• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازادۍ جبهه: طالبانو تېرو درېیو کلونو کې په ظالمانه فرمانونو د جنسیتي توپیر رژیم واکمن کړی

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې د شېلي، فرانسې، مکسیکو، اسپانیا، کاستاریکا او لوکزاملورګ هېوادونو له هغه ګامه چې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته یې له ښځو سره د طالبانو د ظالمانه چلند قضیه سپارلې، هرکلی وکړ.

دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ظالمانه فرمانونو په صادرولو سره افغان مېرمنې له خپلو ټولو انساني حقونو محرومې کړې دي او جنسیتي توپیر رژیم یې په افغانستان کې حاکم کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان مېرمنې د جمهوریت په ۲۰ کلنه موده کې په ټولو ټولنیزو، فرهنګي، سیاسي او اقتصادي برخو کې فعاله وې او په دې برخه کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان مېرمنو د خپلو انساني حقونو د ترلاسه کولو لپاره د هېواد دننه او بهر کې مبارزه کړې.
خبرپاڼه زیاتوي، د نړۍ چوپتا، بې غوري او له طالبانو سره د یوشمېر هېوادونو تعامل افغان مېرمنې څه نا څه نهیلې کړې دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي: «اوس د دې وخت رارسېدلې، چې نړۍواله محکمه د ښځو پر وړاندې د طالبانو ظالمانه چلند د جنسیتي توپیر او د بشریت ضد جنایت په نامه په رسمیت وپېژني او د افغانستان د ښځو د حقونو ټینګښت لپاره جدي اقدام وکړي.»
‏د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې دغه جبهه د ښځو له مبارزو هر اړخیزه ملاتړ کوي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۴

امرالله صالح اسحاق ډار ته؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟

۵
د اسماعیل میاخېل لیکنه

طالبي فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري