په کابل کې د ایران نوی سفیر وايي، چې افغانان دې هغه هېواد ته د قانوني لارو سفر وکړي

په افغانستان کې د ایران نوی سفیر علي رضا بېکدلي وايي، چې که افغانان ایران ته د تګ تکل لري؛ نو هڅه دې وکړی چې له قانوني لارو هغه هېواد ته ولاړ شي.

په افغانستان کې د ایران نوی سفیر علي رضا بېکدلي وايي، چې که افغانان ایران ته د تګ تکل لري؛ نو هڅه دې وکړی چې له قانوني لارو هغه هېواد ته ولاړ شي.
ښاغلی بېکدلي چې د شنبې په ورځ د (لېندۍ په ۱۰ مه) کابل ته رسېدلی ویلي یې دي، هغه افغانان چې په قانونی لارو ایران ته تللي نه یوازې دا چې ځورول شوي نه دي؛ بلکې د نوموړي په خبره د هغوی درناوی هم شوی دی.ښاغلي بېکدلي د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلي:« موږ هڅه کوو، چې په دې توګه د خلکو تګ راتګ زیات شي او دغه کار د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ټینګښت لامل هم کېږي.»
خو تر ده وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني خبرداری ورکړی و، چې هېواد یې د نورو افغان کدوالو د منلو وړتیا نه لري او د هغوی د اېستلو چارې د دوی په لومړیتوبونو کې دي.
بله غاړه داسې راپورونه هم په رسنیو کې خپاره شوي وو، چې ګواکې ایران هغه افغانان هم نیسي، بندیانوي او په زوره یې افغانستان ته استوي چې باسپورتونه او ویزې په لاس لري.
په دې تړاو افغانستان انټرنشنل ته هم افغانانو بې شمېره ویدیو ګانې استولې او د ایراني پولیسو له بد سلوک څخه یې شکایتونه کړي دي.


د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر وايي، د سیمې هېوادونه کولای شي چې د هڅولو او په ځینو برخو کې د رټلو له لارې طالبان دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې کابو کړي.
علي احمد جلالي وايي، تر هغې چې طالبان په خپلې واکمنۍ کې له یو لړ ننګونو سره مخامخ نه شي؛ نو شونې نه ده چې د سیمې د هېوادونو فشارونو ته دې غاړه کېږدي.
ښاغلي جلالي د جمعې په ورځ د (لېندۍ په نهمه) په خپله اېکس پاڼه د ټولیز امنیت د غړو هېوادونو په وروستۍ ناسته کې د دغو هېوادونو اندېښنو ته اشاره کړې، چې په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو د حضور له امله په ډاګه کړې وې.
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ویلي، سره له دې چې طالبانو ډاډ ورکړی چې د دوی له خاورې به د سیمې او نورو نړۍوالو ته ګواښونه نه پېښېږي؛ خو ښاغلي جلالي په دې برخه کې دا خبره ډاګیزه کړې، چې ښايي طالبان د دغه ژمنې په عملي کولو کې د بېلابېلو دلایلو له مخې پاتې راشي.
د ښاغلي جلالي له نظره طالبان د خپلو کړنو او سیاستونو له مخې په خپلو کې سره یوه خوله نه دي او هره ډله بېلابېلې غوښتنې او نظریې لري.
هغه وايي، په طالبانو کې شته توپیرونه به د ترهګرو ډلو پر وړاندې د دوی په سیاستونو او کړنو کې درز رامنځته کړي.
ښاغلی جلالي هغو دوو لاملونو ته اشاره کوي، چې د ده له نظره طالبان د ترهګرو ډلو سره په ژمنو کې پاتې راولي، هغه یو ایډیولوژیک تړاو یادوي چې د ګڼو جهادي ډلو تر منځ په توپیر کې دی. په داسې حال کې چې طالبان ښايي د خپل نړۍوال مشروعیت او اقتصادی مرستو په لټه کې وي، په دویم لامل کې هغه د طالبانو او القاعده ډلې تر منځ هغو لرغونو اېډیولوژیکو تړاوونو یادونه کوي، چې له امله یې د ترهګرۍ پر وړاندې د هغوی مبارزه نوره هم پېچلې کولای شي.
