• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر د ټرمپ د امنیت شورا سلاکار ټاکل شوی

۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۶ GMT+۰

وال سټريت ژورنال ويلي، د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر مایک والټز د خپل ملي امنیت سلاکار په توګه ټاکلی. والټز ۲۷ کاله د امریکا په پوځ او ملي ګارد کې دنده ترسره کړې او له طالبانو سره د جګړې مخینه لري.

مایک والټز په افغانستان کې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۴ کلونو تر منځ د امریکا له پوځ او ځانګړو ځواکونو د افسر په توګه د ترهګرۍ ضد مبارزه او د افغان ځواکونو د مشاور په توګه دندې ترسره کړې.
والټز د امریکا د مرستیال ولسمشر ډیک چیني سره د ترهګرۍ ضد مشاور په توګه هم دنده ترسره کړې، چې هغه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو په پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړولو کې ښکېل و.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د امریکا په حکومت کې یو پیاوړی چارواکی وي، چې په امریکا کې د ډېرو لوړ پوړو دولتي چارواکو برعکس د هغه ټاکل د مشرانو جرګې تایید ته اړتیا نه لري.
د تېر کال په سلواغې میاشت کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته ورغوښتل شوی و، هغه ویلي و چې طالبان د القاعدې او داعش په ځپلو کې بریالي شوي، چې ښاغلي والټز پرې نیوکه وکړه او ویې وویل: «د یوې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره په بلې ترهګرې ډلې تکیه کول خطرناک او لویه تېروتنه ده.»
مایک والتز دا مهال د امریکا د استازو په جرګه کې د فلوریډا ایالت استازی دی او د ډونالډ ټرمپ کلک ملاتړی دی.

100%


۵۰ کلن مایک والټز خپلې پوځي او سیاسي تجربې په خپل یوه کتاب «جنګي ډیپلوماټ: له واشنګټن څخه تر افغانستان پورې د شین خولي سرتیري جګړې» کې خپرې کړې دي.
والټز له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د جوبایډن پر ادارې سختې نیوکې کوي او دغه بهیر یې «شرموونکی» بللی دی.
هغه د تیر کال په مئ میاشت کې د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته دا هم وویل چې طالبان د پخوانیو افغان سرتیرو وژلو او ځورولو ته دوام ورکوي.
دغه امریکايي چارواکي د تېر کال په وږي میاشت کې فاکس نیوز ته ویلي و چې په افغانستان کې القاعده د طالبانو د حکومت او د امریکا د تجهیزاتو په مرسته یو ځل بیا را ژوندۍ شوې او د «بن لادن خوب» یې پوره کړ.
مايک والټز زياته کړه، چې امريکايي ځواکونه به په راتلونکي کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راستانه شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبانو په کندهار کې پر ۲۲ فابریکو برېښنا بنده کړې

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۶ GMT+۰

له کندهار څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د برېښنا د پیسو د نه ورکولو له امله پر ۲۲ فابریکو برېښنا بنده کړې ده. د سرچینې په خبره، په دغو فابریکو کې شپږو هغو له کلونو راهیسې د برېښنا پیسې نه وې ورکړې.

د سرچینې په خبره طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د یادو فابریکو د برېښنا د پرې کولو چارې پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي، که څه هم طالبانو تر دې وړاندې فابریکه لرونکو ته ویلي و، چې له اوسنیو بېلونو سره خپل پخواني پورونه هم په قسطونو خلاصولی شي، خو یادې ډلې اوس دغو کسانو ته ویلي، چې باید خپل ټول حسابونه او پورونه خلاص کړي.
له کندهار څخه سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دغه راز ویلي، طالبانو اوسمهال ان پر هغو فابریکو برېښنا بنده کړې، چې یوازې دوه ورځې وړاندې یې بېلونه راغلي و.
دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار ولایت کې د طالبانو د برېښنا حوزوي رياست مطبوعاتي مسوول بیا د دغې ډلې تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې د هغو ۲۲ فابریکو میټرونه قطع شوي، چې تعرفه یې رهایشي وه، خو د برېښنا استفاده په سوداګریزو ځایونو کې کېدله.
نوموړي ویلي، چې له دغو فابریکو څخه د اوو فابریکو د برېښنا مزې له دې امله پرې شوي، چې د میټرونو د ستونزو تر څنګ یې له دوو دورو څخه زیات د برېښنا بېلونه نه وو ورکړي.

