانسونو او اجنډاو کې ګډون او هغې پورې زړه تړل چې په افغانستان کې به د مثبت بدلون لامل شي، هېڅ پایله نه لري.
تجربو وښوده چې هېڅ بهرنی د افغانانو لپاره صادقانه اجنډا نه لري.
درېیم:
د ارزښتونو، د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو په اړه د بهرنیانو اوسني دریځونه هم له منافقت څخه ډک دي؛ ځکه چې همدوی پخوا د همدغو ارزښتونو د ظاهري دفاع لپاره د جګړو او بمباریو ملاتړ کاوه، خو د دوحې پروسې په درشل کې یې افغانانو ته دا پیغام درلود چې نور د افغانانو د بشري حقونو، د ښځو د کار او د نجونو د زده کړو ملاتړ نه کوي. خو اوس یو ځل بیا د دغو حقونو د ملاتړ خبرې کوي.
په دې برخه کې باید هېڅ باور ورباندې ونه کړو او زموږ لپاره غوره لار دا ده چې د دوی له مرستې پرته پرمختګ لار غوره کړو.
څلورم:
افغاني ټولنه له فکري اړخه یوه متنوع ټولنه ده او د هبت الله هڅه چې غواړي دغه ټولنه د اکوړې په تفکر په اساس یو لاس او ډول کړي نه یوازې د طالبانو له منځه د ماتې سره مخامخ ده؛ بلکې ټولنه هم د دې اراده لري چې د هبت الله د افراطیت دا کمپاین په کلکه رد کړي خو د ارادې ترڅنګ د ټولنې دغه غبرګون تدبیر، انسجام او زیار ته اړتیا لري چې ملتپالي ورته کار وکړي، همدغه د بریالیتوب لاره ده حتا که سخته، نفس ګیره او ډېر وخت ونیسي.
پنځم:
د پردیو په فرمایش د افغانستان د اداره کولو لپاره د هېڅ نیابتي ډلې واکمني دوامداره نه ده. نیابتي واکمنۍ به یا د افغانستان له سیاسي واقعیتونو سره د نه توافق له کبله پاشل کېږي او یا به یې تمویلونکي بهرني قوتونه د خپلو ګټو لپاره په عمدي ډول له تفرقې او وېش سره مخامخ کوي او د یو د بل په وړاندې به یې دروي.
شپږم:
داسې یوه تمه چې ګوندې د بهرنیانو د مداخلې په نتیجه کې به افغانانو ته ملي حاکمیت د بېرته اعادې زمینه مساعدېږي، بې ځایه ده. ټول ملي ګرا افغانان باید په دې پوه شي چې خپل منځي سلیقوي اختلافات پرېږدي او د وطن د لویو ملي مسالو لپاره په سلا مشورو او عملي لارو چارو غور وکړي.

ګل پاچا الفت صیب وایي چې عقل ګوډ او احساس ړوند دی. د الفت صیب خبره سمه ده. که څوک عقل لري او احساس نه لري، دغه کس ګوډ دی او خپل منزل مقصود یا هدف ته نه شي رسیدلی.
که څوک احساس لري او عقل نه لري، دغه کس ړوند دی. که ړوند له امسا پرته مزل کوي، خامخا یې سر له تیږې یا دیوال سره لګیږي او ځان ژوبلوي. په دې خاطر نه عقل کافي دی او نه احساس. د دواړو تر منځ همزمانه تعادل ساتل پکار دي.
د عقل او احساس د تعادل فرموله هغه وخت رامنځته کیږي چې د عقل په بنیاد احساسات کنترول شي چې اوږدمهاله ګټې زیانمنې نه شي. دلته احساساتو ته نه بلکې د عقل محاسبې ته اړتیا ده. د بېلګې په توګه؛ ایا د ولس د ابادۍ او سوکالۍ لپاره جنګ ښه دی او که د عدم تشدد مبارزه ؟ د جنګ ګټه او تاوان په لنډ او اوږد مهال کې څه ده؟ که جنګ نه وي، ایا د عدم تشدد مبارزه ګټه لري او که نه؟ هدف او هدف ته د رسېدو لپاره به تګلاره او ستراتیژي څه وي؟ او داسې نور. د جنګ او مصلحت په دواړو حالتونو کې اصلي موخه، مشرانو، حکومتونو او مبارزینو ته دا وي چې څنګه د افغانانو ګټې په لنډ او اوږدمهال کې وساتي. همدغه د ګټې او تاوان سنجول، هدف ټاکل او هدف ته تګلاره او پالیسي جوړول او هغه تګلاره او پالیسي عملي کولو ته سیاست یا پولیټیکل ساینس وایي. ساینس ورته ځکه وایي چې د مشرانو او حکومتونو هره پریکړه باید محاسبه شي او که محاسبه غلطه شي نو هره پریکړه د دوی له ګټې نه تاوان زیات لري.
له پیړیو راهیسې، د لر او بر افغانانو مشران د عقل او احساس د توازن د نه ساتلو په ډیلیما یا دوه لار کې واقع دي. دوی لا تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې څه وخت له مصلحت کار واخلي او څه وخت له جنګ نه. دوی د مصلحت په وخت کې له جنګ نه او د جنګ په وخت کې له مصلحت نه کار اخستی او اخلي.
د احساساتو پای، نتایج څه دي؟
د افغانانو پر هغو مشرانو چې عقل غلبه لري یا لرله، هغوي ته د خپلې ټولنې او ولس کمزورتیا او نیمګړتیاوې معلومې وې او یا ورسره بلد دي. دوی فکر کوي چې هر څه وکړي، د دې ولس په حالت کې تغییر نه راځي ځکه دوی د خپل حالت د تغییر په فکر کې نه دي. ولس د احساساتو پلوي کوي. د هر قاتل او جنایتکار شعارونه ورته ښه ښکاري او د عقل خبرې نه مني. دوی فکر کوي چې که د عقل پر بنسټ هر څومره مبارزه وکړي، دا وړۍ نه شړۍ کیږي. دوی یوازې خپل عقلونه جنګوي او عملي مبارزې ته نه دانګي ځکه په عملي مبارزه کې جګیدل او پرځول، لوړې او ژورې، د بل منت اخستل او اعتراضونه او حتی تر ښکنځلو او بد رد ویلو زغملو پورې د مرګ تر سرحده خطرونه او کړکیچونه شته دي. دا ډول مشران زیات پوه او عاقل مشران دي، مګر عملی مبارزه نه کوي او یوازې ښې مشورې ورکولی شي.
