• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریتانوي رسنۍ: د پاکستان پوځ باید عمران خان د ټرمپ د ادارې له فشارونو مخکې خوشې کړي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۵۸ GMT+۰

بریتانوي رسنۍ اکسپرېس په یو راپور کې ویلي، چې د پاکستان پوځ باید عمران خان د ټرمپ د ادارې له فشارونو مخکې خوشې کړي. په راپور کې راغلي، چې د پاکستان پوځ باید دا اغېز په پام کې ونیسي او په دې پوه شي، چې د خان د خوشې کېدو ځنډول به ښې پایلې ونه لري.

اکسپرېس همداراز زیاته کړې ده، چې د پاکستان پوځي تاسیسات له اوږدې مودې راهیسې د دغه هېواد په ناکراره سیاسي حالاتو کې ساتل شوي، خو اوس له جدي نړۍوالو اغېزو سره د احتمالي بې ثباتۍ سناریو سره مخ دي.
د راپور له مخې، له واک څخه د عمران خان لرې کول او بیا په بند کې ساتل د یوې مشهورې سیاسي څېرې د خاموشه کولو په موخه هڅه ګنل کېږي.
اکسپرېس همداراز وایي، چې پاکستان اوسمهال له جدي اقتصادي کړکیچ سره مخ دی او له همدې امله باید له لویو قدرتونو سره اړیکې وساتي.
دغې رسنۍ زیاته کړې ده، چې د عمران او ډونالډ ټرمپ اړیکو ته په کتو سره، نوموړی به سپینې ماڼۍ ته په ستنېدو سره د پاکستان بهرنۍ اړیکې ښې کړي.
ټرمپ عمران خان په افغانستان کې د ثبات د راوستلو، له طالبانو سره د مذاکراتو او له کلونو راهیسې د پراخو کړکیچونو سره سره د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو په سمولو کې د یوه متحد په توګه پېژني.
د اکسپرېس د ارزونو له مخې، ټرمپ خان ته د ملګري په توګه ګوري او نوموړی د خپلو ملګرو او دوستانو پر وړاندې د بې‌انصافۍ په اړه منفي غبرګون ښيي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې دی باور لري د خان په څېر کسان د سیاسي جوړښت له مخې په نښه شوي دي.
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان د ۲۰۲۳ کال په اګسټ میاشت کې د پاکستان د پوځ له لورې تر نیول کېدو وروسته بندي شو او تراوسه هم په بند کې دی.
عمران خان چې په ۲۰۲۲ کال کې له دندې لرې کړای شو؛ نو د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د اېتلافي حکومت پر ضد یو اعتراضي یون پیل شو.
نوموړی په دغو اعتراضونو کې له ډول ډول تورونو سره مخ او لا هم د درغلیو په ګډون له لسګونو قضیو سره مخامخ او بندي دی.
عمران خان د پاکستان له ځواکمن پوځ سره هم ژور اختلافونه لرل او ویل یې، چې د هغه په لرې کولو کې د پوځ لاس و؛ خو پوځ دغه تورونه رد کړي دي.
د خان د خوشې کېدو په موخه تر دې وړاندې د امریکا د ولسي جرګې څه باندې ۶۰ غړو د یوه لیک له لارې له ولسمشر بایډن څخه وغوښتل، څو د پاکستان د پخواني واکمن ګوند د زنداني مشر عمران خان د خلاصون لپاره پر اسلام اباد فشار راوړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بریا وروسته داسې تمې جوړې شوې دي، چې ګواکي ټرمپ به په پاکستان فشار راوړي، څو عمران خان له بند څخه خوشې کړي.
خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي؛ ګومان نه کوي چې ټرمپ به د عمران خان د خوشې كولو غوښتنه وكړي.

ډېر لیدل شوي

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی
۱

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۲

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۳

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې

۴
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د ټرمپ سلاکارانو تر ۲۰۲۹کال پورې له ایران سره د جګړې د دوام احتمال ارزولی

۵

د ایران جګړه؛ ټرمپ د افغانستان د جګړې په څېر پر پخوانۍ لار روان دی