• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏طالبان: له دوو ګاونډیو هېوادونو ۱۶۱ کورنۍ راستنې شوې

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۵۲ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۱۶۱ کورنۍ له ایران او پاکستانه هېواد ته راستنې شوې.

د دغه اژانس په اېکس پاڼه کاږلي، له دغې ډلې د تورخم له لارې ۲۰، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۹، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۹ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۷۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.دغه اژانس زیاته کړې ده، چې د راستنو شویو کورنیو له ډلې ۳۶ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او سلګونه کورنيو ته بیا مرستې وېشل شوې دي.له بل پلوه د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي.خو ‏د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.ورته مهال پاکستاني رسنیو وړمه ورځ راپور ورکړی و، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې) له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال اېستل شوي دي.





ډېر لیدل شوي

ازادۍ او مقاومت جبهو پر ډیپلوماتیکو استازولیو د «احتمالي بریدونو» خبرداری ورکړی
۱

ازادۍ او مقاومت جبهو پر ډیپلوماتیکو استازولیو د «احتمالي بریدونو» خبرداری ورکړی

۲
ځانګړی

د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ؛ د هغو ښځو ستړی ژوند چې له چرګ بانګ سره له خوبه پاڅیږي

۳

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری: په ژمي کې به ۴۰ سلنه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي

۴

د سراج‌الدین حقاني خبرداری؛ د پولیسو له قانون څخه سرغړونکو ته به «لازمه» جزا ورکړل شي

۵

طالبانو پر یوناما تور ولګاوه چې په افغانستان کې «د نظام پر ضد پروپاګند» کوي