برعکس، کله چې د مشرانو او ولس په منځ کې د عقل په عوض احساساتو غلبه پیدا کړې او یا یې پیدا کوي، د احساس په بنیاد، لښکرې له درو او غرونو نه راولاړې شوې او وریځو سیلابونه جوړ کړي خو دغو سیلابونو هم خپل ځان ته تاوان رسولی او هم یې نورو ته. کله چې اسمان شین او سیلاب وچ شوی، د مرګ او ژوبلې سوړ باد پر دوی لګیدلی، لښکریان بیا پیتاوي ته ناست دي، حماسي شاعرانو ورته شعرونه لیکلي، هنرمندانو په سندرو کې زمزمه کړي او ملایان ورته د جنت او دوزخ، د اجر او ثواب کیسې کړې دي. د دوی په فکرونو کې کاذب غرور او دیني ولوله نوره هم زیاته شوې او د بل سیلاب په تمه لاس تر زنې ناست دي چې کله به یو نوی تحول رامنځته کیږي او دوی به بیا د زړونو بړاس وکاږي.شاعران، لیکوالان، مشران او ملایان دوی ته نه وایي چې څنګه ژوبل شوئ او څنګه مو دین او دنیا دواړه خراب شول. ځینې د خوشال خان خټک غوندې ستړي او مایوسه شوي او اخره کې یې ویلي دي چې توبه له ننګه، توبه له جنګه او توبه افغانانو ته له خدمت کولو نه.
ناکام ولسونه او ناکام هیوادونه او دولتونه همیشه د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر بهرنیانو یا "خدای" اچوي او د خپلو نیمګړتیاوو په علل او معلول فکر نه کوي چې څنګه دوی خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه شي او د نیمګړتیاوو د حل او اصلاح لپاره لارې چارې ولټوي. الله تعالی فرمايي که تاسې په خپل حالت کې بدلون رانه ولئ، نو الله تعالی هم ستاسې په حالت کې تغییر نه راولي. دا چې الله تعالی ستا په حالت کې تغییر نه راولي، نو بیا افغانان ولې له دښمنانو او بهرنیانو نه د تغییر تمه لري. کله چې د حل لاره ورکه شي او افغانان له کړاوونو سره مخامخ شي نو بیا وایي چې همدا بد حالت د الله تعالی رضا وه یا ده.
د افغانانو ترمنځ دوه ډوله ډیلما
افغانان او پښتانه په خاصه توګه، ځکه د عقل او احساس تر منځ تعادل نه شي راوستلای چې دوی له دوه ډوله ډیلما سره مخامخ دي:
اول، دیني ډیلما ده چې دین ملایانو، پیرانو او د مدرسو نصابونو تحریف کړی دی. له یو عصر نه تر بل عصره په دین کې تحریف زیات شوی او عام ولس نه پوهیږي چې اصلي دین کوم یو دی. د جوماتونو اکثره ملایان چې په دین نه پوهیږي، هرې عربي کلمې ته د خدای حکم او د پیغمبر قول وایي. د بیلګې په توګه صرف بهایي ګرامر هم د دین په کتابونو کې شمیري حال دا چې د ګرامر دا کتاب مسلمان نه بلکې د بهایي دین پيرو لیکلی دی نو ځکه ورته صرف بهایي وایي.
د دین لویه برخه چې معاملات دي، په دې برخه کې زیاته څیړنه نه ده شوې. ځیني علماء وایي چې اجتهاد بند شوی او څه چې پخوانیو علماوو ویلي په هغو کې تغییر نه شي راتلای. دا سمه نه ده ځکه فقهي علماوو په خپل وخت کې د ستونزو او د مسایلو د حل لپاره یوه تګلاره او قانون جوړکړی دی چې فقهه ورته وایي. فقهه قانون دی.
پخوانیو فقهي علماوو هم د مسایلو د حل په اړه، په خپلو منځو کې سره اختلاف درلود، نو ځکه څلور مذهبونه او وروسته د نورو علماوو جلا جلا ګروپونه او ډلې رامنځته شولې. د فقهې لویه برخه د تیرو پيړیو پر مسایلو څرخي، خو د یویشتمې پیړۍ مسایلو ته پخواني فقهي متون ځواب نه شي ویلی.
دا چې فقه، قانون دی او د خپل وخت علماوو د خپل وخت د شرایطو په اساس جوړه کړې ده او له دیني مسایلو نه یې د وخت د ضرورت پر اساس، جلا تعبیر او تفسیر درلود، نو د اوس وخت لپاره هم نويو قوانینو ته د اسلامي دیني اساساتو په بنیاد اړتیا ده. دا اوسني ملایان درته وایي چې هغوی بزرګان وو او د بزرګانو په خبرو کې به خبرې نه کوې. که ورته ووایې چې بزرګي یې په خپل ځای خو په اوس وخت کې د مشرانو ټاکل، د حکومت طرز، اقتصادي رشد، ټولنیز ژوند او نور ډیر مسایل اساسي قانون او نورو قوانینو ته اړتیا لري، وایي چې اسلام مکمل دین دی، اساسي قانون ته حاحت نشته دی.
دین په دې معنا مکمل دی چې بل پیغمبر نه راځي او رسول الله (ص) اخري پیغمبر دی نو ځکه دین تکمیل شو خو د دنیا په کارونو کې الله تعالی وایي چې په خپلو منځو کې سره مشوره وکړئ. که دنیایي کارونو کې مشورې ته اړتیا نه وای نو د مشورې امر الله تعالی ولې کاوه؟ همدا علت دی چې فقه رامنځته شوه ځکه د وخت د شرایطو په اساس، ډیرو نویو مسایلو ته نوي اصول، قواعد او قانون په کار وو. که تعبیر او تفسیر ته اړتیا نه وي نو بیا فقه له کوم ځایه رامنځته شوه؟ د اوس وخت لپاره قانون، تشکیلات، د مشرانو ټاکل، اقتصاد، له نړۍ سره راکړه ورکړه او نورو ډیرو مسایلو لپاره قوانینو ته اړتیا ده او له قوانینو او ښې حکومتولۍ، پرته به مسلمانان ذلیل او وروسته پاتې وي.