100%

په کندهار ولایت کې د طالبانو د برېښنا حوزوي رياست مطبوعاتي مسوول همداراز زیاته کړې ده، چې ځایي مسوولانو تېره اونۍ د فابریکو له مسوولینو سره په کتنه کې له دوی څخه په جدي توګه غوښتي و، چې خپل مخکیني حسابونه ژر تر ژره خلاص کړي.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د سرچینې په خبره، فابریکه لرونکو باید په څلورو قسطونو کې خپل پورونه خلاص کړي وای، خو په دې وروستیو کې فابریکه لرونکو و نه شو کړای خپل پورونه خلاص کړي.
د راپورونو له مخې، ډېری دغه فابریکې د یخ د تولید په برخه کې فعالیتونه لري.

100%

په کندهار ولایت کې اوسمهال شاوخوا ۴۰ فابریکې فعالې دي، چې ډېری یې بیا د طالبانو د حکومت په رامنځته کېدو سره جوړې شوي دي.
طالبانو په داسې حال کې د برېښنا د بېلونو د ورکړې په برخه کې فشارونه زیات کړي، چې د دغې ډلې تر واک لاندې برېښنا شرکت ویلي، چې که د جمهوري نظام پخواني چارواکي او سیاستوال د برېښنا د لګښتونو له درکه خپل پورونه ور نه کړي، د دوی کورونه او شتمنۍ به ضبط کړي.
د یاد شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالباري عمر وویل، چې د تیر نظام پر دولتي ادارو، چارواکو او زورواکانو ۱۳ میلیارده افغانۍ د برېښنا پورونه پاتې چې تر اوسه یې نه دي ورکړي.
د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې ۶۸۱ میلیونه ډالره پورونه یې راغونډ کړي دي.
دغه پیسې ډیری له پخوانیو سیاستوالو، شرکتونو او سوداګریزو او صنعتي کمپنیو راټولې شوې وې.

عربي هیوادونو له امنیت شورا څخه د غزې په تړانګه کې د "ټول وژنې" په اړه د څیړنو غوښتنه کړې

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۵۵ GMT+۰

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د دوشنبې په ورځ په ریاض کې د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو د بېړنۍ غونډې په څنډه کې په یوې خبري غونډه کې وویل: "په غزه کې د جګړې بندول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي."

بن فرحان د خپلو خبرو په دوام کې ټینګار وکړ چې د فلسطین د دولت جوړیدل یو اساسی هدف دی او ویې ویل، چې مونږ باید نړۍوالې ټولنې ته اجازه ورنکړو چې دغه حقیقت هیر کړی او وغواړي چې د اسراییلو جنایتونو وبخښي.

د بن فرحان په وینا، عربي هیوادونه به په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړي او د امنیت شورا څخه به وغواړي چې په غزه کې د اسراییلو د جنایتونو په ګډون د ډله ییزې وژنې او توکمیز پاکونې په اړه د څیړنو یوه خپلواکه کمیټه جوړه کړي.

تر دې مخکې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د اسراییل له "نسل وژنې" سره په کلکه مخالفت کړی و، چې د ده په وینا، اسراییل یې د فلسطینیانو پر ضد ترسره کوي او همدارنګه د لبنان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه کوي.

افغانستان له بنګله دېش څخه دوه پر یو د یو ورځينیو لوبو لړۍ وګټله

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۶ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درېيو یو ورځينیو سياليو په درېيمه لوبه کې بنګلدېش ته د ۵ ويکټو په توپير ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې دوه پر يو وګټله. افغان لوبډلې د رحمان الله ګربز د ۱۰۱ منډو او عظمت الله عمرزي په ۷۰ منډو او ۴ ويکټو بريا تر لاسه کړه.

د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو یو ورځينیو سياليو د لوبلړۍ د درېيمې لوبې پچه بنګله دېش لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د بنګله دېش لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.

بنګله دېشي لوبغاړي محمدالله تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې وکړې. نوموړي په ۹۸ توپونو ۹۸ منډې جوړې کړې.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې په توپ اچوونکو کې عظمت الله عمرزي ۴، محمد نبي او راشد خان یو یو لوبغاړي وسوځول. افغان لوبغاړو د لوبې په دويمه نيمايي کې په ۴۸.۲ اور کې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره کړ او بنګله دېش لوبډلې ته یې د ۵ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

په افغان لوبډله کې بیا رحمان الله ګربز سليزه پوره کړه. نوموړي په ۱۲۰ توپونو ۱۰۱ مندې وکړې. عظمت الله عمرزي د توپ اچونې ترڅګ ښه توپوهنه هم وکړه، هغه په ۷۷ توپونو ناسوځېدلي ۷۰ مندې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

افغانستان د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه له سیالې لوبډلې څخه د ۹۲ منډو په توپير ګټلې وه؛ خو په دویمه لوبه کې بنګله ‌دېش لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۶۸ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د درېیو یو ورځنییو سیالیو لوبلړۍ د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوې.

