ټرمپ له محمود عباس سره په خبرو کې: هڅه به وکړم چې جګړه ودروم

د فلسطین د ادارې د مشر محمود عباس دفتر ویلي، چې عباس د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا له امله هغه ته مبارکي ورکړې ده.

په دې خبرو کې عباس د "نړیوال مشروعیت پر بنسټ د عادلانه او هر اړخیزې سولې" د ترلاسه کولو لپاره د متحده ایالاتو له ټاکل شوي ولسمشر سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

د دغه دفتر په وینا، ټرمپ په دغه ټیليفوني خبرو کې ټینګار کړی، چې "د جګړې د درولو لپاره به هڅه وکړي."

هغه زیاته کړه، چې چمتو دی چې عباس او نورو ښکیلو خواوو سره په منځني ختیځ کې د سولې د پرمختګ لپاره همکاري وکړي.