که لږ نورې پوښتنې دې مطرح کړې نو بیا دا بې علمه او بې عمله ملایان در باندې د بې دینۍ ټاپې لګوي. که ولس ته ووایې چې ملایانو او بزرګانو له دین نه انحراف کړی، هغوی یې هم درسره نه مني ځکه هره ورځ ورته ملایان تبلیغ کوي چې دا دنیا د مومنانو لپاره دوزخ او د کفارو لپاره جنت دی. که له ملایانو سره دیني بحث کوې نو بیا درته وایي چې ته عالم نه یې او په دې مسایلو کې بحث مه کوه او وایي چې "اسلام به ذات خود نه دارد عیبی، هر عیبی که است در مسلمانی ما است". موږ خو په اسلام اعتراض نه دی کړی بلکې وایو چې د اسلام په بنیاد د اوس وخت له شرایطو سره فقې (قانون) ته اړتیا ده.
دویمه ډیلما د افغانانو لپاره ټولنیز ژوند، کلتور او عنعنات دي. په دودیزه ټولنه کې تغییر راوستل مشکل کار دی. کله چې دودیز بد کلتور او فرهنګ له دیني انحرافاتو سره یو ځای شي نو د زندان غوندې فولادي دیوال ترې جوړ شي چې ماتول او له منځه وړل یې له فولادو نه هم زیات سخت وي. په عنعنوي ټولنه کې فرهنګي او کلتوري نادودې له دین نه هم معتبرې وي او همدا علت دی چې افغانان نه د دین شول او نه د دنیا ځکه نیم د دین مني او نیم د خپل ځان، خپل پخواني بد فرهنګ او کلتور.
اما افغانان دا فکر نه کوي چې فرهنګ او کلتور له زمانې سره بدلیږي او څه ته چې اوس فرهنګ او کلتور ویل کیږي، دا پخوا موجود نه و او وروسته رامنځته شوی دی. له هرې زمانې سره فرهنګي تغییرات رامنځته کیږي. د غیرت او ننګ تعریفونه بدلیږي. هغه مهم پښتو متل دی چې وایي تشه لاسه ته مې دښمن یې. کله دې چې لاس تش وي نو بیا غیرت او ننګ دواړه له پخواني تعریف سره مغایرت پیدا کوي ځکه محتاج سړی او محتاج حکومتونه د ننګ او غیرت خبرې نشي کولی.
د یویشمتې پیړۍ فرهنګ، ننګ او غیرت په تعلیم او پرمختګ کې نغښتی دی چې ولس او حکومتونه په اقتصادي لحاظ محتاج ونه اوسي. تعلیم او پرمختګ د یو نظام په چوکاټ کې رامنځته کیږي چې هلته د اساسي قانون پر اساس د دولت مشر او حکومت ولس ته مسووله او ځواب ویونکي وي چې هغسې حکومت اوس نشته دی.
که له تنقیدي زاویې د افغانانو تیر تاریخ ته کتنه وشي، د افغانانو سوله ییزو او جنګي دواړو تګلارو تر اوسه پورې نتیجه نه ده ورکړې. د خوشال خان خټک او پیر روښان ستراتیژي د تبلیغ، قلم او جنګ وه او نتیجه یې ځکه ورنه کړه چې هغه وخت یې د احساس او عقل تر منځ تعادل نه و رامنځته کړی چې ګټه په جنګ کې ده او که په مصلحت کې. جنګونه یې پیل کړل او اکثره جنګونه په خپلو منځو کې وو او مغلو ورته ننداره کوله تر دې چې د پیر روښان پر وړاندې پیر تاریک بریالی شو او د خوشال خان خټک پر وړاندې یې اخر خپل زوی له مغلو سره یو ځای شو او اخره کې یې وویل چې توبه له ننګه او توبه له جنګه.
مغلو جنګونه وکړل او بابر وکړای شول چې په هند کې له جنګ وروسته د حکومتولۍ سیستم رامنځته کړي او هغه سیستم په هند باندې تقریبا درې نیم سوه کاله حکومت وکړ او تر اوسه د مغولیانو امپراطوري د هند د نیمې وچې د تاریخ یوه لویه برخه ده. افغانانو له میرویس خان نیکه او احمدشاه بابا نه نیولې تر اوسه پورې ونه کړای شول چې د حکومتولۍ داسې سیستم رامنځته کړي چې موسسات جوړ او ژر له منځه لاړ نشي او په پیړیو پیړیو حکومت وکړي. امریکا یوه بیلګه ده چې درې سوه کاله د مخه یې د حکومتولۍ بنیاد رامنځته کړ چې هم دا بنیاد قوي شو، هم یې دوام وکړ او بالاخره د نړۍ لوی طاقت شو. د پخوانیو پادشاهانو له مرګ نه وروسته د حکومتولۍ سیستمونه ډیر ژر دړې وړې شوي او وارثینو یې د قدرت نیولو لپاره جنګونه پیل کړي دي. کله چې ته جنګ کې اوسې نو خامخا به د بهرنیانو او سیمې نفوذ ستا په کورنیو چارو کې وي. د دغه خپل منځي جنګونو لړۍ لا اوس هم روانه ده.
عدم تشدد مبارزه، نوې ستراتیژي
پاچا خان له تیر تاریخ نه په زده کړې سره د عدم تشدد مبارزه پيل کړه. د عدم تشدد مبارزې په چوکاټ کې یې د خدایي خدمتګارانو سیاسي حرکت رامنځته کړ چې ولس تعلیم او تربیې ته یې وهڅوي او په ولسونو کې مثبت فکري تغییر رامنځته کړي. هغه پوهیده چې تر څو په فکري لحاظ پښتانه له دیني انحرافاتو او غلطو دودیزو کړنو ازاد نه شي، د دوی راتلونکې نه ښه کیږي. تر ډیره وخته دا مبارزه کامیابه وه خو کله چې د خدایي خدمتګارو حکومت په سرحد ایالت کې جوړ او بیا پاکستان ایجاد شو، دا مبارزه له ناکامۍ سره مخامخ شوه او تر هغه وروسته د عدم تشدد مبارزه ورځ تر بلې د کمرنګه کیدلو په خوا روانه ده.
په دغه وخت کې د عدم تشدد مشران، د حکومتولۍ له ستونزو سره مخامخ شول او د ولس غوښتنو ته یې ځواب نه شوای ویلای، ځکه له نويو شرایطو سره یې خپلې تګلارې او ستراتیژۍ ته تغییر ورنه کړ او زړې تګلارې باندې روان وو نو د عدم تشدد تګلارې هم نور کار نه ورکاوه.