ښاغلی جلالي د ترهګرۍ سره د طالبانو په مبارزه کې د پاتې راتلو درېیم لامل ته هم اشاره کوي، د هغه په باور د دوی د ملاتړو تر منځ د انډول ساتنه او د توند لارو عناصرو خوندي کول هغه بل څه دي چې په دې برخه کې د دغې ډلې مبارزه ټکنۍ کولای او تر پوښتنې لاندې راوستلای شي.
ښاغلی جلالي دا رنګه وايي: «د نړۍوالو لهخوا د دوی په رسمیت پېژندنه او مالي ملاتړ ښايي دوی دې ته وهڅوي، چې ترهګرې ډلې په خپل کابو کې راولي؛ خو طالبان ښايي په خپلو لیکو کې د توند لارو عناصرو له امله هم مالي ملاتړ تر لاسه کړي او هغوی باید په دې برخه کې انډول له پامه و نه غورځوي.»
علي احمد جلالي دا رنګه لیکلي، که څه هم چې طالبان دا مهال په ټول افغانستان واک چلوي؛ خو په خبره یې چې لا هم چاپېریال د هغوی لپاره ډاډمن نه دی.
هغه وايي، د ګڼو وسلو او وسلهوالو پراخه حضور کېدای شي چې د نادولتي وسلهوالو ډلو لیکې پیاوړې کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر وايي، چې لا هم وضعیت پېچلی دی او طالبان د پېچلیو کورنیو فشارونو، اېډیولوژیکو ژمنو او بهرنیو تمو تر منځ لاس او پښې وهي.
ښاغلی جلالي په دې باور دی، چې نړۍواله ټولنه د افغانستان پر اوضاع بشپړه څارنه کوي او د امنیتي اندېښنو تر څنګ له طالبانو سره د تعامل د لارو چارو په لټه کې هم ده.
ښاغلی جلالي وايي، داسې نه ښکاري چې طالبان دې د سختو فشارونو پرته جوړ جاړي ته غاړه کېږدي.
هغه وايي، چې د سختو فشارونو د راوړلو له امله کېدای شي چې هغوی د نړۍوالو غوښتنې ومني؛ خو دغه فشارونه باید یوازې په کابل نه، بلکې تر ډېره دې په کندهار هم راوستل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۱۲ زره افغانان د بشري ویزو په مرسته برازیل ته تللي دي. دغه سازمان په یو راپور کې ویلي، چې د کډوالو دې څپې په برازیل کې پر سیمه ییزو سرچینو ډیر فشار راوړی دی.
د جمعې په ورځ، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په برازیل کې د کډوالو د وضعیت او شمیر په اړه یو راپور خپور کړی دی.
د دغه راپور له مخې، برازیل د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو په تېره بیا د وینزویلا، افغانستان، هایتي، سوریې او اوکراین د ۷۹۰ زره کډوالو کوربه دی.
په راپور کې راغلي، چې د برازیل ساو پاولو ښار کې د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې افغانانو ته د بشري ویزې د تګلارې له پلي کېدو راهیسې له ۱۳۰۰۰څخه زیاتې بشري ویزې ورکړل شوې دي.
د دغه راپور له مخې، په دې موده کې تر ۱۲۰۰۰ډېر افغان کډوال برازیل ته داخل شوي دي.
ملګرو ملتونو برازیل ته د کډوالو د راتګ او د هغوی د اړتیاوو د تدریجي زیاتوالي له امله د سیمه ایز هرکلي او ادغام د سیستم د تطبیق لپاره د لا زیاتو مرستو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره په برازیل کې د کډوالو پر ملاتړ ټینګار کوي، په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د ستونزمن وضعیت په اړه نور راپورونه خپاره شوي دي.

په یو غږیز پیغام کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلی، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د کندهار د امنیتي وضعیت په اړه د دغه ولایت د امنيت امر محمدولي شاه اغا او د امنيه قوماندانۍ د قرارګاه د ټولي قوماندان ذوالفقار سره د مخابرې له لارې د امنیتي وضعیت پوښتنه او څارنه کوي.
هبت الله د مخابرې له لارې د څو بیلابیلو طالب امنیتي چارواکو پوښتنه هم کوي، او دغه خبرې چې ظاهرا د شپې پر مهال شوي، نومړي دا څاري چې د ښار امنیتي کسان ویښ دي او که نه.
