• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان وروستی یهود اسراییل ته کډوال شو

۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۲ GMT+۰

د افغانستان وروستی یهود زبولن سمنتوف د یوه یهودي بنسټ په مرسته د دوشنبې په ورځ اسراییل ته ورسېد.

د اسراییلي رسنۍ «کان» د راپور له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ښاغلی سمنتوف ترکیې ته ولاړ او له درېیو کلونو وروسته د دوشنبې په ورځ اسراییل ته ورسېد.ښاغلی سمنتوف واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته اړ شو، چې افغانستان پرېږدي او د تېرو درېیو کلونو په اوږدو کې په ترکیه کې پاتې شو.هغه هماغه وخت د «کان ۱۱» خبري شبکې سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې هره ورځ له ګواښ سره مخ و او له ډېرې مودې راهیسې په کابل کې یې له خپلې یوازیني عبادت ځای څخه ساتنه کوله؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان له پرېښودو پرته بله لاره نه وه ورپاتې.زبولن سمنتوف د موتی کهانا په نوم د یوه امریکایي یهود په ملاتړ ترکیې ته لېږدول شوی و او د درېیو کلونو لپاره هلته پاتې شو. په دغه موده کې هغه امریکا ته د کډوالۍ په لټه کې و؛ خو له ځینو اداري ستونزو له امله و نه توانېد، چې هغه هېواد ته ولاړ شي.هغه دارنګه په دغې مرکه کې اسراییل ته د تګ او د خپلو دوستانو د لیدو لېوالتیا ښودلې وه.یهودي بنسټ چې اسراییل ته یې د سیمنټوف د کډوالۍ اسانتیا برابره کړې وه، د قضیې د جزییاتو په اړه له څه ویلو ډډه کړې او ویلي یې دي، چې د هغه د ځانګړي وضعیت په اړه څه نه شي ویلای.






ډېر لیدل شوي

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي
۱

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي

۲

فولکر ترک: داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي دي

۳

جرمني د افغانانو د قضیو له بیا ارزونې وروسته هم د ۳۲ کسانو د ویزو غوښتنې رد کړې

۴

ملا برادر: یوناما باید عادلانه، په عیني واقیعتونو ولاړ بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړي

۵

خوشال سادات: طالبان دې د دفاع پر ځای پر اسلام‌اباد او کراچۍ بریدونه وکړي