د عدم تشدد مبارزه داسې تعبیر شوه چې که چا په یو مخ په څپیړه ووهلې نو د تبلیغیانو غوندې دا بل مخ هم ورته نیسه چې د یوې څپېړې په ځای دوه څپېړې درکړي. که زیاتې خبرې دې وکړې نو د څپېړو شمیر به نور هم زیاتیږي او ته به څه نه وایي تر څو یا د څپېړو والا ستړی شي او یا ته پر ځمکه را وغورځيږې او نور د څپیړو او مبارزې توان ونه لرې. انګریزانو او مسلم لیګیانو له دې فرصت نه استفاده وکړه او د دوی حکومت او تګلاره یې له ناکامۍ سره مخامخ کړل. البته د سیاست میراثیتوب هم د ناکامۍ سبب شو خو دا جدا بحث دی.
په افغانستان کې هم تیر حکومتونه د عقل او احساس تر منځ د تعادل د نشتوالي په مرض اخته وو چې د افغانانو ګټې یې خوندي نه کړای شوې. په پایله کې په لر او بر کې د افغانانو وضعیت له سختو چیلنجونو سره مخامخ شو، چې له یوې خوا د دیني انحرافي ډلو قوت زیات شو او له بلې خوا ولس د نړۍ د پرمختګ له بهیر نه شاته پاتې او د اتلولۍ په کاذب غرور کې ښکیل پاتې شول. همدا انحرافي دیني ډلې او کاذب غرور د قوي ملي حرکتونو پر وړاندې لوړ چیلنج دی. د همدغه کاذب غرور له امله، افغانانو ستراتیژيک دوستان پیدا نه کړای شول او یوازې د ایډیالیزم پر بنیاد او د احساساتو په جذبه غواړي چې فردي، ټولنیزه او یا سیاسي ازادي تر لاسه کړي. دا کار عقلي دی خو عملي نه دی.
له بحران نه د وتلو لاره؛
لومړی: له دغه تاریخي پس منظر نه هدف دا دی چې پخوا هم د عقل او احساس تر منځ تعادل نه و رامنځته شوی او اوس هم دا توازن د عقل او احساس تر منځ شتون نه لري. افغانان مبارزه کوي خو د مبارزې هدف معلوم نه دی. د حکومتولۍ د یو شاګرد په توګه، زه په دې نظر یم چې که د هرې ملي مبارزې لپاره د ښې حکومتولۍ فرموله نه وي هغه نتیجه نه ورکوي ځکه په اخر کې ته باید ولس ته خدمات عرضه کړې او یوازې شعارونه او ارماني فکر کافي نه دی. ازادي او خود مختاري بې له ښې حکومتولۍ نه شي تر سره کیدلی. د ښې حکومتولۍ لپاره جغرافیه، مادي او بشري منابع اړین دي.
دویم: سیاست په ایډیالیزم نه کیږي. د ایډیالیزم او ریالیزم تر منځ د عقل او احساس د تعادل د فرمولې په اساس د وخت له شرایطو سره نوې تګلاره په کار ده چې په لنډ او اوږدمهال کې د افغانانو ګټې خوندي کړي. تیرو مشرانو او حکومتونو دا کار ونه کړای شو او اوسني مشران که په قدرت کې دي او یا له قدرت نه بهر دي، د ښې حکومتولۍ لپاره فرموله نه لري. د حکومتولۍ یا قدرت نیولو لپاره له یوې روښانه تګلارې پرته د عدم تشدد مبارزې نه پخوا د افغانانو په سیمه کې نتیجه ورکړې او نه په راتلونکي کې نتیجه ورکوي.
درېیم: ولې له مشرانو او یا حکومتونو نه دا توقع لرو؟ ځکه مشرتوب او د حکومتونو د مشرانو جوړیدل، د عیني او ذهني شرایطو په اساس له یو لړ پیښو او حالاتو وروسته رامنځته کیږي او د هغوي رول مهم دی. که دغه مشران او حکومتونه، د عقل او احساس د تعادل د فرمولې په اساس مشرتوب، سیاست او د ښې حکومتولۍ لپاره کار ونه کړي، پایله یې بیا هم د پخوانیو مبارزو په څیر ناکامه ده.
څلورم: د افغانانو لپاره دوه ډوله مبارزه په کار ده چې هم له دیني انحرافاتو او هم له غلط دودیز فرهنګ نه خپل فکر او کړنې ازادې او جلا کړي. د فکري سافټویرونو اپدیټ ته اړتیا ده چې څنګه اصلي دین له انحرافاتو او هم ښه دود او فرهنګ له غلط دود او فرهنګ نه جدا شي.
له بده مرغه، تر اوسه د افغانانو په لوستي نسل کې هم تر ډیره حده دا تغییر نه لیدل کیږي. د ښه او بد فرق نه کوي، عقل سر خوړلی او د احساساتو په بنیاد مرده باد او زنده باد وایي. لنډمهالې او اوږدمهالې ګټې او زیانونه نه پرتله کوي.
زیات لوستي او ځانونو ته چې روڼاندي وایي، یو خوا د افغانانو پر وړاندې د افغانانو د دښمنانو، لکه ایران او پاکستان له پالیسیو سر ټکوي خو له بله پلوه د دوی د ګوډاګیانو پلوي کوي. له یوې خوا له غرب او شرق نه سر ټکوي خو بیا په غرب او شرق کې اوسي، خو خپلو خلکو ته د لاشرقیه او لا غربیه سندرې زمزمه کوي. د دوی او د دوی د کورنیو لپاره په غرب یا شرق کې اوسیدل ښه کار دی خو د افغانانو او د افغانانو د حکومتونو لپاره له غرب یا شرق سره ستراتیژیکه دوستي بد کار دی.
پنځم؛ په لومړي قدم کې لوستي افغانان باید د هیپوکراسۍ له مرض نه ځانونه خلاص کړي او د عقل او احساس تر منځ تعادل رامنځته کړي. هغه څه ووایي او هغه څه وکړي چې د افغانانو لپاره په لر او بر سیمو کې سوله او امن راوستلی شي. د خپلو اهدافو لپاره باید ستراتیژیک دوستان او دښمنان وټاکي ځکه په نړۍ کې خودمختاره قومونه او حکومتونه په هغه معنا چې افغانانو ته تعریف شوي دي، نشته دی.