په دغه پیغام کې د کندهار د امنيت امر محمدولي شاه اغا هبت الله ته ډاډ ورکوي، چې په دغه ښار کې امنيتي ګزمې په منظمه توګه روانې دي او دا چې کومه امنیتي ستونزه نه شته.
په کندهار کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د ټولي قرارګاه قوماندان ذوالفقار هم هبت الله ته د امنیت په اړه د اطمینان ورکولو وروسته وايي، چې ځینې کسان په مخابرې کې ځکه غږ نه کوي، چې د هغه غږ یې اوریدلی او خبرو ته یې غوږ نیولی دی.
په دې وروستیو کې یو شمیر رسنیو د کندهار د امنیتي وضعیت د خرابیدو په اړه یو لړ راپورونه خپاره کړي و او دغه پیغام د همدې اندیښنو وروسته خپور شوی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې خبرداری ورکړی چې په ټوله نړۍ کې له ۶۰ میلیونو څخه زیاتې ښځې او نجونې چې له مجبورۍ بې ځایه شوي، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له جدي خطر سره مخامخ دي.
دغه سازمان دا هم ویلي، چې د محدودیتونو زیاتوالي او کورني تاوتریخوالی د افغان میرمنو رواني روغتیا خرابه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د جمعې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکوي چې د جګړې په سیمو کې دي او یا له خپلو کورونو تېښتې ته اړې شوې دي.
د دې ادارې ویاندې شابیا مانتو وویل، چې په ۲۰۲۳ کال کې د جګړو له امله د جنسي تاوتریخوالي پېښې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتې شوي او د دغه تاوتریخوالي د تایید شویو پېښو ۹۵ سلنه ښځې او نجونې جوړوي.
هغې وویل: "په افغانستان کې، په ښځو او نجونو باندې د محدودیتونو زیاتوالي، د کورني تاوتریخوالي لوړه کچه او خراب اقتصادي وضعیت د رواني روغتیا کړکیچ لا زیات کړی دی، او زموږ همکارانو د هغو ناروغانو په شمیر کې د زیاتوالي راپور ورکړی چې مرستې ته اړتیا لري."
په دې خبرپاڼه کې د کانګو او چاد په دیموکراتیک جمهوریت کې د ښځو او نجونو وضعیت ته هم اشاره شوې ده.
ملګري ملتونه وايي، چې په هېوادونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې د خدمتونو د محدودیت او د غچ اخیستنې د وېرې له کبله نه ثبتېږي.
د دې ادارې د وياندې د څرګندونو له مخې، په بېلابېلو سيمو کې بې ځايه شوې ښځې او نجونې د جنسي تاوتريخوالي، او انساني قاچاق له خطرونو سره مخامخ دي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې د کافي مرستو پرته، په میلیونونو بې ځایه شوي میرمنې او نجونې ممکن حیاتي خدماتو ته لاسرسی ونلري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازولي ټینګار کوي، چې د بې ځایه شویو ښځو او نجونو لپاره د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مخنیوي او ځواب ویلو لپاره د پروګرامونو اړتیا د شته بودیجې څخه ډیره ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره عدالت او برابري د مذاکرې وړ خبره نه ده.
ولکر ترک پر طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل تبعیضي سیاستونه پای ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۹م۹) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ورځني کمپاین په دوام وویل، چې په افغانستان کې ښځې په تېرو درېیو کلونو کې د خپلو بشري حقونو د سخت محدودیدو شاهدانې دي.
ولکر ترک د زده کړو او کار په برخه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل: "دې کړنو ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه ګوښه کړي او په خپلو کورونو کې یې په مجازي زندانیانو بدلې کړي دي."
هغه ټینګار وکړ، چې له ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک ځورونې یوه بڼه ده. همدا راز ښاغلي ترک زیاته کړه، چې دا بندیزونه به د سولې او دوامدار پرمختګ په برخه کې د هېواد په راتلونکي نسل اغیزې ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له هرې ممکنې لارې د افغان ښځو او نجونو د غږ پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ.
ولکر ترک وویل: "موږ باید د نړۍوالی جنایي محکمې د څېړنو له مخې د جنسیتي ځورونې او جنیستي تبعیض په اړه بحثونه زیات کړو او د هغوی غږ پیاوړی کړو.»
هغه په ډاګه کړه، چې طالبان باید د ټولو افغانانو د بشري حقونو د بیا تامین لپاره معقول ګامونه پورته کړي.