• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وال سټریټ ژورنال: د نرښځیو په حقونو باندې د ټرمپ تمرکز د هغه ملاتړ ډیر کړی

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۰ GMT+۰

وال سټریټ ژورنال په یوه راپور کې د ټاکنو په پایلو کې د نرښځیو د حقونو په اړه د ټرمپ دریځونو اغیزې اعلان کړې.

د ۲۰۲۴ د ټاکنیز کمپاین په وروستیو اونیو کې ډونالډ ټرمپ وکولی شو، چې د محافظه کاره رایه ورکوونکو او د کارګر طبقې ملاتړ راجلب کړي، چې د ټرانس جنس خلکو حقونو ته په پام سره او په دې برخه کې د ډېموکراتانو د پالیسیو مخالفت وکړ.

دې ستراتیژۍ چې د اقتصادي او کډوالو اندېښنو سره یوځای شو، چې د ټرمپ سره مرسته وکړه چې هغه په دې سیالۍ کې کاملا هارېس ماته کړي.

هغه د تبلغاتو د په خپرولو سره چې کمالا هرېس د نرښځیانو لپاره د حکومتي جراحیو په ملاتړ تورنه کړه ، هغه هڅه وکړه، چې وښیې چې ډېموکراتان د هویت مسلو باندې ډیر تمرکز کوي او د ټولنې ریښتیني اندیښنو څخه فاصله اخیستې ده.

د ټرمپ د کمپاین شعار دا و: "دا د دوی / دوی لپاره مناسب دی." ټرمپ ستاسو لپاره."

پیغام په ځانګړي توګه محافظه کاره او کاري طبقې رایه ورکوونکو نه غوښتنه وکړه او له ټرمپ سره یې مرسته وکړه چې ځینې دودیز ډېموکراتیکې حوزې جمهوري غوښتونکو ته واړوي.

ټرمپ په خپل کمپاین کې دا مسله د نرښځیانو پورې اړوند ټولنیزو او کلتوري اندیښنې په ګوته کړې، لکه د انجونو په ټیمونو کې د نرښځیانو لوبغاړو شتون.

د رای ورکولو د معلوماتو له مخې، ډیری رایې ورکوونکي، په ځانګړې توګه منځ لارې میرمنې، احساس کوي چې د جنس د حقونو ملاتړ خورا ډیر د هویت متمرکزه مسله ګرځیدلې، کوم چې په ټاکنو کې د ټرمپ ملاتړ ته وده ورکړه.

په همدې حال کې، سارا مکبرایډ، یوه نرښځۍ او د دلاور څخه د متحده ایالاتو د استازو جرګې لپاره د ډېموکراټ ګوند نومانده، د خپل جمهوري غوښتونکي سیال جان ویلن په پرتله د ۵۷.۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره وګټله، او ټاکل شوې ده چې د لومړي ځل لپاره په ښکاره ډول یوه نرښځۍ د امریکا کانګرس ته ننوځي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۴

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۵

ایټالیا کې افغان سفارت: د هېواد برخلیک باید د بهرنیانو او طالبانو د پټو معاملو قرباني نشي