شپږم؛ د افغانانو او د سیمې ستونزې سیاسي دي او سیاسي ستونزو ته تخنیکي او احساساتي حل نه شي پیدا کیدای. سیاست همدا دی چې څه به اخلې او څه به ورکوې او خپلې اوږدمهاله ګټې به خوندي کوې.
اووم؛ په لره پښتونخوا کې هم دا حال دی. که د ولس په زور مبارزه کوي، دا سمه خبره ده چې د ولس زور د خدای زور دی خو پښتانه اکثریت د عمران خان، مسلم لیګ، جمعیت علماء، خلکو ګوند او نورو ډلو ملاتړ کوي او د پي ټي ایم ملاتړ یو سلنه پښتانه هم نه دي.
د جنګ میدان هم د دیني انحرافي ډلو په لاس کې دی، نو سوال دا دی چې څنګه به دا مبارزه کامیابه شي؟ د ملتپاله پښتنو لپاره ستراتیژیک دښمنان ډیر او دوستان ډیر لږ او یا نه لري. پښتانه اول باید په دی فکر وکړي چې څنګه ستراتیژيک دوستان زیات او دښمنان کم کړي.
اتم؛ نن سبا هر ملک او هر حرکت ستراتیژیکو دوستانو ته اړتیا لري او استقلالیت نسبي مساله ده. که ستراتیژیک دوستان ونه لرې نو نشي کولی چې خپل اصلی هدف ته ورسیږي او افغانان او سیمه د جنګ له اور نه وژغوري.
زما په اند، دا هدف یوازې د ولس د احساساتو په بنیاد نشي رامنځته کیدلی ځکه پي ټي ایم د حکومتولۍ او یا قدرت د لاسته راوړلو لپاره پلان او ستراتیژي نه لري.
که دوی د پاکستان د قانون په چوکاټ کې حق او عدالت غواړي، نو بیا دوی ته په کار ده چې د پاکستان په سیستم کې نفوذ وکړي او هلته قدرت تر لاسه کړي څو د خپلو خلکو او سیمې لپاره خپل حقوق تر لاسه کړي.
که دوی نه غواړي چې د پاکستان د قانون په چوکاټ کې ازادي او خپل حق تر لاسه کړي نو بیا دوی ته نوې ستراتیژي په کار ده او خپل شعارونه بدل کړي. دا مسله د پي ټي ایم لپاره جدي مساله ده چې فکر پرې وکړي.
نهم؛ افغانان په لر او بر کې د پي ټي ایم حرکت ملاتړ ځکه کوي چې پي ټي ایم د پاکستان د پوځ ظلمونه او فساد بربڼد کړ او دا لویه مبارزه وه او زیاته قرباني یې ورکړه.
ټول افغانان د دوی د مبارزې منندوی دي او حمایت یې کوي خو دا کافي نه ده ځکه د اتم بند په بنیاد د دوی اوږدمهاله ستراتیژي واضحه نه ده.
لسم؛ که پي ټي ایم نور هیڅ هم ونه کړي، همدا یې لوی خدمت خپلې سیمې او خلکو ته وکړ چې د پاچا خان د عدم تشدد د مبارزې په شکل به یې تر پيړیو خلک یادوي خو پي ټي ایم او هم ټولو افغانانو ته په لر او بر سیمو کې د ښې حکومتولۍ لپاره تګلاره په کار ده.
که دا تګلاره نه وي، لکه څنګه چې پخوانۍفقه نشي کولی د یویشتمې پیړۍ ستونزو ته د لارې حل پیدا کړي همداسې د شلمې پيړۍ د عدم تشدد مبارزه هم د ښې حکومتولۍله فرمولې پرته نه شيکولای چې د یویشتمې پيړۍ ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.
یوولسم؛ پوهیږم چې دا لیکنه به د یو لړ کسانو په مزاج برابره نه وي خو د دې لیکنې په محتوا باندې بحثونو ته اړتیا ده څو د افغانانو مبارزه په لر او بر سیمو کې رنګ راوړي.
په دې لیکنه کې هم د مسایلو د حل لپاره ډیرې نورې پوښتنې مطرح کیدلی شي او زیات وضاحت ته اړتیا لري چې سیاسیون او د فکر خاوندان پرې نظر ورکړي او یا متبادلې لارې چارې وړاندې کړي.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د اطلاعاتو ترلاسه کولو حق، د وگړیو هغه بنسټيز حق دی، چې د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق د ۱۹مې مادې پر بنسټ هر وګړي ته حق ورکوي؛ ټولو هغو اطلاعاتو ته لاسرسی ولري، چې د ده په فردي، ټولیز او ټولنیز ژوند پورې تړاو لري او د ده معنوي او مادي ژوند ترې اغېز موندلای شي.
هر انسان حق لري چې هغو معلوماتو او اسنادو ته لاسرسی ولري چې د عامه ادارو په اختیار کې وي. دا حق د شفافیت پر اصل ولاړ دی او ښاروندانو ته اجازه ورکوي چې د حکومت او عامه ادارو د فعالیتونو په اړه خبر شي، په ځانګړې توګه هغه معلومات چې د دوی له حقونو یا ګټو سره تړاو لري. قانوني استثنا په دې برخه کې خورا کوشنۍ او څرګنده ده او یوازې په هغو ځانګړو مواردو راڅرخي، چې ملي امنیت، شخصي حریم یا د عامه ګټو ساتنه ګواښلای شي.
د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق د ۱۹مې مادې دویم بند وايي:
«هرڅوک د بیان د ازادۍ حق لري. په دې حق کې له هر راز حدودو او پولو پرته، د هر ډول معلوماتو او نظریاتو په ازاده توګه پلټل، ترلاسه کول او خپرول شامل دي. که دا په شفاهي ډول وي، د لیکلو، چاپولو، هنري بڼه، یا په هر بل وسیله چې یې خپله خوښه وي. »
په افغانستان کې د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې په تدریج خو په بنسټي او مدیریت شوې بڼه دغه حق له منځه ولاړ او نن افغانستان د بیان د ازادي، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو د قانوني او معقولې ازادۍ ارزښتونه ټول تروړل شوي دي.