د لبنان د روغتیا وزارت: د یکشنبې په ورځ پر لبنان د اسراییلو بریدونو کې ۵۴ تنه وژل شوي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۹ GMT+۰

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې د یکشنبې په ورځ پر لبنان د اسراییلو د هوايي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له نیمايي څخه د ۲۰۲۴ کال د نوامبر تر ۱۱ مې پورې، پر لبنان باندې د اسراییلو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۳ زره ۲۴۳ تنه وژل شوي او ۱۴ زره ۱۳۴ تنه ټپیان شوي دي.

100%

بل خوا، په منځني ختیځ کې د جکړو په دوام سره، د جرمني هوايي شرکت لوفتانزا ویلی، چې په غزه او لبنان کې د روانو جګړو له امله به تل ابیب ته د خپلو الوتنو ځنډول د ډسمبر تر ۱۵مې پورې وغځوي.

د لوفتانزا د الوتنو په ځنډولو کې د هغې ټول فرعي شرکتونه شامل دي، چې اسراییل او منځني ختیځ ته الوتنې کوي.

تهران ته د دغه شرکت الوتنې د راتلونکي کال د فبرورۍ تر ۱۲مې نېټې پورې ځنډول شوې دي.

د لبنان پلازمینې بیروت ته بیا د لوفتانزا الوتنې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۰ پورې ځنډول شوي.

کرملین د پوتین او ټرمپ د ټیلیفوني خبرو راپورونه رد کړل

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۹ GMT+۰

د کرملین ویاند له ولادیمیر پوتین سره د ډونالډ ټرمپ د خبرو په اړه راپورونه « یوازې افسانوي» بللې او رد کړي یې دي. دیمیتري پیسکوف ویلي، پوتین له ټرمپ سره د خبرو لپاره کوم مشخص پلان نه لري.

تر دې وړاندي واشنګټن پوست راپور ورکړی و، چې ټرمپ له پوتین څخه په ټليفوني خبرو کې غوښتي، چې د اوکراین جګړه نوره پراخه نه کړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دا راپورونه «په بشپړ ډول دروغ» او «یوازې افسانوي» دي او د دواړو خواوو ترمنځ هیڅ ډول خبرې نه دي شوي.

پیسکوف وویل: «دا د معلوماتو د کیفیت تر ټولو ښکاره بیلګه ده، چې اوس ځینې وختونه ان په نسبتا معتبر رسنيو کې خپریږي.»

د کرملین ویاند ویلي دي، چې اوس مهال له ټرمپ سره د پوتین د خبرو لپاره کوم مشخص پلان نه شته.

واشنګټن پوسټ لومړی راپور ورکړ، چې ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په ټاکنو کې د ډيموکراټې سيالې کامالاهرېس په وړاندي له بريا څو ورځي وروسته په فلوریډا کې له مار- ا - لاګو څخه پوتین ته ټیلیفون کړی.

دې ورځپاڼې د څو سرچینو په حواله، چې له دې ټلیفوني خبرو څخه خبر و راپور ورکړی، چې ټرمپ پوتین ته په اروپا کې د امریکا د پوځ د پام وړ حضور یادونه کړې ده.

دوی ويلي، چې هغه د «اوکرایین د جګړې د ژر حل» په اړه د نورو خبرو اترو لپاره هم لیوالتیا ښودلې.

رویټرز خبري اژانس د خپلو هغو ځينو سرچینو په حواله، چې نه غواړی هویت يې څرګند شي، هم تایيد کړې، چې دا ټیلیفوني خبرې شوي دي.

د ټرمپ د عامه اړيکو مشر سټیون چونګ دا ټیلیفوني تماس نه دی تایيد کړی او د فرانسې خبري اژانس ته یې په يو لیکلي پیغام کې ويلي، چې «موږ د ولسمشر ټرمپ او د نړۍ د نورو مشرانو ترمنځ د شخصي ټیلیفونونو پر تماسونو باندې تبصره نه کوو.»