په لومړي ګام کې په رسنیو کې د ښځو کار او حضور محدود شو، بیا یې ښځې اړ کړې، چې ماسک وتړي، بیا له اقتصادي پلوه د خپلواکو رسنیو سقوط ته لاره هواره شوه، لسګونه ژورنالیستان وګواښل شول، زنداني شول، وربړول شول، ووژل شول،له وطنه وشړل شول یا یې خولې وروګنډل شوې او یا هم وپېرودل شول. وروسته یې رسنیو ته مکتوبونه ولېږل، چې د واکمنې ډلې پرخلاف څه مه خپروئ، بل ګام دا و، چې هر څه خپریږي، باید د واکمنې ډلې له فلتره تېر شي، بیا یې په رسنیزو بحثونو کې د شنونکیو ګډون ممنوع اعلان کړ... او دا دی اوس خبره دې ته راورسېده، چې په تلویزیونونو کې دې د ژوندیو موجوداتو تصویرونه نه ښوول کیږي. دا به د بشریت په تاریخ کې لومړۍ تجربه وي، چې تلویزیون دې خپرونې ولري، خو انسانان او ژوي دې په کې ښوول کیږي نه. ښه طنز دی، ښايي اوس بحث پر دې وي، چې ګلان، ونې او بوټي هم په ژوندیو کې راځي، دا څنګه؟وښوول شي که نه؟
تېر کال د خبریالانو په یوه غونډه کې یوه ښاغلي، چې تر دې مهاله ماته د رسنیزو چارو یو مجرب فعال ښکارېده، د افغانستان او رسنیو په اړه وویل:
«... په افغانستان کې محدودیتونه، سانسور او استبداد ډېر دی، خو لا هم په شمالي کوریا بدل شوی نه دی...»
د ښاغلي رسنوال دغې تبصرې حیران کړم، ماته یې دا وینا له درېیو احتمالاتو لرې نه ښکاري، یا زموږ ښاغلی دوست د بیان د ازادۍ ترپښو لاندې کول سم نهپېژني و سیاسي چلند ورسره کوي، یا په شمالي کوریا کې له ریښتیني وضعیته خبر نهدی او یا هم په دې نه پوهیږي، چې په افغانستان کې څه تېریږي؟
اصلاً له دې اړخه د افغانستان و شمالي کوریا پرتلنه سادهګي ده. په افغانستان کې د انګریز او پاکیستاني ښکېلاک له تکتیکونو راوتلې یوه تیاره ایډیولوژیکه دیکتاتوري استبداد کوي او په شمالي کوریا کې د کومونیزم یوه مسخ شوې دیکتاتوري واکمنه ده، چې تر ډېره بریده د کومونیزم تر بالاپوش لاندې د یوې کورنۍ مطلقه سلطنت دی، نه د پرولتاري پوړ دیکتاتوري، چې تکل یې د یوې سوسیالیستي ټولنې رامنځته کول وي. دا دواړه دومره سره لرې و متضاد دي، چې زموږ د ښاغلي ژورنالیست پرتلنه له بنسټه ناسمه زباتوي.
د شمالي کوریا و افغانستان ترمنځ د اطلاعاتو ترلاسه کولو د حق، د بیان ازادي او رسنیزه خپلواکي له څو اړخونو سره توپیر لري. په افغانستان کې په رسنیو او اطلاعاتو بندیز د ویرې له امله دی، په شمالي کوریا کې د استبدادي مطلقالعنان اقتدار له امله.شمالي کوریا اطلاعات و خبررسونه کورنۍ کړې ده او له پانګوالې نړۍ سره یې د اطلاعاتي اړیکو پرېکوڼ کړی دی، خو په افغانستان کې د واکمنې ډلې له بنسټه د رسنیو له شتون سره ستونزه راولاړه شوې ده او د دوی د بندیزونو لړۍ به یوه ورځ دې ته رسیږي، چې په ټول افغانستان کې یوه راډیو « شریعتغږ» او یو اخبار «شریعت» وي، چې یوازې او یوازې به د دوی خبرتیاوې و تبلیغات خپروي او بس. حال دا چې په شمالي کوریا کې ګڼ دولتي تلویزیوني چینلونه فعال دي، چې موسیقي، فیلم، تیاتر، تفریحي پروګرامونه، روزنیزې علمي خپرونې او د کوریا له ګټو سره سم خبري سرویسونه لري. شمالي کوریا د امپریالیزم هنر و فرهنګ نه خوښوي، خو پر ځای یې د شمالي کوریا فرهنګ و هنر په داسې پراخه پیمانه خپروي، چې خپلو خلکو ته وښيي؛ ټوله لویدیزه نړۍ یوه خوا او شمالي کوریا بله خوا. د شمالي کوریا د استبداد موخه په هره برخه کې له ټولې پانګوالې نړۍ سره د شمالي کوریا د سیال کولو او ډغرې وهلو هڅه ده، خو په افغانستان کې د ټولو خلکو په خولو، سترګو او غوږونو د بشپړې تیارې پرده هوارول دي او هغه هم په دې نامه چې تاسو ټول باید له دې لارې جنت ته ولاړ شئ.
د شمالي کوریا استبداد د دوی له نظره عقلاني دی، خو د افغانستان استبداد خرافاتي و د یوه بشپړ شاته ساتل شوي شعوريو فکري وضعیت پایله ده، چې په دویمې و درېیمې هجري پېړۍ کې نښتی دی. د افغانستان د استبداد پیغام دا دی، چې: « مه خبریږئ، ځکه که خبر شوئ، نو ګناهګاریږئ!»
دواړه استبداده په یوه برخه کې سره ورته دي او هغه د استبداد نفس دی چې دواړو یې د دوو ملتونو بنسټي خپلواکۍ ترپښو لاندې کړي او په شدت سره ناانساني دي.
په افغانستان کې په (ځان خبرولو) بندیز دی.د ځان خبرولو بندیز تر ټولو ګواښمن او ناانساني بندیز دی. افغانان حق نه لري، چې خبر شي :
ـ د دوی پر برخلیک څه لوبه روانه ده؟
ـ څوک افغانستان ته راځي؟
ـ څه ډول نیابتي ډلې په کې جوړیږي؟
ـ څوک وسلې او پيسې ورکوي؟
ـ څنګه د افغانستان د پاکیستانایزېشن ( پاکیستانيکولو) پروسه په چټکۍ سره روانه ده؟
ـ له وطنه د تیښتې په هڅه کې په کډوالو څه پېښیږي؟
ـ په ګاونډیو هېوادونوکې له افغانانو سره څه روان دي؟
ـ د افغانستان شتمنۍ څنګه لوټیږي؟
ـ له کانونو سره څه لوبه روانه ده؟
ـ د ملي پوځ و پولیسو له منسوبینو سره څه کیږي؟
ـ ملتپال عناصر څنګه ځپل کیږي؟
ـ څنګه د افغان، افغانیت او افغانستان ملي ارزښتونه هره ورځ پیکه کیږي او د پاکیستاني مدرسو له استخباراتي نصاب څخه راپنځېدلې افغان ضد پالیسۍ د پاناسلامیستي تفکر په بڼه د ملي هویت جرړې له بیخه راباسي؟
که له دې پوښتنو څخه افراطي ویره نه وای، پر رسنیو، د بیان په ازادۍ، په تلویزیون کې په تصویرونو، له ټولیزو شبکو او ښځو او زدهکړو سره به دومره حساسیت نه وای.
مونتسکیو په روحالقوانین کې یو عجیب بحث لري، چې لنډیز یې دلته د روانې واکمنې ډلې ویره ترسیمولای شي،دی وایي:د دیکتاتوري تشدد د هغې د ویرې پایله ده. مستبده دیکتاتوري له خلکو ویریږي، د خلکو له خبرېدا او پوهېدا، روښانېدو او ویښتیا یې زړه چوي او د ویرې ځواب په ویرهخپرولو ورکوي. مستبده دیکتاتوري خلک له رڼا او پوهېدا، خبرېدو څخه ویروي او هغه دیکتاتوري چې د مذهب وسله کاروي، تکفیر ته مخه کوي او روښانتیا، خبرېدل، ویښتیا او پوهېدل له کفر سره معادل ګڼي.
که د مونتسکیو په وینا دا ویره نه وي، نو څوک به ومنلای شي، چې په یویشتمه پېړۍ کې یوه واکمني دې خپل خلک له دې کبله له تلویزیون کتلو څخه منع کړي، چې ګواکې د ژوندي تصویر کتل ګناه لري(؟!) او سړی په هینداره کې ځان ته په کتلو هم دوزخ ته ځي.
د ایډیولوژیکې دیکتاتورۍ د لاندینیو لیکو ساده او بېخبره وسلوال ښايي په همدې عقیده وي، خو د منځني کچ مسوولان او مشران یې ښه په دې پوهیږي، چې د دوی دا ادعا درواغ ده او دوی دغه په ظاهره دیني مسئله د یوه سیاسي تاکتیک په توګه کاروي.
موږ په یویشتمه پېړۍ کې ژوند کوو، د ټولې نړۍ د خبرونو سرچینه د هرچا په جیب کې پرته ده، له یوې څلويښت میلیوني ټولنې څخه د «ځان خبرولو» امکانات تروړل تقریباً ناشونې بريښي، خو استبداد خپله هڅه کوي. پر افغانستان د معلوماتو د خپراوي له اړخه اطلاعاتي تیاره خپرول د استبداد د تنازعللبقاء روستۍ ناکامه هڅه ده. هغه څه چې ممکن دي او باید وشي، هغه د افغانستان د خلکو د خبرولو لپاره د ځایناستو امکاناتو پلټل دي. په تبعید کې خبریالان او رسنۍ مکلفې دي، چې د واکمن استبداد له خوا دغه رامنځته شوې تشه ډکه کړي، موږ باور لرو چې دا هڅه به هغومره اغېزناکه نهوي، لکه په افغانستان کې دننه رسنیزې هڅې، خو په اوسنۍ کړکېچن حالت کې دا یوازیني ممکن څه دي، چې د بیان، رسنیو او ځانخبرولو د ازادۍ په حقونو باخبره افغانان یې کړلای شي.

داسې ښکاري چې لویدیځ لا تر اوسه په منځنۍ آسیا کې د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره د طالبانو امارت د ټینګښت پلوی دی، خو دا کار هله کیدای شی چې د رژیم زعامت بدل کړای شي.
د اکتوبر پر ۲۴مه نیټه په نیویارک ټایمز کې د افغانستان په سیاست او حکومت کې د سراج الدین حقاني د محوري نقش په تړاو چاپ شوې مقاله په پراخه کچه د افغانانو او د افغانستان له سیاسي اوضاع سره لیواله لیکوالو او شنونکو د تبصرو موضوع ګرځیدلې ده.
دا مقاله د افغانستان لپاره د نیویارک ټایمز د دفتر مسوولې کرسټینا ګولډ باوم لیکلې ده، چې په تیره اګست میاشت کې یې افغانستان ته سفر کړی و او هلته یې د طالبانو د امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره مرکه هم کړې وه .
د مرکې له خپراوي وړاندې په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې کرسټینا په ډیره خوارۍ د حقاني له مرکې سره د څیړنې او ستاینې دومره ډیر مواد ملګري کړي چې د شخصیت د کیش مسلکي جوړوونکو د تخصص رنګ په کې څرګند برېښي له همدې امله یې د دومره ګڼو لیکوالو او شنونکو پام ځان ته اړولی.
د احتمالي ځایناستي رول ارزول
دا کومه عادي او ساده مرکه نه ده چې تش د ژورنالېستې پوښتنو ته ویل شوي ځوابونه پکې راغلي وي؛ دا په یوه مسلکي چوکاټ کې لیکل شوې داسې ګڼ اړخیزه مقاله ده چې کرسټینا خپلو پوښتنو ته د سراج حقاني له ځوابونو مخکې او وروسته په افغانستان کې د جګړې له تاریخ نه داسې مواد او تبصرې راخستي او اقوال یې نقل کړي چې د سراج الدین حقاني او د حقاني شبکې جګړې ته اسطوروي بڼه ورکوي او د نورو طالبانو ټوله جګړه ترشعاع لاندې نیسي. د مقالې په ضمني سرلیکونو کې سراج حقاني ته له شورش کوونکي نیولې تر سیاستوال، دیپلومات او خبرې اترې کوونکي پورې لقبونو ورکولو ته په پام د طالبانو له امیرهیبت الله اخوندزاده وروسته د هغه د احتمالي ځای ناستي په توګه د حقاني د نقش څیړنه هم شوې ده.
طالبان په پاکستان کې د امریکا، بریتانیا او د عربو بادشاهانو او امیرانو په پانګونه د جهاد په نوم د جنګیالیو د تولید په فابریکو کې جوړ شوي، چې په شلمې پیړۍ کې د شوروي اتحاد خلاف د جګړې وسیله وه او په ۲۱مه پیړۍ کې هم د چین او روسیې لپاره د ستونزې جوړولو په پروژه کې د منځنۍ او جنوبي اسیا د بې ثباته کولو لپاره قوي او موثر پوتانسیل لري، خو لویدیځ ته په سیاسي توګه د طالبانو د زعامت په ځلولو کې دوه مهم مشکلات ورپیښ وو. لومړی دا چې د پاکستاني پوځیانو تربیه کړي طالبان تر هر څه مخکې یو جنګي ماشین پاتې شوی چې کومه علني سیاسي څانګه یې نه درلوده. د مثال په توګه په شمالي ایرلینډ کې آئرش ريپبلیکنارمي(آی آر اې ) د بریتانیا پر ضد تر اوږدې مودې ترهګریز فعالیتونه کول خو هغوی د شین فن په نوم یوه ځانګړې سیاسي څانګه هم لرله.
د لویدیځ دویم مشکل دا و، چې په افغانستان کې په تیرو ۴۵ کلونو کې د جګړې زیاته برخه استخباراتي او مرموزه وه چې اصلي خبرې یې په رسنیو کې خپرېدای نه شوې. په افغانستان کې د پاتې کیدو د جواز په توګه له طالبانو سره جګړه ضروري وه او په ظاهره کې طالب ته دښمن ویل کیدل، خو د دغو مشکلاتو د له منځه وړو لپاره د امریکا حکومت په ۲۰۱۳ کال کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر پرانېست او د دغه دفتر په فعاله کیدو سره د طالبانو د زعامت یوه برخه په نړیواله میډیا کې رابرسیره شوه، خو جنګي قوماندانان یې په دې قطار کې بیا هم شامل نه وو ، نو په نیویارک ټایمز کې څو کاله وړاندې د سراج حقاني په نوم لیکل شوی مضمون او دغه اوسنۍ مقاله له یوه جنګي قوماندان نه د یوه سیاسي رهبر د جوړولو د ضرورت په اساس لیکل شوي او خپاره شوي دي.
اوس به راشو د مقالې هغې برخې ته چې په راتلونکي کې د هیبت الله اخوندزاده د ځای ناستي په توګه د سراج حقاني نقش ته پکې اشاره شوې ده. په دې ضمن کې تر ټولو لومړی د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیزاد تبصره د یادونې وړ ده، چې د مقالې لیکوالې ته وریادوي چې پر سراج حقاني سربیره د طالبانو په زعامت کې نور منځلاري لکه ملا یعقوب او ملا برادر غوندې خلک هم شته، ځکه خلیلزاد په دې خبره د کرسټینا په پرتله ډېر پوهیږي چې که د طالبانو په زعامت کې د بدلون راوستلو کوښښ یوازې د یوه شخص او یا د یوه فریکسون په اساس وشي نو د بریالي کیدو پرځای به طالبان وپاشي او د پخوانیو مجاهدینو غوندې به یې ټوټې ټوټې کړي نو ځکه هغه د هیبت الله اخوندزاده پر ضد په نسبي توګه د یوه پراخ ائتلاف د جوړیدو وړاندیز کوي.
لویدیځ د مولوي هیبت الله د بدیل په لټه کې
خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې لویدیځ ولې د طالبانو د اوسني امیر د لرې کولو په فکر کې شویدی؟
په دې پوهیدل ګران نه دي چې امریکا، چې د نورو ټولو افغانانو له په پام کې نیولو پرته یې د دوحې په قرار داد کې د طالبانو یکه تازي او سیاسي انحصار منلی و، د طالبانو له څه باندې دریو کلونو واکمنۍ مایوسه شوې ده. د طالبانو امارت نه یوازې د افغانانو د اکثریت زړونو په ګټلو کې پاتې راغلی بلکې د ښځو پر ضد د جنسیتي اپارتاید په ټینګولو، د پخواني نظام د زرګونو پخوانیو کارکوونکو په وژلو او د ملاکراسۍ په تحمیلولو سره یې په خلکو کې د خپل ځان پر ضد کرکه او انزجار زیږولی دی. د نجونوپر مخ د ښوونځیو د دروازو له تړلو وروسته د ښځو مخ او غږ عورت ګرځول داسې پرمختګ دی چې نه یوازې یې افغانان خپه کړي، بلکې ورسره یې ټوله نړۍ پریشانه کړې ده.
اوس په دې پوهیدل ګران نه دي چې داسې منزوي شوی رژیم اوږد ژوند نه شي لرلی. دا چې د طالبانو رژیم امریکایانو راوستی او په تیرو دریو کلونو کې یې پر دې په میلیاردونو ډالره پانګونه هم کړې ده، نو ځکه هغوی په داسې اوضاع کې بې تفاوته نه شي پاتې کیدای.
داسې ښکاري چې لویدیځ لا تر اوسه په منځنۍ hسیا کې د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره د طالبانو امارت د ټینګښت پلوی دی، خو دا کار هله کیدای شی چې د رژیم زعامت بدل کړای شي. جالبه دا ده چې پاکستان تر اوسه له حقانيانو سره ستراتیژیکې اړیکې لري. که څه هم دا خبره هر چا ته معلومه ده چې ټي ټي پي په طالبانو کې له بل هر چا نه ډېر ژور مناسبات له حقانيانو سره لري، خو پاکستان کله هم طالبان خپل دښمنان نه ګڼي. په پاکستان کې د طالبانو جګړه تر کنټرول لاندې شورش دی. د پاکستاني جنرالانو له نظره، اصل خطر د پښتنو او بلوڅو ملت پاله سیاسي ګوندونه او نهضتونه دي او ژور او اساسي نظریاتي ګواښ پان افغانیزم دی. پاکستاني جنرالان ددغه نظریاتي ګواښ مخنیوی په مذهبي افراطیت کوي.
د ډیورنډ کرغیړنې کرښې دواړو خواوو ته د طالبانو ځای پرځای کول د همدې ستراتیژۍ برخه ده. جالبه ده چې د پاکستان دولتي تبلیغاتي دستګاه د پښتونخوا په روانه جګړه کې اوس د ټي ټي پي نوم نه اخلي ، بلکې هغوی ته د خوارجو فتنه وايي ځکه هغوی نه غواړي چې د طالبانو په نوم سازمان خلاف، چې د هغوی د اوږدې مودې متحدین دي، دوامدار تبلیغات وکړي.